دا کتاب د هغو دولسو کتابونو په شمول د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالحليم فدايي د مڼې ګل د مشاعرې په وياړ خپور کړی دی. په دې کتاب کې چې کومې ليکنې راغلي دي عنوانونه يې په دې ډول دي:
١- ته دعا کړه زه آمين کړم،د سيد شاه سعود پر شعري ټولګه ليکنه.
٢- پسرلی د نۍ په کوڅه کې، داستاد پسرلي پر شعري ټولګه ليکنه.
٣- شپون د شوخ ماشومتوب او ځوان بغاوت ليکوال، په شپون صاحب ليکنه.
٤- دا سړی نقاد دی، په استاد لطيف بهاند ليکنه.
٥- د قمرګلې سلګۍ، په نوموړې سندرغاړې ليکنه.
٦- په ناورين پسې ناورين، د درويش دراني پر منظومو ليکنه.
٧- د سليمان لايق د شعر غمي، په لايق صاحب ليکنه.
٨- ګيتانجلي، د خواږه درد، مينې او ښکلا سندرې. د رابندرناتهـ ټاګور پر کتاب ليکنه.
٩- پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې، د علم ګل سحر پر شعري ټولګه ليکنه.
١٠- له عابد نه مې باز ډېر خوښيږي، د عابد پرشعري ټولګه ليکنه.
١١- نن د جانان د در زنځير شرنګوم، د سيد شاه سعود پر شعري ټولګه ليکنه.
١٢- د ارغوانونو د چم يوه څانګه، د نورالحبيب نثار پر شعري ټولګه ليکنه.
١٣- مينه د ټولو مينانو مبارک شه، د نصر احمد احمدي پر يوه کيسه ليکنه.
١٤- زيری مې درباندې، د مصطفی سالک پر شعري ټولګه ليکنه.
١٥- د سيايل همزولې ښاپېرۍ، د رحمت شاه سايل د شاعرۍ جاج.
١٦- سترګې مو روښانه، د صفيه حليم پر داستاني ټولګه ليکنه.
١٧- د ردوکي د شعرونو د رود زرينې څپې، د فارسي ژبې کلاسيک شاعر رودکي باندې ليکنه.
خبرتياوې