د افغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٧ل کال د وږي په لومړۍ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د اګست د ٢٢ نيټې سره برابره وه، ګل ملا همکار د کلام الله په آياتونو پيل کړه.
د غونډې رييس عبدالستار سعادت و او ميلمانه يې دلاور خان دلاور او عصمت الله ثنا وو.  د غونډې وياند محمد دين همدرد و او راپور يې  مشعل خټګر ليکه.
مشعل خټګر د تيرې غونډې راپور ولوست چې  د لږې سمونې وروسته بهيروالو ته د تاييد وړ وګرځيد. بهيروال په دې نظر وو چې د خټګر صاحب دا دريم راپور له هغو تيرو دوو په پرتله ښه ليکل شوی و او تمه ده چې راتلونکی کې به نور هم ښه شي.
ورپسې بازمحمد عابد ته بلنه ورکړه چې خپل نثري طنز کره کتنې ته وړاندې کړي.

واده تيار دی
خپله  بد قسمتي خوهغه وخت  رامالومه شوه چې په اته کلنۍ کې رانه خدای (ج) د سر سيوری واخيست. او د ځوانې خور او تور سرې مور ذمه وارۍ راترغاړې شوې.  اوس هم چې کله د سکول ماشومان وګورم چې د کتابونو بستې يې شاته اچولي وي، په ايمان چې ماته  خپل ماشومتوب راياد شي. ايله له کچي نه پېلې ته تللی وم .د الف اناراو  (ب ) بسته آوازونه مې  اوس هم په مزغو کې ازانګې کوي. د پلار له مړينې به مې لا يوه هفته نه وه پوره شوې چې مور مې له سکول نه و ايستم او  مهربان مستري ته چې موږ سره په ګاونْډ کې اوسيده، وروستم. په شاګردۍ يې ورسره کينولم. له هغې ورځې نه تر ننه،  دا دی شل کاله ووتل، چې زه يم او په ګريسو او تيلو ککړې جامي دي. دا اوس چې هم ارګمی اچوم له خولې نه مې د  تيلو وږمه  ځي.  د ځوانۍ د مستۍ نه مې په ايمان کې هيڅ مزه اخيتسي وي. خو څه وکړم، نا چاري ده، زموږ روزي به يې په همدې کې ليکلي وي. خو بيا هم په هر حال شکر ايستل په کار دي. د خدای کرم دی چې د مهربان  استاد په څير خواخوږی مو شته دی.
څو ځلې به  مې پخه اراده وکړه چې يوځل دا خپله چنغله تر کوره کړم، نو سمدستي به مې خورکۍ چيرته په ښه کورنۍ کې خوندي کوم. خو تراوسه معاملې سر نه دی نيولی. دا ځل مې د واده کولو ضد کړی دی او هرڅنګه چې کيږي، دا ضد به تر سره کوم.
سهار چې څنګه له خوبه پاڅيدم، مورجانې ته به مې ووايم چې خواښې کره مې  لاړه شي.  نن لسم دی، بس چې راروانې پېلې ته ترې د واده نيټه واخلي. خورکۍ ته به مې ووايم چې بيټک ووينځي او يوه لويه درۍ په کې اواره کړي. نور څه نه،  بس يو ډيګ او ټيپ ريکارډر ته ضرورت دی چې د هندي فلمونو ګانې په کې په لوړ  غږ وغږوم ، چې پته يې ولګي. ورځ دوه دې په کوڅه کې د پرپرکو په لګولو ولګي. بيا هم دوه درې هفتې په کې شته. چې يو ځل کوڅه رنګينه کړم بيا دې د ولس يو ځای لاس خلاص وي او د پوليس بل ځای. بيا نو موږ ته په هوجره کې په جوارۍ باندې څوک څه نه شي ويلی. چې واده څو رارسيږي په پړ کې به مې کافي نال راټول کړی وي، چې د واده يو څه بوج خو پرې اوچت کړم کنه. د فرنيچرو له غم نه خو مې لا  دوه کاله  پخوا خواښې بې غمه کړی يم. د سونې له غمه هم خلاص يم، يو څه خو مې د مورکۍ له واده نه راته پاتې ده او يو څه چې مې د خسرګنۍ ډيمانډ دی ، هغه مې مور لا پخوا په اندرشهر کې د يوه زرګر سره خبره کړې ده چې د سر ټيکه او قيمتې هار به د څه وخت له پاره په کرايه راوړي.
خوړې ته مې هم چرت نه دی خراب. مهربان استاد راسره له پخوانه پخه  وعده کړې ده  چې زوی يې له دوبۍ نه راشي، نو پوره شل زره روپۍ به راته په پور را کوي او دادی له خيره سره  دا څو يمه ورځ ده چې زوی يې له ډېر مال سره له دوبۍ نه د دوه مياشتو په چوټۍ راغلی دی.
