دا ځل په افغان ادبي بهير کې د بيلې لارې ليکوال انور وفا سمندر په ليکنه بحث وشو. د وفا صاحب په اسدالله وحيدي، نورالله ليونخيل، عصمت قانع، علم ګل سحر، پير محمد کاروان او .... خپل نظرونه څرګند کړل. د دې غونډې مشرصديق الله ذهين او ميلمه يې احسان الله درويش و. د تيرې غونډې رپوټ منصور احمد نيکمل ولوست او د غونډې وياند حسن المبارک و. دا غونډه چې د ١٣٨٨ل کال د غويي د مياشتې په دريمه نيټه تر سره شوه. د پروان مينې د يار موسسې په حويلۍ جوړه شوې وه. د يادونې وړ ده چې راتلونکې غونډې به د پروان مينې د بادام باغ پر سرک د باغ بالا تر غونډې لاندې د يار په خصوصي ښوونځي کې جوړيږي.
دا غونډه چې ماسپښين دوه نيمې بجې پيل شوې وه مازيګر ٥ بجې پای ته ورسيده. په غونډه کې په لسګونو شاعرانو خپل شعرونه واورول او ګډونوال يې تر اتيا تنو پورې رسيدل. دلته د غونډې څو انځورونه کتلای شئ.
وفا سمندر خپله ليکنه اوروي
د بهير د ګډونوالو يوه څنډه
مبارک، وفا سمندر او صديق الله زهين
يوسف ابراهيمي، عابد، وفا سمندر او صديق الله ذهين
پير محمد کاروان
عصمت قانع
علم ګل سحر
صديق الله ذهين
فدايي
سردارولي څرک
محبوب الله محبوب
صفي الله
حسن المبارک