د غونډې وياند حسن المبارک و او راپور يې منصور احمد نيکمل ليکه. دتيرې غونډې د راپور اورولو نه وروسته عبدالهادي حيران يوه مالوماتي ليکنه چې د لنډې کيسې په هکله يې کړې وه، کره کتنې ته وړامدې کړه چې نورالحبيب نثار، نور محمد لاهو او استاد شپون پرې مفصلې خبرې وکړې. ورپسې يوه ازاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې شعرونه وويل. په غونډه کې پريکړه وشوه چې بهير به خپلې غونډې سر له راتلوونکې غونډې په ( کاروان انستتيوت) کې کوي. کاروان انستتيوت چې د کابل په قوه مرکز کې په واقع دی د بهير د غونډو له پاره مناسب ځای وګڼل وشو چې تر هغې به بهير په همدې مرکز کې غونډې کوي، څو پورې چې يې خپل مستقل او ازاد ځای نه وي پيدا کړی. بهيروال په کوښښ کې دي چې د خپلې حويلۍ درلودلو امکان پيدا کړي. بهيروال له ټولو فرهنګيانو او فرهنګپالو څخه هيله لري چې په دې برخه کې مرسته وکړي. څو بهير د در به درۍ او هواره ګۍ څخه راوباسي.
راتلوونکې غونډه چې په کاروان انستتيوت کې به کيږي، کاروان صاحب به خپله لنډه کيسه کره کتنې ته راوړي.