راپورونه
په ميدان وردګو کې د سولې مشاعره
له سږنۍ روژې نه پوره دوه اونۍ د مخه د ميدان وردګو والي او فرهنګي شخصيت ښاغلي حليم فدايي د بهير غونډې ته تشريف راوړ اود هيواد د مختلفو ولاياتو شاعرانو ته چې په کابل کې ميشت دي بلنه ورکړه چې د سولې په نوم يوه مشاعره به د ميدان وردګو په ولايت کې ستاسې په مرسته جوړوي. کابل ميشتو شاعرانو د والي صاحب بلنه په ورينو تنديو ومنله خو ډېر ژر د روژې مبارکه مياشت راغله او دا خبره سړه غوندې شوه. زه چې د اختر له رخصتيو نه راوګرځيدم نو په ړومبۍ هفته کې د حفيظ الله غښتلي واده و چې د ډېرو يارانو په
د افغان ادبي بهير د غونډې لنډ راپور
د افغان ادبي بهير د ١٣٨٧ کال د وږي په ٢٩ نيټه چې د ٢٠٠٨ کال د سپتمبر د ١٩ نيټې سره برابره وه د پروان مينې په يار موسسه کې سهار ٩ بجې وفي الله د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پرانيسته. د غونډې رييس عاشق الله غريب و او ميلمه يې ثبات صاحب و چې د کوربه په توګه يې ورسره استاد سعدالدين شپون حضور درلود. د غوندې وياند محمددين همدرد و. د تيرې غونډې راپور مشعل خټګر وړاندې کړ. په غونډه کې ړومبی د اسدالله واحدی په کيسه کره کتنه وشوه او بيا وکيل سوله مل شينواري د پښتو سين
په قلم ټولنه کې د کيسو ماښام
د روژې شلم ماښامی د قلم نړيوالې ټولنې د کيسو د ماښام سره نومولی و. په دې ماښامي کې ورسره د کيسه ډايجست چلوونکي محبوب الله محبوب هم پوره ونډه اخيستې وه. دا ماښام چې د وکيل سوله مل شينواري په وړانديز جوړ شوی و، تر دې د مخه يې ساری نه و. دې ماښام ته د پښتو ژبې لوی لوی کيسه مار راغلي وو او په خپلو کيسو ويلو سره يې دا ماښام نور هم رنګين کړ. د دې ناستې رياست ښاغلي زرين انځور کاوه او ميلمه يې وکيل سوله مل شينواری و. د غونډې پرانيستنه د قلم ټولنې رييس الحاج محمد حسن حسام په خوږوالفاضو وکړه ا
د افغان ادبي بهير لنډ راپور
دافغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٧ل کال چې د ٢٠٠٨م کال د ستمبر د مياشتې ٥ نيټه د کابل په پروان مينه کې د د نادريې ليسې ته څيلمه د يار په موسسه کې سهار ٩ بجې د قرآن کريم په څو مبارکو آياتونو پيل شوه. چې په سر د عابد اکمل په شهادت بهيروالو ژوره خواخوږي ښکاره کړه، شهيدته د الله تعالی نه بهتر جنتونه وغوښتل شول او کورنۍ ته يې جميل صبر.د غونډې مشر علم ګل سحر و او وياند يې محمد دين همدرد و. په غونډه کې د ثناالله ملکزي په ليکنه (بې برخې پښتانه) باندې کره کتنه وشوه چې استاد اسدالله غضنفر پرې
د افغان ادبي بهير د غونډې لنډ راپور
افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ م کال د غبرګولي په ١٧ نيټه چې د ٢٠٠٨ م کال د ٦ نيټې سره برابره وه، د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پيل شوه. د غونډې رييس له ډنمارک نه راغلی ميلمه فرهنګپال مير عرب شاه چمتو و او ميلمانه يې د ننګرهار د پوهنتون رييس استاد امانزی او له پراګ څخه راغلی تکړه ژورنالست عصمت څاروان وو. د غونډې وياند هارون حکيمي و او دتيرې غونډې راپور نورګل شفق د کره کتنې له پاره وړاندې کړو. ورپسې له اجنډا سره سم د سميه
د کال د ستر شخصيت په وياړ غونډه
د ١٣٨٦ کال په وروستيو کې د آزادۍ راډيو د کال د غوره شخصيت په اړه ديوې عمومي نظرپوښتنې په ترڅ کې د افغان ولس د اکثريت رايو او نظرونو پر بنسټ د ننګرهار والي او د بيا رغونې اتل ګل اغا شيرزی د کال د غوره شخصيت په توګه انتخاب شوی و، د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ خونې د ١٣٨٧ کال د جوزا په ١٣ نيټه يې په وياړ يوه لويه غونډه په کابل کې کانټينينټال هوټل ته رابللې وه چې شمير يې دوه سلګونو رسيده. دې درنې غونډې ته د کابينې څو تنه وزيران، د وزارتونو معينان، د ولسي جرګې او مشران
د افغان ادبي بهير لنډ راپور
افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ل کال د غبرګولي په ٣ نيټه چې ٢٠٠٨ م کال د ٢٣ نيټې سره برابره وه، په پروان مينه کې د نادريې ليسې تر څنګه د يار موسسه کې د جمعې په ورځ ماسپښين درې بجې په تلاوت پيل شوه. د غونډې رييس استاد سعدالدين شپون او ميلمنه يې شازيه افغان وه. د تيرې غونډې راپور رحمت صاحب وکړ او وياند يې هارون حکيمي و. اسمعيل څپه خپل طنز د کره کتنې له پاره وړاندې کړ چې ښيګڼې او بدګڼې يې ورته په ګوته کړای شوې. ورپسې يوه آزاده مشاعره شوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل ش
د افغان ادبي بهير د غونډې لنډ راپور
افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ ش کال غويي د مياشتې په ٢٧ نيټه چې د ٢٠٠٨ م کال د مۍ د ١٦ نيټې سره برابره وه، په پروان مينه کې د نادريې ليسې تر شاه د يار په موسسه کې ماسپښين درې بجې په تلاوت پرانيستل شوه. د غونډې ريس عزيز تحريک و او ميلمه يې صابرخان ثبات و. وياند يې جاويد احمد اوربل او د تيرې غونډې راپور عبدالواسيع رحمت واوراوه. په راپور له نقد وروسته عصمت قانع خپله لنډه کيسه ( د لاس کرښه) په نوم کره کتنې ته وړاندې کړه چې دوستانو يې ښې ګڼې او بدګڼې په ښنه کړې. تر کر
په بهير کې د استاد زيار په ليکلارښود بحث
بحث کوونکی: استاد نجيب منلید يادونې وړ ده چې دا بحث د ١٣٨٦ کال د تلې د مياشتې په ٢٨ نيټه افغان ادبي بهير کې شوی و . استاد منلي د استاد زيار په ((ليکلارښود)) بحث له بهير والو سره شريک کړی و او په هماغې اونۍ کې ما له کسټ نه را ايستلی و. استاد منلي ته مې د يو ځل کتو له پاره ليږلی و او اوس يې ستاسې پر وړاندې په ليکه کوم. استاد منلي دا کتاب ځکه د بحث له پاره غوره کړی و چې دا د ډېر ارزښت وړ دی او په ځانګړې توګه ځوانان ليکوال يې بايد ولولي او ځانونه ورباندې پوه کړي.&
د افغان ادبي بهير د يوې غونډې بشپړ راپور
د غونډې مشر او ويناوال: ډاکټر استاد لطيف بهاندد غونډې ميلمه: رحمت الله ځواکمنتلاوت: قدرت الله جلالزیموضوع: د استاد لطيف بهاند ويناځای: د نادريې ليسې تر څنګ د يار موسسهنيټه: د ١٣٨٧ کال د وري ٣٠ نيټه/ د ٢٠٠٨ کال د اپريل ١٨ نيټهاستاد شپون د کوربه په حيث استاد بهاند ته تر ښه راغلاست وروسته خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ:دا ځواکمن دومره پيژنم چې له اروپا د پوهنې وزارت راغوښتی دی او جغرافيه ليکي. خو بهاند صاحب دومره هم نه پيژنم. دی به چې په کابل کې و
د امير صاحب په ميسکال د بهيروالو کره کتنه
راپور: بازمحمد عابدنيټه: ١٣٨٦ کال د تلې ٢٨/ د ٢٠٠٨ کال د جنورۍ ١٨تلاوت: عطامحمد غيوريد غونډې مشر: ګل اغا احمديميلمه: ايمل يوسفزی د تيرې غونډې راپور: مصطفی باورکره کتنه: د بازمحمد عابد لنډه کيسه ( د امير صاحب ميسکال) وياند: ګل محمد اريوبيد امير صاحب ميسکالسږکال له وړوکي اختر نه پوره يوه اونۍ دمخه مې له دفتر نه رخصتي واخيسته او په وخت مې ځان کور ته ورساوه. په کور کې لا دمه شوی نه وم چې د تره زوی مې چې کور په صحرا په ( امير صاحب ) مشهور دی او ښايسته ډېر
د ١٩٩٨م کال د مارچ د ٢٢ نيټې ګزارش
دافغان ادبي بهير غونډه د ١٩٩٨ ميلادي کال د مارچ د مياشتې په ٢٢ نيټه چې د ١٣٧٧ لمريز کال د وري د مياشتې دوهمې نيټې سره سمون خوري، د اتوار په ورځ ماسپښين درې بجې د پيښور په شاهين ټاون كې د شاه دوشمشيره ( رح ) په ليسه كې د فاتح الملك ننگ يوسفزي په رياست كې جوړه شوه. د غونډې مشر ميلمه بازمحمد دولت زى و او د ستيج چارې بازمحمد عابدتر سره كولې. غونډه د قرآن مجيد په څو مباركو آياتونو پرانستل شوه. د غونډې په اجنډا كې د دوه غونډو گزارشونه، د مبارز څاپي د دوو كتابونو مخكتنې او آزاده مشاعره شامل وو.&nbsp
د ١٩٩٨م کال د مارچ ١٥ نيټه
د افغان ادبي بهير د دريم پړاو اوونيزه غونډه د ١٩٩٨ ميلادي كال د مارچ د مياشتې په پنځلسمه نيټه چې د ۱۳۷۶ لمريزكال د كب د مياشتې د څلرويشتمې ڼيټې سره سمون خوري، د يكشنبې ( اتوار) په ورځ ماسپښين درې بجې د پيښور په شاهين ټاون كې د شاه دوشمشيره ( رح ) د ليسې په انگړ كې دښاغلي زكريا ملاتړ په رياست كې پيل شوه. ښاغلي حيات الرحمن د مشر ميلمه په توگه گډون درلود او بازمحمدعابد د ستيج چارې تر سره كولې. غونډه دقرآن مجيد به څو مباركو اياتونو پرانستل شوه. د غونډې په اجنډا كې د تيرې غون