خو بيا هم د نورو ميلو ټيلو له پاره پيسو ته ضرورت شته. د واده نه يوه هفته مخکې به مې د ترورۍ زوی ته ووايم چې له محلې نه شل پنځه ويشت سرمست ځوانان راټول کړي او نکريزي راته راوړي. زه به مې هم خورکۍ ته ووايم چې په محله کې ټولې همزولې جينکۍ نکريزو ته راوغواړي. خيشته جينۍ به په کې خوښه کړم چې ځوانانو ته نکريزي په ګوته پورې کړي. دې خبرې ته ټولې خوشحاليږي، يوه هم په کې انکار نه کوي. او چې يو ځل يوه ځوان ته په ګوته نکريزي پورې کړي او بيا ترې ګوته په موټي کې کلکه ونيسي، مجال شته چې د سلو نوټ ورنه کړي. بلا پيسې به راټولې شي. که څه هم د نکريزو پيسې د هغه چا وي چې څوک يې راوړي، خو د ترورۍ زوی مې دی، په نيمايي خو به يې راسره ومني. او که يو ځل د محلې ځوانانو د نکريزو مزه واخيسته، بيا ګوره چې د واده تر شپې پورې له نکريزو نه خلاص نه شم، خو هر يو سره به په نيمايي خبره پخوم، چې کم از کم درې څلور ګلينه ټره، لس دولس تولې چرس او اوه اته ګټې کارتوس خو پرې وشي. اخر واده دی  کنه، چې دا ياران خو په کې څه موج ميله و کړي. د ترورۍ لوريانې مې چې له خورکۍ سره د واده په ست سلا ګرځيدې،  ورته به ووايم چې په څلورمه محله کې هم ست وکړي، هسې نه هم خلک دومره اوزګار نه دي چې پردو ودونو ته لاړ شي، خو د ناوې سده خو به مو پرې واوړي، يو څه اندازه پيسې په دې هم لاس ته راتلی شي. د ډمانو خو څه کمی نه شته، له کله نه چې د طالبانو حکومت په کابل کې راغلی دی، د کابل ټولو ډمانو پيښور ته مخه کړې ده او بې پيسو ودونو ته ځي، نو څنګه به نه ځي زرګونه روپۍ په ميدان کې راټولوي.  خو له داسې يوې ډلې سره خبره کوم چې  د ميدان پيسې راسره په نيمايي ومني. زه به هم ورته له ډبګرۍ  نه دوه درې ښکلي، ښکلي اجړاګان راولم چې ميدان د ګونګروګانو په شرنګا کې لوټ کړي.
بس نور يې نه ځنډوم او نه بلې موقع ته ګورم. سخرګنۍ ته مې هم شرمينده يم او څنګه به شرمينده نه يم، دا څلورم کال دی چې چنغله مې د پلار په کور ناسته ده. اخر د پښتو ملک دی، پښتونولي ده. د ټکمارانو يارانو پيغورونه هم نور د برداشت کولو نه دي. بس نور رانه صبر نه شي. سهار وختي چې له خوبه پاڅيدم مورکۍ او خورکۍ ته مې وايم چې بيټک ووينځي او خپله ډاريک د مهربان استاد کور ته ورځم او ورته وايم چې په خپلې کړې وعدې وفا وکړي چې واده تيار دی.
بازمحمد عابد
١٩٩٩ کال  د ندمبر ١ نيټه، پيښور
په سر کې نصير احمد احمدي ته بلنه ورکړل شوه چې د عابد په کيسه خپل ليکلی نقد بهيروالو ته واوروي. د احمدي صاحب په زړه پورې او کره نقد په لاندې لينک کې لوستی شئ.

http://www.tolafghan.com/baz/index.php?action=detail&post_id=6056&b_id=45
ورپسې نور الحبيب نثار خپل نظر داسې څرګند کړ:
د عابد کيسه پر خپل ځای ډېره خوندوره وه، موږ ته يې پيښور راياد کړ. هلته موږ ژوند کړی دی خصوصاً په محلو کې چې چا ژوند کړی وي. ځکه چې کليوال محيط له ښاري محيط سره توپير لري. ده چې په کيسه کې نقد کړی هغه چاپيريال يې په کې ډېر ښه انځور کړی و. خوندوره  او ښايسته کيسه وه. بله جالبوالی په کې ما ته دا و چې د چا واده دی، دا دومره د واده په کيسه کې نه دی ، په عين حال په واده ګټه کول غواړي. دا په کې بيخي نوی خبره ده. دا مارکيټينګ يې ډېر زبردست کړی دی. مثلاً د جوارۍ پړ خورول، نال ټولول، د نکريزو په پروګرام پيسې ټولول او له ډمانو سره ځان شريکول. دغسې پيښې زموږ په کيسو کې ما تر اوسه نه دي اوريدلي.عابد پيښو ته له نوې زاويې نه ليدلي دي. هغه د پيښوريانو نقادانو په اصطلاح دا د عابد انفراديت دی چې تل ورسره په کيسو کې موضوع نوې وي.

