د غونډې مشر او ويناوال: ډاکټر استاد لطيف بهاند
د غونډې ميلمه: رحمت الله ځواکمن
تلاوت: قدرت الله جلالزی
موضوع: د استاد لطيف بهاند وينا
ځای: د نادريې ليسې تر څنګ د يار موسسه
نيټه: د ١٣٨٧ کال د وري ٣٠ نيټه/ د ٢٠٠٨ کال د اپريل ١٨ نيټه
استاد شپون د کوربه په حيث استاد بهاند ته تر ښه راغلاست وروسته خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ:
دا ځواکمن دومره پيژنم چې له اروپا د پوهنې وزارت راغوښتی دی او جغرافيه ليکي. خو بهاند صاحب دومره هم نه پيژنم. دی به چې په کابل کې و زه به په پيښور کې اوم . زه به چې په واشنګټن کې وم دی به په مسکو کې و. خو دومره پوهيږم چې ښه ليکوال او منقد دی. په ما يې هم نقد کړی دی. او دا يې ښه کار کړی دی، ځکه چې زه خپله هم په خپلو آثارو عقيده نه لرم. بهاند صاحب يو وخت د لايق صاحب په آثارو هم ليکل کړي وو. موږ په زړونو کې ايډيالوژۍ نه پالو.
رښتين صاحب څه ښه وايي:
پاکه هغه خاوره ده اوسي چې پښتون په کې
خوند له حده زيات لري مرګ وي که ژوندون په کې
نه بيليږي ډانګ سره اوبه چيرې متل دی دا
حال هم د پښتون دی دا نه راځي بيلتون په کې
زما يو ورور پوخ خلقي و، بل ورور مې چې تاسې ټولو به يې نوم اوريلی وي، کلک اخوانی و او زه بيا هر شی يم. زما لايق صاحب هم ورور دی، بهاند صاحب مې هم ورور دی او حتی دا تورباز چې راته مخامخ ناست دی دا مې هم ورور دی. البته بهاند صاحب چې څه ليکلي دي او ما لوستي دي هغه سره زر دي.
استاد بهاند: ګرانو دوستانو اول خو بايد له هغو دوستانو څخه مننه وکړم چې دا غونډې جوړوي، بيا له هغه چانه مننه وکړم چې تيره ورځ يې زما له رارسيدو سره سم بهير ته د راتلو بلنه راکړه او بيا تاسې ټولو نه مننه کوم چې دلته مو ماته د خبرو کولو وخت راکړ.
شپون صاحب که زما د پيژندګلونه انکار وکړ ملامته به ځکه نه وي چې سپين ږيری شوی دی. که نه زه دوه کاله په پوهنتون کې د ده شاګرد اوم او ما ته ي ېهم دا ويلي دي چې تا ته سل نمرې ځکه درکوم چې ته ډېر ښه شعر لولې. شايد ځکه يې زه هير کړی يم چې د پيښور پر ځای ماسکو ته تللی يم. همدا رانګه استاد شپون زما د ماسترۍ په دوره کې هم استاد و. د پوهنتون دوره کې چې زه دماسترۍ له پاره روسيه ته لاړم نو زما د نقد اولنی استاد، استاد شپون و. ده په څلويښتمو کلونو کې يو کتاب ليکلی و چې (( ليکوالي )) نوميدو. په هغه کتاب کې د نقد لومړني بنسټونه څيړلي دي. کيدای شي له ده نه هير وي. ځکه چې استاد ډېر کار کړی دی. خو دې کتاب زما په تيزس پوره ونډه اخيستې ده. دا کتاب بايد تاسې ټول يو ځل ولولۍ. استاد وويل چې ما پرې نقد کړی دی، دا ځکه چې ما استاد