کاروان انستتيوت د افغان ادبي بهير د غونډو له پاره ځکه مناسب ځای دی چې د ښار په مرکزي برخه کې دی. ټول دوستان کولای چې په لوکل ( ليني) موټرو کې ورته په کمه کرايه ځانونه راورسوي. د بهير غونډې به تر هغې پورې په همدې انستتيوت کې دوام ومومي، څو پورې چې د يوې مستقلې حويلۍ څښتن نه شي. بهيروال په دې کوښښ کې دي چې افغان ادبي بهير ته د مخلصو افغانانو، ملي تجارانو، فرهنګپالو افغانانو چې د دنيا په هر کنج کې اوسيږي، پام راواړوې او اړيکې ورسره ونيسي چې بهير د دې بې کورۍ څخه و ژغوري. له دوستانو څخه هيله کيږي چې په دې برخه کې خپلې مرستې له بهيروالو ونه سپموي.

دوستانو کولای شي چې په ازادنه ډول د بهير په غونډو کې ګډون وکړي. د يادونې وړ ده چې د ښکاره شوي بلډينګ په دريم پوړ کې د به د بهير غونډې کيږي چې لاره يې د بلډينګ شاته يعنې د تعمير جنوبي خواته ده.