احمدي صاحب  چې په دې کيسه کوم نقد ليکلی و، واقعاً زما ډېر خوښ شو. تاسې باور وکړئ چې زښت ډېر څه مې ترې زده کړل. موږ چې کله نقد کوو، د کيسې معيارونه چې موږ په ګوتو کوو نو دخورو ورو احکامو په بڼه يې وايو. مګر احمدي صاحب دغه معيارونه په مثالونو باندې ويشتلې وو او ځای پر ځای يې مثالونه ورکول. د تلوسې په باب چې دی د يو فلم د دوه صحنو خاکه وړاندې کوي، فکر کوم  چې له تصويرونو او هغو فعاليتونو څخه يې اخيستې ده چې دی يې د تلويزيون په پرده ګوري. بيا د هغې خاکې پر بنياد د عابد د کيسې د تلوسې موازنه کوي چې هلته تلوسه څنګه غزيدلې وه. دوهمه صحنه چې تشريح کوي نو د فلم لوبغاري ميلې ته د تګ تياری نيسي، نو دغه وخت کې احمدي صاحب وايي چې ((زه يې ستړی نه کړم.)) نو لکه دی چې وايي ذوقونه مختلف دي، کيدای شي چې يو بل څوک ستړی کړي. خو احمدي صاحب د يوه هنرمند ليکوال له ديد نه د فلم صحنه ګوري چې کيدای شي ډېره ښه به يې ترسيم کړې وه.  د تلوسې د پيدا کولو په خاطر چې احمدي صاحب د عابد کيسې ته کوم پيل وښود، ډېر معقول او پر ځای و. ځکه چې اصل مسله د ده د پلار د مرګ او د ده اسکيرلی ژوند نه دی، اصلي مسله د ده واده کول دي . نو په دې بنا ويلای شو چې احمدي صاحب  چې  دکيسې کوم پيل ته اشاره وکړه ډيره  مناسبه  او په زړه پورې وه. همدا رنګه عابد ته هم مبارکي وايم. ډېره خوږه ژبه يې کارولې وه. ښايسته ښايسته جملې يې سره پيلې وې. د پيښور د محيط تمثيل او ورسره ورسره د هغه خاص ټيپ کسانو محاورې يې ډېرې خوندورې پکې راوستې وې. او تر ده زيات خوندوره د احمدي صاحب نقدي ليکنه وه. که چيرې احمدي صاحب په معاصرو کيسو دا رنګې نقد وکړي، او بيا يې د کتاب په شکل خپور کړي، زه باور لرم چې زموږ د هغو ځوانو ليکوالو له پاره چې کيسې  او ناولونه ليکي او يا يې د لوستلو ذوق لري، ډېر به ورته ګټور او په زړه پورې وي. همدا رنګه که په ناولونو هم نقدي مقالې وليکي او بيا يې په کتابي بڼه خپور کړي. دا به هم ډېر مرسته له لوستونکو سره وکړي.
د نثار صاحب له خبرو وروسته انجنير ستانه مير زهير ستيج ته راغی او ويې ويل:
د عابد کيسې خو ما له پخوانه هم لوستي دي او دا کيسه مې هم لوستې ده. احمدي صاحب هم په خپله مقاله کې راوړي دي چې موضوع ته يې له نوي زاويې څخه کتلي دي. دا خبره سل په سلو کې سمه ده. بعضې سوليدلي او کليشه يي مطالب په کې نه شته. د عابد په کيسو کې هميشه موضوع نوې وي. مخکې له دې چې په کيسه خبرې وکړم د احمدي صاحب خبرې ته راځم چې په کيسه کې تلوسه څومره ارزښت لري؟  په دې اړه که د (هزار و يک شب) داستان وګورئ، هلته بيا د تلوسې په ارزښت پوهيږئ . هلته پاچاته نوې واده کړې ښځه کيسه پيلوي او په داسې ځای يې ودوروي چې پاچا ته يې د اوريدو تنده پيدا شي. دا کيسه د تلوسې په زور يو زر او يو شپې اوږديږي.
 بله دا چې ماته يوه پوښتنه پيدا شوې ده. دلته غضنفر صاحب هم ناست دی. هغه دا چې دا کيسه څه شی دی. مانه دا موضوع خطا شوې ده. موږ چې کوم اثر ته لنډه کيسه  وايو، موږ ته د انګريزي د Short story  نه راغلی ده. چې يو ځانګړی چوکاټ لري. په دې اړه اجمل پسرلي هم يو په زړه پورې کتاب پښتو ته راژباړلی دی، چې ډېر ګټور دی. ټولو ځوانو کيسه ليکوالو ته په کار دي چې دا کتاب ولولي. ډېر ګټور دی. لنډه کيسه څنګه پيل ولري، څنګه د اوج نقطې ته ورسيږي، څنګه په کې تلوسه ګډه شي، او څنګه پای ولري. په دې ټولو شيانو په هغه کتاب کې رڼا اچول شوې ده.