دافغانستان د ادبي کره کتنې له لومړنيو مخکښانو نه ګڼلی دی. ما تل په خپلو مقالو کې ليکلي دي چې پښتو شعر کې استاد شپون په اګانه ډول د شعر ښکلاييز اړخ ته پام اړولی دی. تر ده وروسته بيا لايق صاحب و او اوس دا کاروان صاحب کوي. دوی په هغو شاعرانو کې راځي چې هره کلمه داسې وپيي چې اميل ترې جوړ ، روح يې پښتني او مانا يې ملي کړي. له بله پلوه که تاسې د کابل مجله څلويښتمو کلونو ګڼې وګورئ د استاد شپون ځينې مغالې په کې خپرې شوي دي چې په ټوله مانا د پښتو ادب د تقريظ او ادبي کره کتنې لومړنۍ مقالې دي چې په نويو علمي بنسټونو ليکل شوي دي. د استاد ډېرې ليکنې او آثارو ته زما د ډاکټرۍ په تيزس کې يوه برخه ځانګړې شوې ده. اوس به تاسې ته د ځان په اړه وغږيږم:
زه په کابل کې پيدا شوی يم، د حبيبي په ليسه کې مې زده کړې کړې دي. په ١٣٥١ کال کې مې د افغانستان راډيو سره همکاري پيل کړی دی. په ١٣٥٥ کال کې له پوهنتون څخه فارغ شوی يم، د ١٣٦٢ کال پورې په پوهنتون کې استاد اوم او په همدې کال د هغه وخت له سياست سره د نه جوړښت له امله په پوهنتون څخه شړل شوی يم. په ١٣٦٥ کال کې د ډاکټرۍ د تيزس په خاطر شوروي ته تللی يم او د ١٣٦٦ کال په پای کې مې ډاکټري اخيستې ده او تيزس مې د ادبي کره کتنې په برخه کې ليکلی دی. په دې کتاب کې د کره کتنې ارزښتونه، د کره کتنې بنسټونه، د کره کتنې تعريفونه، د کره کتنې پيژندنه، په لرغوني يونان ، روم، منځنۍ اسيا په ادبياتو کره کتنه او د پښتو کلاسيک ادب کې د کره کتنې نښې نښانې لکه د خوشحال بابا، رحمان بابا، حميد بابا او په ځانګړې توګه د کاظم خان شيدا په لاس ليکل شوې مقدمه د پښتو ادب د کره کتنې لومړنۍ بيلګې دي او ځانګړی ځای لري. خو اوس چې کره کتنه موږ پيژنو دا د نوي ادب نه رازيږيدلې بڼه ده چې بنسټ يې زموږ په هيواد کې علامه حبيبي ايښی دی. په ١٣١٢ کال کې يې په طلوع افغان کې يوه مقاله د انتقاد په نوم خپره کړه چې په دې مقاله کې يې د بهرني ادب نه ځينې ليکنې ژباړلې وې . تر ده وروسته په کابل مجله کې پر کره کتنه مقالې خپرې شوي دي او بيا په څلويښتمو کلونو کې استا شپون او لايق صاحب دا لړۍ روانه ساتلې وه. سره له دې چې په دغو کلونو کې استاد الفت، استاد بينوا او نورو هم د کره کتنې په برخه کې کار کړی دی. خو دا دوه نومونه ځکه يادوم چې دوی په ځانګړې توګه په دې برخه کې ډېر کار کړی دی. بيا په پنځوسمو کلونو کې د کابل راډيو له لارې د کره کتنې ډيوه بله بله وساتل شوه چې زرين انځور، اکبر کرکر او .... به د شعرونو او بهيرونو تر عنوان لاندې دغه تشه ډکوله. ما هم يو يو نيم کال دې لړۍ ته خپرونې جوړې کړي وې.
