هرات ولايت د افغانستان يو له ښاېسته او پر مخ تلليو ولاياتو څخه شميرل کيږي او دا ولايت د تاريخ له اړخه هم ډير ارزښت لري. په دې ولايت کې اوس د بيا رغونې کارونه په درز کې روان دې او تر اوسه په دې ولايت کې ډير کارونه شوي دي چې د هغو له جملې څخه د ولايت په وړ سيمو کې د پارکونو جوړول، سړکونو او کوڅو پخول او همداسې نور شامل دي. خو په ډيره خواشيني سره بايد اووايم چې ددې ولايت اوسيدونکې ډير د پردي کلتور ښکار شوي دي د مثا ل په توګه د خلکو د خبرو لهجه او لباس خو پريږده چې ان په ادب يې هم د پوره اغيزې لاندې راغلي دي ( د فوتوکاپي پر ځای فتوکپي ليکي ) بهر حال... کله چې د جمعې ورځ شي ددې ولايت ډيری وګړي د خپل د کور د غړيو سره د چکر او سيل لپاره نژدې پارکونو ته ځې او ميلې کوي کله چې زه د جمعې په ورځ ددې ولايت يو پارک ته لاړم نو اومې ليدل چې د پارک په هره ګوښه کې د يو فاميل غړي سره راټول شوي دي او واړه ماشومان دي چې د پارک دزانګوګانو، اوبو ډنډونو او د لوبو د ميدانونو نه خوند اخلي او نور ځوانان چې ملګري ډله ډله سره راټول شوي دي او د پارګ په مناسبو ځايونو کې سره ناست دي د ټايپ او چايو سره سره د چيلم نه هم غوړ لوګې پورته کوي او د ټوکو ټکالو په کولو سره يې خولې له خندا څخه نه راټوليږې. ما هم غوښتل چې د پارک په هر ګوټ کې وګرځيږم او خوند ترې واخلم چې د همدې پارک د يوې جګې غونډی په سر يوه تعمير ته د ختلو په وخت کې مې يو ځوان وليد چې دی هم حيرانه ولاړ دې او خلکو ته ګوري را ګوري ورغللم او جوړ تازه مې ورسره وکړل او د پارک د ميملستون تر څنګ مو سره يو دوه انځورنه هم وکښل داسې ښکاريده لکه دا ځوان مسافر وي. د تللو پر مهال يې مخ راواړاوو او زياته يې کړه چې ته بيا په دې انځورونو څه کوې ويل مې دا غواړم له ځان سره د ياداښت په شکل وساتم او که ستا په کار وي نو بيا يې په ټول افغان کې د باز محمد عابد صيب په بلاګ کې ګوره.
خو کله چې ددې پارک نه نژدې بل پارک (باغ ملت) ته لاړم دا پارک هم په همغه شکل له خلکو ډک و زه هم پکښې يواځې وګرځيدم را وګرځيدم چې د راوتلو پر مهال مې سترګې په يوه تعمير(منظر جهاد) ولږيدې چې ډير ښه يې جوړ کړی و خو دې تعمير ته د ورتلو په هڅه کې شولم کله چې ورنژدې شولم او د ننوتلو په خاطر مې دروازه زور کړه کوم چا را نارې کړې چې (اجازه نيي) ودريدم او هر خواته مې وکتل چې اخر مې په يوه سپين ګيري سړي سترګې ولږيدې ور غږ مې کړو چې رانژدې شو نو د سلام او ستړې مشي کولو نه مې وروسته دې تعمير ته د ننوتو اجازه تر وغوښتله کور دې ودان وي دا چې لا رسمي پرانسته يې هم نه وه شوې خو ماته يې د ننوتلو اجازه راکړله. دا تعمير چې د سنګي مر مر په تيږو پوښل شوې وي او په هره تيږه د 3 شهيدانو نومونه او لنډ تاريخ ليکلای شوي وو. دتعمير د ننه او بهر پکسښې رنګا رنګ هغه اسلحې ايښودل شوې وې چې د مجاهدينو او دولت لخوا په يو بل استعمال شوې وي او په بله خونه کې يې د هرات په ولايت کې د شويو پيښو انځورنه او کاپي جوړې کړې وې، په بله خونه کې د مختلفو ولايتونو د شهيدانو انځورونه اويزان وو. ددې نه لږ مخکې يوه وړه بله خونه د تاريخ او يادداښت ليکلو لپاره ځانګړې شوي وه چې ما هم خپل يادښت پکښې وليکه او د خپل وس سره سم مې پو څه نغده مرسته ورسره وکړه چې د راوتلو پر مهال هغه سپين ګيره کی ډير خوښ معلوميده او غوښتنه يې وکړه که د خپل ولايت کلي او يا کور د شهيد يو انځور سره له نوم او لنډ تاريخ نو ډير به مو منندوی يو. دا تعمير چې پوره نو م يې منظر جهان و موزيم نظامي ښودل شوې وه رښتيا چې په ډيره خواري او مهارت سره جوړ شوې وو او خاص مطلب يې ځوان نسل ته عبرت په ګوته شوی وو.

عزت الله اديب