يو پيښوری ليکوال يوه کيسه ليکي :
بهادر شاه او ستار شاه دوه ورونه وو، د ځمکې په سر يې لانجه راغله، يو راپورته شو بل يې وواژه، يو هديرې ته يوړل شو او بل يې جيل ته يوړل شو او ځمکه يو بل چاته پاتې شوه.
دې ته به موږ څنګه کيسه وايو؟  آيا دا هم د لنډو کيسو په چوکاټ کې راځي او که کوم بل نوم ورکولای شو. لکه دا اوس چې  عابد کومه ليکنه ولوستله. فقط يو خيال پلو دی. تر پايه په کې حرکت نه شته.  نو داسې ليکنې ته به څه وايو؟ که عابد ورته طنز وايي نو طنز هم انواعوې لرې. ژورنالستيک طنز، شعري طنز، داستاني طنز او يا ....
دا هغه خبرې دي چې تر اوسه ماته مجهولې دي. د ده په کيسه کې راوي نشته، کرکټر خپله راوي دی. کله چې سړی دا داستان لولي نو داسې فکر کوي چې کرکټر خپله عابد دی، عابد د ځان کيسه کوي. که چيرې عابد دا کرکټر لوبولی وی او د دې کرکټر کيسه يې کړې وه نو بيا به ډېره ښه راغلې وه. خو اوس برعکس عابد يو افغان دی او ځان يې د پيښوري په پوست کې ننه ايستی او د يوه پيښوري له زاويې نه موږ ته مخاطب دی. زه دلته هم يوه پوښتنه راولاړوم چې که يو ليکوال خپله داستان کې شامل وي  ښه راځي او که بل کرکټر ولوبوي، ښه به راشي؟ بل عابد په اته کلنۍ کې له کچي نه پيلې ته تللی دی، چې  پيښور کې پرنسيپ داسې دی چې په شپږ کلنۍ کې  بايد پيلې ته لاړ شي. دلته دا تناقص موجود دی.
بل دا کله چې کوم کيسه ليکوال د غزني يو کرکتر لوبوي، نو مجبور دی چې کرکټر په غزني چۍ ژبه وغږوي. که د جلال اباد کرکټر وي، بايد چې په جلال ابادۍ لهجه يې وغږوي. خو عابد افغان دی او په کيسه کې پيښورۍ لهجه کاروي.
استاد غضنفر يې په ځواب کې وويل چې عابد  هم پيښوری  کرکټر لوبولی دی.
زهير صاحب:  ما مخکې دوه پوښتنې مطرح کړې چې د راوي او کرکټر ژبه بايد مالومه شي.
کاروان: دلته يوازې راوي دی چې په عين حال کې کرکټر هم دی.
زهير صاحب: په هر صورت ماته سمه نه ښکاري.

اجمل ښکلي وويل:
د عابد کيسې ماته پيښور راياد کړ. خو د عابد دې کيسې ته سړی طنز ويلای شي او که نه؟ طنز د بيان طرز ته هم وايي ځکه دا يو ژانر نه شي کيدای. د يوناني ادب په استناد درې توکي ډېر ضروري دي. يو د سبک په پيژدنه کې موضوع ده. بل يې د بيان طرز دی او دريم يې هم تخنيک يا شکل دی. که موږ  په کلاسيک ادب کې د خوشحال بابا او ميزراخان انصاري په سبک کې توپير کوو نو د موضوع په لحاظ  هم توپير ته تميږو. په همدغه دوره کې د بيان طرز هم مهم دی. هغه وخت چې به غزل وليکل شو که تغزل به په کې نه هم و، نو خلکو به ورته غزل وايه. خو اوس خبره داسې نه ده. اوس چې په غزل کې تغزل نه وي، چوک ورته غزل نه وايي. همدارنګه که په آزاد شعر کې شعريت نه وي نو هم چوک ورته شعر نه وايي.
نن سبا رحمت شاه سايل هم يوه موضوع پالي، درويش درانی يې هم پالي، کاروان او زموږ نور نوموتي شاعران يې هم پالي. د بيان طرز هم له منځه وتی دی. يوازې د شکل او فورم بڼه پاتې ده چې موږ يې په ژانرو ويشلای شوو. طنز ته موږ يوازې د بيان طرز ويلای شوو. ژانر ورته نه شو ويلای. خو په کومو کيسو کې چې د طنز مالګه زياته وي، نو طنز ورته وايو.