زه اوس په ماسکو کې ژوند لرم، د افغانستان په سفارت کې د فرهنګي اتشې چارې پر غاړه لرم. په ټوليزه توګه بايد ووايم چې د روسيه امپراطوري، شوروي اتحاد او اوسنی شوروي د پښتو ادب د سترو مرکزونو څخه دی. په ١٨٠٥ ميلادي کال کې په سنت پيترس بورګ کې د شرق پيژندنې څانګه پرانيستل شوه. په ١٨٥٦ م کال کې د پښتو لومړنی قدموس وليکل شو. په ١٩٢٣ کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د شرقي ژبو انستيتوت جوړ شو چې يو شمير پښتو روسي قاموسونه، روسي پښتو قاموسونه، دري روسي او روسي دري قاموسونه وليکل شول. او دا لړۍ دوام لري چې د يو مشر استاد چې اوس هم ژوندی دی استاد ليبيدوف چې ١١٠ کتابونه يې ليکلي دي چې يا د پښتو ادب ګرامر دی، ياد پښتو فولکلور دی او يا هم د پښتو هنري نثر ژباړي دي. اوس هم د ماسکو پوهنتون او نورو پوهنتونونو کې د پښتو ژبې درس ورکول کيږي. يو بل لوی انستيتوت چې د بهرنيو چارو وزرات جوړ کړی دی د پښتو او دري ژبو درسونه په کې ورکول کيږي او ديلوماتان په کې تربيه کيږي. بل د سنت پيترس بورګ پوهنتون دی چې هلته تر ټولو زيات د پښتو او دري ژبو د زده کړې شاګران دي. هلته استاد ميخايل سرګيو دی چې هيڅ افغانستان ته نه دی راغلی خو داسې پښتو لولي چې سړی حيرانيږي. د افغانستان د يولسمې پيړۍ يو ډېر ښه متخصص دی چې د خوشحال بابا او رحمان بابا کتابونه يې ژباړلي دي. هغه د پښتو او دري ژبو تر څنګ په ډېرو نورو شرقي ژبو هم پوهيږي. او اوس چې د افغانستان په اړه څيړنې کوي هغه په ماسکو کې د علومو اکاډمۍ انستيتوت دی. د افغانستان د څانګی مشر په کې استاد کارګون دی. بل استاد ګراسيمو ده چې په استاد بينوا يې ډاکټري اخيستې ده او د ٦٥ پورې کتابونه يې ليکلي دي. پر دې برسيره اوس د پښتو معاصر هنري نثر باندې کار کوي او چې زه راتلم ستاسې د ټولو لنډې کيسې، ادبي نثرونه او ناولونه يې راڅخه غوښتي دي. مطلب دا چې په پښتو معاصر هنري نثر کتاب ليکي. دغه کارونه دي چې په روسيه کې شوي دي او لا دوام لري.
تاسې ته به مالومه وي چې ما په روسيه کې په دوه پوهنتونونو کې د ملګرو ملتونو د ادارې له خوا د استادۍ دنده لرله اد اوس د يوې ليسې سرمعلم يم چې ٤٠٠٠ شاګران لرم. له کله نه چې په روسيه کې د افغانستان د فرهنګي اتشې مسووليت راسپارل شوی تر اوسه مو ٢٨ لويې غونډې جوړې کړي دي چې سيمينارونه، کنسرتونه، ادبي محفلونه مو نيولي دي. خو زه چې د کوم کار نه ډېر خوښ يم، هغه د استاد ليبدوف چې ٩٠ کاله يې د پښتو ادب ته خدمت کړی دی او ١١٠ کابونه يې ليکلي دي، د هغه کليزه مو په سفارت کې نيولې وه. ځينې افغاني ډالۍ لکه لنګۍ، څادر، خولۍ او نور مو ورته ورکړل. د هغه په اړه مقالې ولوستل شوې. همدا رنګه مو د د فرهنګ وزارت د سپارښتنې له مخې د مولانا جلال الدين بلخي څلور سيمينارونه جوړ کړي دي. دا لومړنی ځل دی چې ځينې سيمنارونه افغانستان نيسي او بيا وروسته ايران ترې تقليد کوي. د دې تر څنګ موږ په روسيه د نوروز جنشن، اخترونه، د استقلال ورځ او په ماسکو کې د ميشتو افغانانو شاګرانو په مرسته مشاعرې هم جوړو.
