د روژې شلم ماښامی د قلم نړيوالې ټولنې د کيسو د ماښام سره نومولی و. په دې ماښامي کې ورسره د کيسه ډايجست چلوونکي محبوب الله محبوب هم پوره ونډه اخيستې وه. دا ماښام چې د وکيل سوله مل شينواري په وړانديز جوړ شوی و، تر دې د مخه يې ساری نه و.  دې ماښام ته د پښتو ژبې لوی لوی کيسه مار راغلي وو او په خپلو کيسو ويلو سره يې دا ماښام نور هم رنګين کړ.  د دې ناستې رياست ښاغلي زرين انځور کاوه او ميلمه يې وکيل سوله مل شينواری و. د غونډې پرانيستنه د قلم ټولنې رييس الحاج محمد حسن حسام په خوږوالفاضو وکړه او ټولو کيسه مارو ته يې ښه راغلاست ووايه او نور يې ستيج اغلې دل افروز ځيرک ته پريښو.
په دې ماښام کې صديق الله بدر، بازمحمد عابد، فريبه ظاهر، عبدالنافع همت، خان محمد سيند، استاد سعدالدين شپون، احسان الله آرينزي او محب زغم خپلې کيسې ولوستې.  په پای کې زرين انځور او وکيل سوله مل شينواري خبرې وکړې او محبوب الله محبوب د وکيل شينواري د وړانديز پر بنسټ وويل چې کيسه ډايجست به هر کال په ډايجست کې د خپرو شويو کيسو څخه درې ښو کيسو ته جايزې ورکوي.

د قلم نړيوالې ټولنې رييس الحاج محمد حسن حسام د کيسه ييز ماښام پرانيسته کوي.

صديق الله بدر خپله کيسه اوروي.

عابد کيسه اوروي او په ستيج وکيل شينواری، زرين انځور او د غونډې ويانده دل افروز  زيرک ليدل کيږي.

فريبا ظاهر خپله کيسه لولي

عبدالنافع همت خپله کيسه لولي.

استاد سعدالدين شپون د خپلې يوې کيسې مشخصات بيانوي.
د غونډې د ګډونوالو يوه څنډه

له ښي اړخه: عبدالنافع همت، خان محمد سيند، احسان الله آرينزی او عابد

له ښي اړخه: ډاکټر منقادالرحمن رودوال، استاد اسدالله غضنفر، ؟؟؟؟ ومان نيازی، ډاکټر محب زغم، ؟؟؟؟؟؟ او اسد الله نيازی


خوشحال خليل، نصرت الهام، ذبيح الله حميدي ، ارش ننګيال