د عابد طنز هم ژبنی طنز دی. يو چا وويل چې بايد عابد دا خبرې معياري کړې وې. که چيرې عابد علمي مقاله ليکله بيا په کار وو چې معياري خبرې يې کړې وې، خو دا هنري ليکنه ده په هنري ليکنو بيا محاوروي ژبه په کار ده چې عابد همداسې کړي دي. خو عابد هم په ځينو ځايونو کې خطاوتی دی. سړی داسې فکر نه کوي چې کرکټر دې مستري وي. د دې له پاره چې کيسه ډېره طبعي وګڼل شي، نو څو ځايه يې د تاييد په ډول ( کنه) کارولی دی او يا دا چې ( پته يې ولګي)  دا هغه وخت په کار وو چې کرکټر دويم ګړي ته کيسه کوله. دلته کرکټر له ځانه سره لګيا دی.
د احمدي صاحب ليکنه ډېره په زړه پورې او ګټوره وه. زموږ ځينې نقادان نقد ليکي، خو مثال ورکولو ته يې بيا ملا ماته وي. خو احمدي صاحب پريمانه مثالونه ورکړي وو.  خو ځينې بيلګې يې اوږدې وې  بايد چې دا بيلګې يې لنډې کړی وای.
بل  دا چې په پښتو کې د پوښتنې له پاره د (ايا) کارول سمه  خبره نه ده. په ليکنې بڼه که  موږ  پوښتنه مطرح کوو، نو د پوښتنې هماغه نښه چې ورسره لګي، کفايت کوي. د فشار ځای ولې آيا ته ورکړو.  که د دې ايا او تر څو نه تير شو نو ګټه به مو کړي  وي.
زهير صاحب: که پوښتنه په ليکلې بڼه نه وي او د راډيو له لارې وي نو اوريدونکی به څنګه پو شي؟
ښکلی: په وروستۍ کليمه چې فشار راوړل شي، اوريدونکی خپله پوهيږي..
لعل محمد نيازي وويل:
 زه خو د کيسې په جوړښت خبرې نه کوم، البته د دې استادانو په وړاندې يو څو پوښتنې مطرح کوم: يوه دا چې که چيرې موږ پښتو ليکو او د دري او يا کومې بلې ژبې لغات په کې ورننباسو، ورسره په قوس کې د هغه پښتو مانا ليکلای شو او که څنګه؟ لکه د عابد په کيسه کې بيټک، سونا، ډيماند او نور راغلي دي. دوهمه دا که د دې کيسې ښيګڼې او بد ګڼې د احمدي صاحب په څير تاسې هم  د بيلګو په توګه په ګوته کړئ نو ډېره ښه خبره به وي.
کاروان: احمدي صاحب يې ښيګڼې او بد ګڼې دواړه په ګوته کړې.
نيازی: خو احمد صاحب د بيلو ذوقونو خبره هم کړې ده، که تاسې يې د خپلو ذوقونو له زاويې نه په ګوته کړئ بده به نه وي.
اسدا لله واحدي وويل:
ماته د احمدي صاحب ليکنه د عابد تر کيسې ډېره خوندوره وه. زه د عابد صاحب د دوه پاڼو ليکنې  ستړی کړم خو د احمدي صاحب لس پاڼو هيڅ ستړی نه کړم. نيازي صاحب د لهجوي لغاتونو د مانا خبره وکړه. دا په هنري ليکنو کې نه وي په کار. په هنري ليکنه کې دې لهجوي لغات داسې  په جملو کې راوستل شي چې لوستونکی يې په مانا وپوهيږي. خو که په قوس کې ورته مانا وليکل شي دا نو بيا د نثر کمزوري ده. د احمدي صاحب د دې خبرې سره ماته سوال پيدا شو چې ادبيات په دوه ډوله دي. يو يې کلاسک ادبيات ياد کړل او بل هم معاصر. موږ فلکلوريک ادبيات هم لرو. زه نه پوهيږم چې احمدي صاحب فلکلوريک ادبيات هم په کلاسيک پورې تړي او که څنګه؟

صابر خان بې ريا وويل:
که يو څوک د عابد ليکنه د سر پګړۍ وبولي نو داحمدي صاحب  ليکنه يې بې له شکه په پګړۍ کې ګل دی. احمدي صاحب به تر دې ليکنې قوي ليکنې هم لري. خو ما چې څومره لوستي دي، تر دې ليکنې يې ما قوي ليکنه نه ده لوستې. يوه خبره يادول غواړم چې عابد په سر کې وويل چې طنز کره کتنې ته وړاندې کوم خو احمدي صاحب په کې طنز ته هيڅ اشاره نه وه کړې. بل دا چې عابد يو مستري نه قمارباز او چرسي جوړ کړی و. زه وايم چې که يو څوک له زده کړې نه محروم کيږي، او کسب ته مخه کوي، نو بيا دې ترې چرسي او قمارباز جوړيږي؟
نثار صاحب: عابد په مستري نه بلکې په هغه ټولې محلې نقد کړی دی چې دی په کې اوسيده.