د ډاکټر صاحب د خبرو وروسته د غونډې ګډونوالو له ډاکټر صاحب څخه ځينې پوښتنې وکړې چې تر ټولو وړاندې ډاکټر محمد اکبر اکبر وپوښتل:
- مخکې چې روسانو د پښتو ژبه زده کوله خبره سياسي وه. دا اوس چې کوم کار هلته د پښتو ژبې له پاره کيږي، د تير په شان غرضونه لري او که په علمي بنياد بنسټ لري؟
اول خو بايد دا ووايم چې د افغانستان او روسيه اړيکې له پنځلسمې پيړۍ نه را په دې خوا شه چې سوداګرو به مالونه سره وړل راوړل او دوام لري، تير کال چې د فرهنګ وزارت معين صاحب نبي فراهی راغلی او زه ورسره بيا ازربايجان (باکو) ته ولاړم. داسې مرکزونه هم شته دی چې يوازې په سياسي بنياد د پښتو او دري ژبو زده کړې ورکوي، خو داسې پوهنتونونه هم شته چې هغوی په علمي بنسټ کار کوي. يوه خبره د يادونې وړ ده چې کله روسانو په افغانستان پرغل کولو نو ځينو استادانو لکه استاد ليدوف استاد ګراسيمو، او استاد اسنالوف چې د استادانو په څو کسيزه ډله کې وو له دوی سره مشوره شوې وه، دوی د شوروي اتحاد چارواکو ته يو ليک ورکړی و او له حکومت نه يې غوښتي وو چې په افغانستان يرغل ونه کړي.
ما مخکې په خپلو خبرو کې اشاره وکړه چې کله کوم دپلومات يا کارپوه کوم هيواد ته ځې نو بايد چې دهغه هيواد ژبه، رسم و رواج او حتی تاريخ او جغرافيه سره يې بلد وي او د هغه هيواد په ټولو قوانينو وپوهيږي. دا اوس هم چې زه د روسيه په سفارت کې څو تنه استادان پيژنم او پيژندګلو مې هم ورسره د همدې پښتو او دري ژبو په سر پيدا شوې ده، دوی چې خپلو کارکوونکو ته پښتو او يا دري ژبه ورزده کوي بې له شکه چې موخه به يې سياسي وي، ځکه چې هغوی دپلوماتان روزي.
مطلب دا چې په روسيه کې د پښتو او دري ژبو د زده کړو لړۍ نه ده پرې شوې. البته په تيرو دوه کلونو کې لږه کمزورې شوې وه. ځکه چې زموږ فرهنګي څانګې له هغوی سره مرسته نه شوه کولای. په روسيه کې چې محصلين د کوم هيواد ژبه او کلچر زده کوي، بيا په رخصتيو کې هغو ملکونو ته سير علمي کوي او د ستاژ د دورې په شکل خپلې زده کړې سر ته رسوي او خپل مالومات زياتوي. دغه لړۍ له افغانستان سرهع شليدلې وه خو اوس موږ بيرته ټينګه کړه البته په افغانستان کې امنيتي ستونزې شته ځکه د لته راتګ ته زړه نه ښه کوي.
بيرته د ډاکټر صاحب اکبر پوښتنې ته راګرځم چې په روسيه کې څو پوهنتونونه شته چې يوازې په علمي بنسټ د پښتو او دري ژبو له پاره کار کوي او کوم مرکزونه چې د استخباراتو او بهرنيو چارو وزارتونو د پښتو او دري د زده کړې له پاره جوړ کړي دي، د هغوی اساس بيا سياسي دی.
