دافغان ادبي بهير غونډه د ١٩٩٨ ميلادي کال د مارچ د مياشتې په ٢٢ نيټه چې د ١٣٧٧ لمريز کال د وري د مياشتې دوهمې نيټې سره سمون خوري، د اتوار په ورځ ماسپښين درې بجې د پيښور په شاهين ټاون كې د شاه دوشمشيره ( رح ) په ليسه كې د فاتح الملك ننگ يوسفزي په رياست كې جوړه شوه. د غونډې مشر ميلمه بازمحمد دولت زى و او د ستيج چارې بازمحمد عابدتر سره كولې. غونډه د قرآن مجيد په څو مباركو آياتونو پرانستل شوه. د غونډې په اجنډا كې د دوه غونډو گزارشونه، د مبارز څاپي د دوو كتابونو مخكتنې او آزاده مشاعره شامل وو. د اتم كارچ د غونډې گزارش عبدالله پيكار ولوست، په گزارش د نقد پيل صميم صاحب وكړ ويې ويل چې په گزارش كې دا وضاحت په كار دى چې د كره كتونكو سربيره دې ښاغلوپه مشاعره كې برخه واخيسته. ملاتړ صاحب وويل: كه څه هم زه په تيره غونډه كې نه وم،خو د صميم صاحب په حواله ويل شوي وو چې بيا بيا شخوند وهل ټولنې ته گټه نه لري. اصلاَ شخوند وهل د حيواناتو كار دى. صميم صاحب يې په ځواب كې وويل چې انسانان هم شخوند وهي.
عابدوويل چې په گزارش كې د دې خبرې يادونه نه وه شوې چې د ستيج چارې بازمحمد عابدتر سره كولې. نور گزارش د غونډې برخه والو خوښ كړ. دوهم گزارش چې د مارچ په پنځلسمه نېټه بازمحمد عابد ليكلى و د نقد له پاره وړاندې كړ چې د خبرو پيل پرې رفيع صاحب وكړ و يې ويل: زه د گزارش ستاينه كوم، ډير ښكلى ليكلى شوى دى، اميد دى چې په راتلونكي كې به تر دې هم ښه گزارش وليكي. فقط دا يو وړانديز كوم چې لمريز كال دې تر ميلادي كال د مخه وليكل شي. امان الله ساهو وويل چې اتوار دې په يكشنبه واړول شي، نور گزارش ښه ليكل شوى دى. كاروان صاحب وويل چې زما په حواله په يو ځاى كې راغلي وو چې دكمال صاحب ټول غزل دهغه تيرو غزلونو په څير نه دى چې ترينه مو اوريدلي وو، ما ټول غزل ته اشاره نه وه كړې، يوازې مطلع مې ښودلې وه. نور گزارش ښه ليكل شوى دى. نثار صاحب او صمد مومند هم دگزارش ستاينه وكړه. په گزارش له نقد نه وروسته د مبارز څاپي په دوو كتابونو( ژوبل احساس) او (گلپاڼه) پيرمحمد كاروان خپله ليكنه واوروله چې سرليك و( په ژوبل احساس د گلپاڼې پټۍ ). كاروان صاحب په خپله ليكنه كې يو ځاى ليكي: په ژوبل احساس كې د شاعر د مهاجرتونو او پرديسيو د وختونو شعرونه راغلي دي. دا شعرونه د شاعر د پلارني او مورني هيواده په ملكونو او سمندرونو ها خوا ليرې ويل شوي دي، خو د وطن د عظيمي تراژيدۍ د وينو او لمبو تاو يې په مسره، مسره كې نغښتى ښكاري. همدا رنگه كاروان د گلپاڼې په هكله وويل: گلپاڼه د شاعر د تاندې ځوانې له شعرونو ډكه ده. چې د گوتو په شمير د اوسمهال شعرونه هم ورسره مله شوي دي.په گلپاڼه كې د شاعر د ژوند اواحساس گلپاڼه د ځوانۍ په پياله كې خماره ښكاري. دا گلپاڼه دمني سپيرو سيلي نه ده پسې اخيستې.د شبنم او گلپاڼې په دې وړكۍ او تنگه دنياگۍكې شاعر د خپل احساس او خپلو ساده باده نظمونو سره يو ځاى اوسيدلى دى. كاروان صاحب د خپلې ليكنې په اخير كې خپلې خبرې په دې ډول راټولې کړې:
د مبارز صاحب په شعرونو ډيرې خبرې كيداى شي او بايد چې وشي. خو موږ له مبارز صاحب نه دا هيله لرو چې په راتلونكي كې به د جرمني ژبې د ځينو پياوړو شاعرانو او ليكوالو ليكنې په پښتو ژبه راوژباړي او دې كار ته هغه پښتانه ليكوال چې په نورو ژبو پوهيږي، هم وهڅوي.