ډاکټر محب الله زغم وويل:
فکر کوم عابد له موږ سره چل وکړ چې خپله ليکنه يې د کيسې په نوم نه بلکې د طنز په نوم په موږ واوروله او دا د دې له پاره چې له سختو نيوکو ځان بچ کړي.  زهير صاحب د کرکټر او راوي په ژبه پوښتنې مطرح کړې چې د دې ليکنې راوي اولګړی دی يعنې متکلم دی. د احمدي صاحب ليکنه هم ډېره په زړه پورې وه. خوښه مې شوه. خو د دې خبرې سره يې زه نه يم موافق چې وايي ژبه يې بايد داسې نه وه کارول شوې. دا د اولګړي  راوي ژبه ده ليکوال په کې وچ په وچه خپله ژبه نه شي ورننه ايستلای. ځکه چې د راوي په لهجه کې د هغه کرکټر او شخصيت تشريح شوی دی. په کوم ځای کې مې د استاد غضنفر يوه ليکنه لوستې وه چې ليکلي يې وو چې يوه کيسه تلوسه ونه لري نو کيسه ورته نه شو ويلای.  او چې پيل يې د پای سره داسې يو بدلون رامنځته نه کړي چې لوستونکې ګوته په غاښ کړي، بيا هم کيسه نه ده. د عابد په کيسه کې هم بدلون  نه دی راغلی، له پيله تر پايه ټول په خيال کې ليکل شوې. کوم عملي اقدام په کې نه دی شوی، کوم خوځښت په کې نه تر سترګو کيږي. دې ته هم کيسه ويلای شوو؟

پيرمحمد کاروان وويل:
د عابد دغه کيسه ما په پيښور کې لوستې وه او اوس مې بيا هم ولوسته او ډېر خوند مې ترې واخيست. له دې خبرې نه به تير شو چې دا کيسه ده او که نه. کيدای شي کيسه نه وي. په کيسه کې پيښې وي، ټکر وي او داسې نور... دا شيان خو په کې نه شته. خو يو ځوان له خپل ځان سره په کشمکش کې دی. خو بيا هم کيسه ييز رنګ په کې شته دی. په کيسو کې داسې هم کيدای شي چې يو کرکټر له ټولنې سره مخامخ وي. له طبعيت سره مخامخ وي او يا هم له خپل ځان سره مخامخ وي. خو دغه ليکنه زما د پاره ډېره خوندوره ده او د لذت نه ډکه ليکنه ده. يو فرانسوي ليکوال وايې چې هره هنري ليکنه چې که هغه شعر وي او که نثر د يوې ميوې حيثيت لري. ميوه خلک د خوند له پاره خوري، خو په دې ميوه کې غذايت هم موجود وي. يعنې ويټامينونه هم په کې شته او پروټين هم په کې شته. چې دا هر څه د وجود ضرورت وي. نو ماته تر هر څه د مخه د هنري اثر نه لذت اخيستل مهم دي. د عابد په دې ليکنه کې فوق العاده لذت موجود دی. دلته چې عابد کومه کيسه کوي، دا د ده خپل خيال نه دی. د يوه پيښوري په پوست کې ننوتی دی او د هغه له زاويې نه غږيږي.  د يوه يتيم او مظلوم  چې د پيښور د محلو د بې لارو ځوانانو سيوری پرې خپور دی د هغه له ديد نه موږ ته مخاطب دی. په کوم انداز چې دا کرکټر موږ ته عابد راښوولی دی، ډېر کمال يې کړی دی.
تر څنګ يې د احمدي صاحب نقديه ليکنه ده چې د کيسې تلوسه يې ډېره ښه په کې  تشريح کړې ده. ډېره په زړه پورې او زبردسته ليکنه يې کړې ده.  او د عابد دغه ليکنه چې د يوه کرکټر يو لوی ارمان يې ډېر ښکلی را اخيستی. دا که پيښورۍ ژبه ده او که اردو او انګريزي په کې ګډه ده. دا ډېره صادقانه راغلې ده. ځکه د کوم کرکټر له پوست نه چې دی مخاطب دی هغه همدا رنګه ژبه استعمالوي. نو عابد د همغې محلې دا ښکلې محاورې را اخيستي دي. که چيرې په کې عابد تصرف کړی و، فکر کوم بيا به يې ژبه ډېره مصنوعي راغلې وه. اوس يې ژبه ډېره طبعي ده عابد او احمدي صاحب دواړو ته مبارکي وايم.