عابد: استاده! درې څلور سوه کاله پخوا په روسيه کې ډېر عالي ادب تخليقيدو چې ځيتې آثار په کې شهکار شوي هم دي او نړيوال شهرت يې هم موندلی دی. آيا اوس چې روسيه په ډېرو برخو کې پرمختګ کړی دی، تکنالوژي يې ډېره وړاندې تللې ده، ادب يې پر کوم مخ روان دی؟
بهاند صاحب: دوستان پوهيږي چې روسه ژبه د نړۍ له غني ژبو څخه ده. غني ژبه هغې ته وايي چې په هغه کې علم نغښتل شوی وي. داسې علم نه شته چې په روسيه کې نه وي راسپړل شوی. په هنري برخه کې هم هر کال په لسګونو آثار رامنځته کيږي، راژباړل کيږي او حتی د روسيه په کچه هر کال هنري آثارو ته په لسګونو جايزې ورکول کيږي. دا چې په دې وروستيو لسيزو کې په افغانستان کې روسي ادب ته پام نه اړول کيږي، هنري آثار يې نه ژباړل کيږي ، دا نو بيا بيله خبره ده. خو برعکس که تاسې چيرې روسيه کې هغو کتابتونونو ته چې په نړيواله کچه پيژندل شوي ، لاړ شئ نو د ټولې دنيا په پرتله به د افغانستان په اړه ډېر آثار ووينئ. او د څلويښتمو او پنځوسمو کلونو ټولې مجلې، لکه ژوندون، کابل مجله، ورځپاڼې او .... به هم هلته خوندي وي. پخوا زموږ تر منځ ډېره ښه فرهنګي ورکړه راکړه وه. افغانستان ته او له افغانستان څخه روسيه ته به په وړيا توګه کتابونه، مجلې او ورځپاڼې تللې او هلته نه به دلته راتللې.
خو اوس دغه تبادله نه شته. زموږ هغه علمي کسان چې له روسي ادبياتو نه ګټه اخلي او يا هغه روسي علمي اشخاص چې له افغاني ادب څخه ګټه پورته کوي، يوازې له انټرنيت نه په استفاده يوه څه لاس ته راولای شي او بس. او ستا د پوښتنې په په ځواب کې بايد دا هم زياته هم کړم چې په روسيه کې اوس هم هماغسې عالي ادبيات تخليقيږي.
استاد شپون: زما پوښتنه نه ده انديښنه ده. زما روسي ادبيات ډېر خخوښيدل مګر کله چې دا نوی شی افغانستان ته راغی نو له دې سره له مانه هاغه اصلي روسي ليکوال ورک شول، نوي ليکولان راغلل چې حتی د نوبل جايزې يې هم واخيستې. خو ما ته يو هم لکه د دستايوسکي، تولستوی، بالزاک او .... ښکاره شول. هغه شهکار ادب چې دوی رامنځته کړی ما يې په نورو کې څرک ونه ليده. لکه دغه بارس پاسترناک، سرزينيټر او نور بلا بتر و يې تر کومه حده هنري آثار تخليق کړي دي. داسې کوم هنري اثر شته چې مثلاً شلخوف نه وي ليکلي او د دې تورباز غوندې يو ليکوال ليکلي وي چې په هغه کې سيا سي رجحان نه بلکې ادبي رجحان ډېر وي؟
استاد بهاند: ماته چې زما د پوهې اندازه اجازه راکوي نو باريس پاسترناک او بالګاکوف رښتيا سره ډېر ستر شخصيتونه دي. بالګاکوف يو اثر د ماسترمارګريټ په نامه لري. په دې اثر کې په د شوروي اتحاد ناوړتياوې په رښتيني بڼه راسپړي. پاسترناک هم داسې يو اثر لري. خو سرزينيټر له څنګه چې تاسې وويل يو سياسي ليکوال دی چې ګورباچوف د هغه په آثارو د خپرولو بنديز لګولی و، همدې اثر يې د نوبل جايزه هم ګټلې وه او د راډيو افغانستان له لارې خپور شوی هم و. په دې کتاب کې د شوروي نظام پر ضد تبليغات شوي دي. سرزينيټر اوس هم ژوندی دی. او په هغو اشخاصو کې راځي چې سرسخت نشنلستان دي. د نورو قومونو سره يې جوړه نه ده، داسې يو ليکوال چې نړيوال شهرت ولري او د نورو قومونو سره تعصب ولري نو دا ډېره بده خبره ده. ځکه چې روسيه يو ګڼ ميلتيز هيواد دی. په روسيه کې يوازې ٢٥ ميلونه مسلمانان اوسيږي. او دا ورته له نورو هيوادونو څخه نه دي راغلي. د روسيه د هيواد خپل وګړي دي. زياتره يې تاتاران دي چې درې سوه کاله يې په روسيه حکومت هم کړی دی. خو کله کله سرزينيټر وايي چې دا خلک ولې په روسيه کې ميشت دي، دوی دې چيرته اسلامي هيوادونو ته لاړ شي. خو همدا اثر چې دې پرې د نوبل جايزه اخيستې ده او له هنري زاويې نه ورته وکتل شي، ډېر نيمګړتياوې په کې شته دی. هغه کتاب داسې دی چې څنګه شوروي نظام څوک نيسي، څنګه يې بيګارونو ته ليږي او څنګه يې استثماروي.