ورپسې صميم صاحب په گلپاڼه خپلې لنډې خو گټورې خبرې وكړې و يې ويل: گلپاڼه ښه نوم دى. ډيرښه تركيب دى او خوشبويي هم په كې پرته ده. د هيڅ ترميم او مشورې ضرورت په كې نه ليدل كيږي. يو اعتراض چې پرون پرې دوستانو وكړو، هغه دا دى چې د كتاب په سرپاڼه انځور شوى لاس شپږ گوتې لري او هم يې د گوتو نوكان بايد دمخې له خوا نه واي ښكاره شوي.
نثار صاحب وويل چې ځينې لاسونه دومره نرم، نازك او شفاف وي، چې دمخې له خوا نه شا ته هم ښكاري. همدا رنگه كه د كتاب له بيرون نه، دننه كتاب ته لاړ شوو، نو د ۱۳۴۲لمريز نه واخله تر۱۹۹۸ ميلادي پورې شعرونه په كې موندلى شو چې تاريخ وار تسلسل نه دى په كې ساتل شوى.
صميم صاحب وويل چې مبارز صاحب خو د شعرونو د زيږيدو تاريخ ښودلى دى، مگر خپل د زيږيدو تاريخ يې نه دى ښودلى. نه پوهيږم چې په جرمني كې خو به نارينه هم خپل عمر نه پټوي؟ سره له دې چې د دې كتاب پروف ما لوستي دي، خو كاش چې ما ته مالومه وه چې د دې كتاب په مخكتنه كې به زه څه وايم، نو يادښتونه به مې اخيستي وو، خو دومره ضرور وايم چې د مبارز صاحب شاعري له ادبي صنا يعو نه در واخله په مناجاتو،حماسو او رومانياتو خوره شاعري ده . د صميم صاحب له خبرو وروسته ښاغلي مبارز څاپي ته بلنه وركړل شوه چې خپل تاثرات وړاندې كړي.
مبارز صاحب وويل چې له كاروان صاحب نه مننه چې زما په كتابونو يې په زړه پورې ليكنه كړې وه. او د صميم صاحب انتقادونه سر په سترگو. ما چې انځورگر ته د سر پاڼې كوم خيال وركړى و، هغه دا و چې په ورغوي كې دې د گل يوازي يوه پاڼه انځور شي. خو كله چې ما وليدل پوره گل انځور شوى و. ما پرې اعتراض وكړ، خو ځينې ملگرو وويل چې پوره گل لا ښه ښكاري تر كومه ځايه چې د شعرونو د تاريخ د تسلسل خبره ده، نو تر يوه حده مې ساتلى و، تر اخيره ځكه و نه ساتل شو چې شعرونه مې خواره واره وو، كله به يو شعر لاس ته راغلو او كله بل. او تر كوم ځايه چې زما د عمر خبره ده، زه په ۱۳۲۵ لمريز كال كې زيږيدلى يم او په ۱۶ كلنۍ كې مې په شعر ويلو پيل كړى دى.
د څاپي صاحب له خبرو وروسته يوه آزاده مشاعر وشوه چې په مشاعره او غونډه كې دې ښاغليو برخه اخيستې وه. محمدصديق پسرلي، مبارز څاپي، عبدالصمد مومند، توريالي ځاځي، امان الله ساهو، اسمعيل يون، حبيب الله زړه سواند، نورالحبيب نثار، عبدالله پيكار، عصمت الله څاروان، پيرمحمد كاروان، عزيزالله خالد، حاجي عبدالهاشم دولت زي، بازمحمد دولت زي، سيدملوك شيرزاد، فضل الله حاوي، عزت الله، محمد الله كمال، بسم الله جان، ننگ يوسفزى، حبيب الله رفيع، كليوال خټك، رحمت الله كوثر، اسمعيل جان، كبير كاروان، محمد عارف، بركت الله كمين، زكريا ملاتړ، محمد اصف صميم، محمد جاويدخليل، بهاراحمد بهار، محمد رحيم صديق، محمد لياقت عادل، استاد منصور نسيمي، داود، مجيدالله قرار، گل اغا احمدي، عبدالوحيد، محمد داوود كږه وال، محمودامانزي، لطف الله، عامرگمرياني، داوود وفا، غفور ليوال، فضل قادر انډيوال، قاضي سيد اختيار سباوون او بازمحمد عابد.
په اخيره كې پريكړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به پير محمد كاروان خپله لنډه كيسه كره كتنې ته وړاندې كوي او هم په غونډه كې يو تعذيتي قرارداد منظور شوچې په تيره اوونۍ كې د افغان آريانا د هوايي شركت ددردناكې پيښې په هكله غمرازي ښكاره شوه. او د مرحومينو لپاره دعا وشوه. غونډه د غونډې د رييس ننك يوسفزي په عالمانه خبرو پای ته ورسيده.