استاد اسدالله غضنفر وويل:
که چيرې تاسې سره يو ه کمره وي او د دې تعمير عکس اخلئ. د هر عکس اخيستو سره به د کمرې ليدلوری بدل نه کړئ؟  ضرور به يې بدلوئ. د عابد  دا داستان هم  دا کمال لري. زموږ د پښتو اکثره داستانونه بيا دا کمال نه لري. بايد سړی ليدلوری بدل کړي. هر څوک چې داستان ليکي نو د ليکوال خبري نه وي، د راوي خبري وي. دا د عابد خبرې نه وې، د يوه راوي خبرې دي. هر داستان بيل راوي لري. يوازې د سبک خبره نه ده په دې داستان کې يو هلک دی چې يتيم پاتې شوی دی.، له مکتب نه ايستل شوی دی. د پيښور په محيط کې رالوی شوی دی. بيا په چرسو، قمار او نورو کيسو روږدی شوی دی. تاسې د دې راوي خبرې واورئ،. د ده افکار هم دغسې دي. د چرسو سره تعلق لري، نو خبرې هم خيالي کوي. واده به کوم او بيا به په واده کې پيسې هم ټولوم. دا ګوره بې منطقه طنز نه دی. دا په کې بيا هنر دی. د کرکټر نورې خبرې هم داسې دي. يو ځای وايي چې ( بس دا به د خدای رضا وه) يعنې دا چې خپل فکر نه کوي هر څه  خدای  ته سپاري. يو سړی چې دغسې فکر کوي نو دينا ته هم په همداسې نظر ګوري. اصلاً د داستاني ادبياتو کمال دا وي چې د راوي ليدلوری پکې بدليږي. که دغه سړی باسواده وای ژبه يې بايد بل رقم وه. که په جلال اباد کې وای بيا هم بله ژبه په کار وه. که يتيم او غريب نه وای  او سرمايه دار وای ژبه يې بايد بل رقم وه.  زموږ شاعري هم بايد هم داسې وي. خو برعکس زموږ شاعري نه مکان لري او نه زمان. د مکان له پاره موږ يو ګودر لرلو چې هغه هم دومره زيات تکرار شوی دی چې  اوس پرې د يوه قراردادي ځای ګمان کيږي. په شعر کې د شاعر يوه معشوقه وي چې ظالمه وي، بې رحمه وي، خپل عاشق ځوروي او نور.... زموږ د اکثرو شاعرانو معشوقې همداسې وي. زموږ شاعري دا ستونزه لري. سړی نه پوهيږي چې دا د پښتو يو شاعر دی او که بيل بيل شاعران لري. ځکه د اکثرو متحوا يوه وي. ټول له خپلو معشوقو نه سر ټکوي. د ټولو معشوقې په دنيا کې ساری نه لري او نور.... خو په نور دينا کې بيا داسې نه ده. هلته د شاعر د شعر ليدلوری هم بدليږي.  يو پروفيسر به شاعر وي، خو د يوه دهقان له زاويې نه به شعر وايي. بل به يې مستري وي،  خو شعر به د يوه فيلسوف له ليدلوري وايي.
زه د عابد د کيسې طرفداري کوم. البته په کيسه کې يې چنج نه و. ټوله کيسه په خيال کې وه. د يوه حالت نه بل حالت ته نه راځي. مګر دا ډېر پر ځای خيال و. ارسطو وايي چې (ښايست تناسب ته وايي) څوک چې کور جوړوي، نو که يوه کوټه څلور په پنځه متره کې جوړوي نو ضرور به بله کوټه پنځه پر شپږو مترو جوړوي. همدا تناسب کور ښايسته کوي. که د يوه انسان پښې يو متر وي او ملا يې شل سانتي متره وي، نو دا انسان به ډېر بدرنګ مالوم شي، ځکه د پښو او ملا تر منځه يې تناسب سم نه دی. خو که د پښو او ملا تناسب سره جوړ وي، د انسان په قد کې يوه ښايست رامنځته کوي. د عابد په کيسه کې دا تناسب موجود و. لهجه يې د دغه سړي له محيط سره تناسب لري. د افکارو سويه يې له شحصيت سره تناسب لري. همدې تناسباتو په کې هنر پيدا کړی دی. البته په دې بحث کې تاسې د احمدي صاحب ليکنې باندې هم بحث وکړ. واقعاً ډېره اوچته ليکنه يې کړې وه. لکه څنګه چې دوی وويل چی په ځينو مواردو کې به يو په يو نظر وي او بل په بل. ښکلي صاحب  يادونه وکړه چې زموږ کره کتونکي مثالونه نه ورکوي، خو د احمدي صاحب په ليکنه کې مثالونه ډېر و. واقعاً ډېر ښه مثالونه يې راوړي وو. لکه څنګه چې احمدي صاحب د کيسې پيل ته اشاره وکړه چې بايد له دغه ځايه پيل شوې وه. زموږ ډېر ليکوال له دې ستونزې سره مخ دي. له کوم ځايه چې بايد پيل شي داسې نه کوي. زموږ د مقالو هم دا حال دی. که يو څوک په انتخاباتو ليکنه کوي، نو پيل به يې داسې کوي:
اوس د ديموکراسۍ دور دی. ديموکراسي  يوناني لغات دی چې د دوو کلمو څخه جوړ دی. يوه ته يې ديمو وايي او بل ته يې کراسي. بيا به نو په اخر کې وايي چې د انتخابات دې شي ته وايي.