په ١٩٢١ م کال کې شوروي يوه نوې لړۍ پيل کړه چې خپل مخالفين به يې د وژلو پر ځای له ملک نه شړل چې د شوروي نظام تر ړنګيدو پورې يې دوام لاره. په دې کې سرزينيټر هم شامل و. بيا بالګاکوف ډېر ښه ليکوال دی او پاسترناک بيا ډېرښه شاعر دی . دوی په خپل ورځنې ژوند کې هم خپل شخصيتونه ساتلي دي. دوی هم د روسيه حکومت ډېر ځورولي دي. د ليکوالو له اتحاديې نه يې شړلي دي. کورنۍ ستونزې يې ورته پيدا کړي دي خو تدوير شوي نه دي. او نه يې د نظام ناوړو عملونو سره جوړښت کړی دی.
عزت الله شمسزی:
استاده! مخکې تاسې يادونه وکړه چې له روسي ادبياتو نه پښتو ته او له پښتونه روسي پخواني کتابونه ژباړل شوي دي. زما پوښتنه دا ده چې آياپه معاصر ادب کې روسي ژبې ته د پښتو کتابونه ژباړل شوي او که څنګه او هم دا وواياست چې په فعلاً په روسيه کې داسې څوک شته چې د پښتو په د نن ورځې په ادبياتو کار کوي او يا يې روسي ژبې ته وژباړي؟
استاد بهاند: د پښتو ادبياتو ژباړې د روسيه له امپراطورۍ نه پيل شوي دي په لومړيو ژباړو کې د خوشحال خان، رحمان بابا، حميد بابا، کاظم خان شيدا او قادرخان خټک کتابونه ژباړل شوي دي. بيا وروسته د شلمې پيړۍ په پيل کې فولکلوريک ادب ژباړل شوی دی، په معاصر و ادبياتو کې زموږ او ستاسې د شاعرانو او ليکوالو شعرونه او لنډې کيسې ژباړل شوي چې په هغې کې د سليمان لايق آثار، استاد شپون دوه شعرونه، د امين افغانپور کيسې. د زرين انځور کيسې، د اکبر کرګر کيسې، د استاد بريالي باجوړي کيسې ، يعنې په پوره اندازه د پښتو معصر ادب روسيه کې ژباړل شوی دی. د سنت پيترس بورګ په پوهنتون کې اوس هم يوه استاده ده چې معاصر ادبيات باندې کار کوي او ژباړي ېې. مخکې ما هم يادونه وکړه چې له ماڅخه يې د ځوانو ليکوالو داستاني او هنري آثار غوښتي دي .
ډاکټر اکبر: په روسي ادبياتو کې داسې څه روان دي چې موږ ترې ګټه تر لاسه کولای شوو؟
د روسيه ادب د ودې او پرمختګ له پاره د روسيې د ولسمشر په سپارښتنه يوه لويه ټولنه جوړه شوې ده. ټولنې ته په ملياردونو روبله راټول شوي دي. ژبپوهان او څيړونکي په کې غړيتوب لري. دوی په بهر کې د روسي ژبې د آثارو د خپرولو، د نړۍ د ادبياتو د ژباړلو او په ولس کې د عام کولو دنده لري. همدا رنګه دا ټولنه د روسيه ځوانو ليکوالو ته په ښه هنري اثر ليکلو ادبي جايزې ورکوي او هر کال د روسي ژبې نړيوال کنفرانس جوړوي. يوه خبره بايد له ياده ونه باسو چې په روسيه کې د ډېرو پرمختللو هيوادونو څخه هم زياته پاملرنه مطالعې ته کيږي. په لاره، په بس کې، په چپرکټ کې او حتی په تشناب کې هم خلک مطالعه له ياده نه باسي.
