دافغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٧ل کال چې د ٢٠٠٨م کال د ستمبر د مياشتې ٥ نيټه د کابل په پروان مينه کې د د نادريې ليسې ته څيلمه د يار په موسسه کې سهار ٩ بجې  د قرآن کريم په څو مبارکو آياتونو پيل شوه. چې په سر د عابد اکمل په شهادت بهيروالو ژوره خواخوږي ښکاره کړه، شهيدته د الله تعالی نه بهتر جنتونه وغوښتل شول او کورنۍ ته يې جميل صبر.
د غونډې مشر علم ګل سحر و او وياند يې محمد دين همدرد و. په غونډه کې د ثناالله ملکزي په ليکنه (بې برخې پښتانه) باندې کره کتنه وشوه چې استاد اسدالله غضنفر پرې مفصلې خبرې وکړې . همدا رنګه استاد غضنفر ځوان ليکوال ثناالله ته ګټورې مشورې وکړې  او هم يې نورو ليکنو ته وهڅاوه.
تر ده  وروسته وکيل شينواري د پښتو لنډې کيسې  په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې. د عابد د يوې پوښتنې په ځواب کې يې وويل چې په اروپا کې لنډه کيسه د ناول په پرتله دومره لوستونکي نه لري. خو بيا هم ورته ځانګړی پام اړول کيږي. مثلاً په راډيو او تلويزيون کې ورته د نقد محفلونه جوړيږي. يو ليکوال خپله کيسه اوروي او بيا درې څلور نقادان ناست وي، دغه کيسه ارزوي. د کيسه ليکوالو اتحاديې موجودي دي او وخت پر وخت ښې کيسې ته جايزې ورکول کيږي. د کيسو ځانګړې  غونډې جوړيږي او بلا نور ډېرې کيسه ييزې لارښودونکي مطالب خپريږي.
تر ده وروسته آزاده مشاعره پيل شوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل. علم ګل سحر په خپله رياستي خطبه کې وويل چې د بهير له پيل تر اوسه پورې همدا يوه شيوه ده چې د نقد برخه وي او آزاده مشاعره وي. راځئ چې د بهير په دې سټرکچر غور وکړو او دا شيوه يې بدله کړو. سحر صاحب د ميرمن بهير مثال ورکړ ويې ويل که څه هم ميرمن بهير د همدې بهير پيدا وار دی، خو په دې لنډه موده کې يې دا  نويوالی کړی چې . هره اونۍ ځينو خويندو ته فرهنګي او کلتوري وظايف ورکول کيږي او د غونډې په پيل کې له هرې يوې څخه د ورسپارل شوې وظيفې په هکله پوښتنه کيږي. چې زما په اند دا کار يې په فرهنګي او کلتوري چارو کې د سمون ډېره غوره بيلګه شميرلی شو.
په غونډه کې تر سلو تنو زيانو شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و. پريکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به اسدالله واحدی خپله لنډه کيسه کره کتنې ته راوړي کيسه يې نصير احمد احمدي ته ورکړل شوه چې نقديه ليکنه پرې وکړي.


د غونډې ګډونوال

استاد شپون د خوندورو خبرو په حال کې

د غونډې ريس بهروالو ته د خبرو په حال کې

د پکتيکا والي ډاکټر محمد اکرم خپلواک بهيروالو ته خپل نيک احساسات وړاندې کوي.


استاد اسد الله غضنفر

ثنا الله ملکزی ليکنه کره کتنې ته وړاندې کوي

کاروان صاحب د شعر ويلو په حال کی

عنايت ديدار د شعر ويلو په حال کې

سيد جيلاني جلان دشعر ويلو په حال کې

هارون حکيمي شعر اوروي او د غونډې وياند محمد دين همدرد يې تر څنګ ليدل کيږي


د غونډې ګډوال