07.04.2009
- baz
ګران ورور عزت الله اديب چې دا څووم ځل دی بلاګ ته د هيواد له بيلابيلو سيمو څخه ستاسې له پاره انځورونه راليږي، دا دی دا ځل يې د هرات د ښکلي او تاريخي ولايت ځينې انځورونو يې د يوې ليکنې سره راليږلي دي. دا دی د هغه راليږلي انځورونه د هغه د ليکنې سره خپروم. له اديب صاحب مننه کوم او تاسې درانه ليدونکي دمالوماتو لوستلو او انځورونو ليدلو ته رابولم. ستاسې ورور عابدهرات ولايت د افغانستان يو له ښاېسته او پر مخ تلليو ولاياتو څخه شميرل کيږي او دا ولايت د تاريخ له اړخه هم ډير ارزښت لري. په دې ولايت...
12.04.2009
- baz
دافغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٨ل کال د وري په ١٩ نيټه د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې ماسپښين دوه نيمې بجې پيل شوه. د غونډې رييس صابرخان بې ريا او ميلمه يې قرآنمل صاحب و. د غونډې وياند حسن المارک و او ريپورټ يې منصور احمد نيکمل ليکه. په غونډه کې تر تلاوت وروسته صفي الله خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې بهيروالو ورته نيکې مشورې ورکړې. ورپسې يوه آزاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل. غونډې ته له کنړ ولايت څخه راغليو يارانو بهيروالو ته د...