محمد يونس ابراهيم خيل: تاسې د روسي ادب په هکله ډېرې خبرې وکړې، خو که دا وواياست چې تاسې خپله پښتو ادب ته څه کړي دي؟
استاد بهاند: ما خو مخکې هم د خپلو کړو کارونو يادونه وکړه خو بياهم ستاسې پوښتنه بې ځوابه نه پريږدم. د محصلۍ په دوره کې يعنې په ١٣٥٣ کال کې مې په راډيو افغانستان کې کار پيل کړی دی چې د پښتو ادبياتو په برخه کې به مو خپرونې جوړولې، د لسو کلونو په دوران کې مې په همدې برخه په سلګونو مقالې ليکلي دي. د شعرونو او بهيرونو په نوم يوه خپرونه مو لرله چې بيخي کره کتنې ته وقف شوې وه. کله چې د کابل پوهنتون کې استاد وم د استاد رشاد تر څارنې لاندې مې د خيرالبيان د متونو شرحه ليکلې ده. د پښتو لومړی ناول ((مارخې)) مې رانقل کړې ده او مقدمه مې ورته ليکلې ده. د اشرف خان هجري منتخابات مې ترتيب کړي او مقدمه مې ورته ليکلې ده. يو کتاب مې د رياليزم په نوم له فارسي ژبې راژباړلی دی. يوه شعري ټولګه مې د (پل) په نوم خپره شوې ده. ډېرې زياتې مقالې مې په بيلابيلو مجلو کې خپرې شوي دي. يو بل کار چې زه پرې ډېر خوښف يم هغه د کابل مجلې پنځوس کلن فهرست دی چې څو سوه مخه کيږي، په کابل مجله کې د ١٣٦٢ کال پورې خپريده، خو بيا د هغه وخت مقاماتو وويل چې دا اثر به نور نه خپريږي. هغه وخت نورمحمد سهيم د کابل مجلې مدير و دا فهرست له هماغې سره پاتې شو، اوس نه پوهيږم چې څه به پرې شوي وي. د دې تر څنګ مې روسي ژبي له پښتو نه د ژباړل شويو آثارو فهرست هم ترتيب کړی و، هغه مې د ليکوالو ټولنې ته ورکړی و اوس نه پوهيږم چې څه به پرې شوي وي؟ يوکتاب ګوټی مې له روسيه ژبې نه پښتو ته ژباړلی دی چې (نا آشنا ليک) نوميږي، ډېر خوږ او عاشقانه ليک دی که ويې لولۍ نو پښيمانه به نه شئ. دوه کاله وړاندې مې د سليمان لايق د ٧٥ کليزې په وياړ د هغه په آثارو دوه کتابونه وليکل. يو يې (نوی روح ) نوميږي. نوی روح مې ځکه ورته نوم غوره کړی دی چې د لايق صاحب يو بيت دی چې وايي:
نوی روح مې د پښتوژبې ته ورکړ
په اورنو کې مې ونغاړل ګلونه
دانش خپرونديه ټولنې په پيښور کې خپور کړی دی. او بل کتاب مې د (طبيعت انځور) نوميږي. دا کتاب د چونغر په ترانو ليکل شوی دی. مضمون مې د استاد شپون له هغې مقالې اخيستی دی چې لايق صاحب د خپل کتاب مقدمه ګرځولې ده. د لايق د چونغر ترانې په حقيقت کې د طبيعت د انځور يوه غروه بيلګه ده. بايد چې ويې لولۍ. که څه هم ما د ژوند په اوږدو کې له لايق صاحب سره يوه شيبه هم نيږدې نه وو خو لايق صاحب لوی شاعر دی. په دې کتاب کې ٣٢ ترانې په بشپړه توګه ځای شوي دي. ځينې ترانې له لايق صاحب نه ورکې وې خو زما په غوښتنه ورته په دې سپينه ږيره کيناست او له سره يې وليکې.
