د ٢٠٠٨م کال د اګست په ٢٧ نيټه څو تنه فرهنګي ياران لکه، پيرمحمد کاروان، نورالحبيب نثار، الياس وحدت، نصير احمد احمدي او زه بازمحمد عابد له ګران فرهنګپال دوست عصمت الله ثنا د ماما په ډېر ټينګار د هغوی کلي ته ( د کابل ولايت د ګلدرې ولسوالۍ ته تللي وو. هلته مو څو انځورونه هم اخيستي وو چې دا دی د ګلدرې د انګور باغونه او ښکلې منظرې ستاسې په وړاندې په باز بلاګ کې ږدم.
په درنښت
ستاسې باز







04.09.2008
- baz
د ٢٠٠٨ م کال د اګست په ٢١ نيټه قلم نړيوالې ټولنې د لنډيو په هکله سليمان لايق غږولی و او ما ثبت کړی و چې دا دی کټ مټ يې ستاسې په وړاندې خپروم. بازمحمد عابددا سمه ده چې ما يو څه وخت په سياست کې تير کړی دی، مګر ما ډېر عمر په انشايي ادبياتو.لکه شعر اونثر کې هم تير کړی دی.د پښتو په څيړنيزو ادبياتو کې زما کار ډېر نوی دی.تقريباً ديارلس څوارلس کاله له هيواده لرې د مهاجرت په ديار...
07.09.2008
- baz
دافغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٧ل کال چې د ٢٠٠٨م کال د ستمبر د مياشتې ٥ نيټه د کابل په پروان مينه کې د د نادريې ليسې ته څيلمه د يار په موسسه کې سهار ٩ بجې د قرآن کريم په څو مبارکو آياتونو پيل شوه. چې په سر د عابد اکمل په شهادت بهيروالو ژوره خواخوږي ښکاره کړه، شهيدته د الله تعالی نه بهتر جنتونه وغوښتل شول او کورنۍ ته يې جميل صبر.د غونډې مشر علم ګل سحر و او وياند يې محمد دين همدرد و. په غونډه کې د ثناالله ملکزي په ليکنه (بې برخې پښتانه) باندې کره کتنه وشوه چې استاد اسدالله غضنفر پرې...