دافغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٨ل کال د وري په ١٩ نيټه د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې ماسپښين دوه نيمې بجې پيل شوه. د غونډې رييس صابرخان بې ريا او ميلمه يې قرآنمل صاحب و. د غونډې وياند حسن المارک و او ريپورټ يې منصور احمد نيکمل ليکه. په غونډه کې تر تلاوت وروسته صفي الله خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې بهيروالو ورته نيکې مشورې ورکړې. ورپسې يوه آزاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل. غونډې ته له کنړ ولايت څخه راغليو يارانو بهيروالو ته د کنړ سيند مشاعرې بلنه راوړې وه چې د ايدريس غروال له خوا له ستيج څخه اعلان شوه. د کنړ سيند مشاعره چې په د وري په ٢٧ نيټه به د کنړ په مرکز کې جوړيږي، هغه بهير وال چې مشاعرې ته تلوونکي وي، کولای شي چې د چهارشنبې په ورځ له دولسو بجو څخه تر يوې بجې پورې د يار موسسه يا د بهير حويلۍ ته ځانونه ورسوي. د بهيروالو ته د موټرو او په کنړ کې د ميلمه پالنې بند و بست شوې . د بهير له حويلۍ نه به پوره يوه بجه موټر د کنړ په لور حرکت کوي. د يادونې وړ ده چې په کنړ کې د پنجشنې شپه د غزل د شپې په نوم نومول شوې ده چې په مشاعرې برسيره به د موسيقۍ پروګرام هم په کې وي.
علم ګل سحر، عزت الله ځواب او خوشحال خليل
نظامي صاحب، نعمت الله کرياب، ايدريس غروال او ډاکټر صاحب
صفي الله غزل کره کتنې ته وړاندې کوي.
شاداب صاحب له خواږه ترنم نه وروسته
غروال صاحب بهيروالو ته د کنړ سيند مشاعرې بلنه ورکوي.
نظامي صاحب د شعر اورولو په حال کې
عزت الله ځواب شعر وايي.
سيد جيلاني جلان
هارون پرهر
شفيع الله تاند
حسن المبارک
ظاهر شکيب، نعمت الله کرياب، ايدريس غروال، عابد، شاداب، نظامي، تاند او ملاتړ صاحب