د دې ترڅنګ مې د پيرمحمد کاروان په شاعرۍ هم يو کتاب ليکلی دی که خدای کول څه وخت وروسته به چاپ او خپور شي. له دې چې کاروان صاحب نه مې دوه کاله پخوا يوه مقاله غوښتې وه چې فکر کوم تر اوسه به يې نه وي ليکلي. همدا رنګه زما د شعر استاد هم استاد شپون دی خو تر ننه يې ونه پيژندم. دې موږ ته دمعاصر شعر درس راکولو او ماته يې سل نمرې هم راکړي دي. يوه شعري ټولګه مې هم چاپ ته تياره کړې ده چې ټول عاشقانه شعرونه دي.
او بل د نړۍ يو ډېر ستر رومان دی چې ( سوله او جګړه) نوميږي. دا کتاب چې ٢٠٠٠ مخه کيږي خو پښتو کې به يې د مخونو شمير ٤٠٠٠ ته ورسيږي. ٢٧٠٠ مخه مې ژباړلی دی او که د خدای رضا وه کال ته به پرې په همدې بهير کې په ګډه نقد وکړو. نور نو په ماسکو کې هم خبرې په پښتو کې کوم سره له دې چې مکتب مې په کابل کې ويلی دی.
محمد خان: استاده! د روسيې اوسني سياست د روسيه په اقتصاد ښه اغيز کړی او که بد؟
پخوا به روسانو نورو ملکونو ته نظامي قوت او وسايل ليږل او خپله انرژي به يې په دې لاره کې مصرفوله او امريکا به يې ننداره کوله خو اوس امريکا نورو ملکونو ته نظامي قوت او وسايل ليږي او روس يې ننداره کوي. د روسيې اوسنی ولسشمر چې واک ته ورسيده د روسيه د اسعارو پانګه څلورنيم ميليارده ډالره وه. د دې تر څنګ يې د لومړي وزير تر مشرۍ لاندې يوه څانګه پرانيسته چې کورنۍ سپما نوميږي، هلته هم څو سوه ميليارده ډالر پراته دي. او کومې پيسې چې د بوديجې نه زياتيږي هغه هم کورنۍ سپما ته انتقاليږي. نو په دې اساس د روس اقتصاد ډېر قوي شوی دی. په دې قوت کې د تيلو، نفتو او ګازو د بيې د لوړوالي هم ونډه شته دی. په تخنيکي برخه کې يې هم وده کړې ده. تير کال روسيه دوهم هيواد و چې ډېره وسله يې خرڅه کړې ده، مانا دا چې تخنيک يې هم پرمختللی دی. يوه نوی سياست ېې غوره کړی دی، هغه دا چې ټول ځوانان يې په نوي پرمختللي تکنالوژۍ سمبال کړي دي. روسيه غواړي چې د پرمختللې نړۍ سره په هره برخه کې سيالي وکړي. او د دې خبرې جوګه شوی هم دی. ټوله خبره د کارل مارکس په اقتصاد کې ده. د ودانۍ کار په کې دومره په تيزۍ سره روان دی چې که درې مياشتې پس يو ښار ته لاړ شې نو وبه وينې چې د هرې جادې شکل بدل شوی وي.
د استاد بهاند له ځوابونو ورکولو وروسته يوه آزاده مشاعره هم د تبرک له پاره د استاد بهاند په شعر پيل شوه. په مشاعره او غونډه کې تر سلو تنو زياتو شاعرانو. ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو برخه اخيستې وه. غونډه نيږدې ماښام په ٦ بجو پای ته ورسيده.