زموږ د اکثرو افغانانو ليکنې همداسې وي. تيره ورځ مې د علومو اکاډمۍ ( کابل مجله) کتله ټولې ليکنې په کې همداسې وې. خو د عابد د دې کيسې پيل ته چې احمدي صاحب کومې جملې ټاکلې وې، ډېرې پر ځای او ما له پاره ډېرې جالبې وې..
جيلانې جلان وويل:
 عابدپه دې کيسه کې هنرمند ته ډم ويلی دی. که يو شاعر او ليکوال هنرمندان و  ته ډمان ووايي، بيا خو زموږ کليوال خلک دا حق لري چې شاعر ته هم ډم ووايي.
د جلان له خبرو نه پس عابد ته بلنه ورکړل شوه چې خپل نظر څرګند کړي:
عابد: اول بيا د جلان صاحب خبرې ته ځواب ورکړم. دا خبرې زما خپلې خبرې نه دي، زه يې د يو پيښوري له زاويې کوم.
جلان: تاسې کولای شول چې د ډمانو پر ځای مو هنرمندان ليکلي وو.
عابد: داسې ما له قصده نه دي کړي. ځکه چې په هغه ټولنه کې ډم ته  څوک هنرمند نه وايي او نه د هنرمند اصطلاح هلته شته. خو ستا د دې خبرې سره ماته ٩ کاله  مخکې يوه خاطره راياده شوه. هغه وخت په پيښور کې استاد غضنفر د (داستانونه)  په نوم مجله چلووله .دا کيسه چې په دا کيسه چې په داستانونه کې خپره شوه نو زما د تره د ځوی لاس ته روغلې وه. کيسه يې چې څنګه لوستې وه نو د ټکه راپسې کورته راغی او سترګې يې راباندې را و ايستې. ويل يې احمقه داسې ليکل د چاپ کولو دي چې تا چاپ کړي دي، او بيا دې پرې غټ ليکلي دي چې ليکوال بازمحمد عابد.
هغه ته ما يوازې يو موسکا کړې وه. ځکه چې له هغه نه دا تمه کيدای شوه. خو د جلان غوندې يو هنرمند شاعر داسې نيوکه کوي، زه يې پر ځای نه ګڼم.
جلان: زه هم دا حق لرم چې څوک دلته څه نقد ته وړاندې کړي او زه پرې هم نقد وکړم. تا هنرمند ته ډم ويلي چې داسې نه وو په کار.
عابد: ته دا حق لرې خو دا زما خبره نه ده. دا د هغې ټولنې نه راوتلې د يو کرکټر د خولې د خبره ده چې هنرمند د ډم په نوم پيژني.
اوس به دې ته راشم چې زما ليکنه تاسې څنګه و ارزوله. ستاسې له نظرونو چې ما کو تاثر واخيست، ډېر خوند يې راکړ. ما له پاره ستاسې خبرې دومره خوندروې وې چې زه يې په خپله ليکنه ډاډه کړم. که دا زما ليکنه هيڅ هم نه وي، احمدي صاحب ته يې پرې لس پاڼې ليکل ورکړي دي. د احمدي صاحب نقد بيخي پر ځای و. ډېر زحمت يې پرې ايستلی و، خدای دې اجر ورکړي. زهير صاحب چې پرې د کيسه ليکنې د ميتود له مخې وکړې، زه يې ورسره منم چې په ټوله مانا به  کيسه به نه وي. هر څه چې يې تاسې بولۍ ماته منظوره ده او هر څه چې ماليکلي وو، تاسې ته منظور شول. دا د افتخار ځای دی. جلان صاحب  دې نه خپه کيږي، زه د ده په نقد کولو نه يم خپه شوی. زه بيا هم وايم چې ما کوم کرکټر لوبولو هغه د داسې يوې محلې دی چې هنرمند ته په کې ډم وي. او که چيرې ما بيا هم ورته کرکټر لوبولو نو بيا به هم په کې زه خپل تاثرات او خپله ژبه نه ورګډوم د هماغې کرکټر په ژبه به غږيږم.
د عابد له خبرو وروسته وروسته د نقد برخه پای ته ورسيده. يوه آزاده مشاعره پيل شوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل. په غوندې کې تر ١٢٠ تنو پورې شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.