د افغان ادبي بهير د دريم پړاو اوونيزه غونډه د ١٩٩٨ ميلادي كال د مارچ د مياشتې په پنځلسمه نيټه چې د ۱۳۷۶ لمريزكال د كب د مياشتې د څلرويشتمې ڼيټې سره سمون خوري، د يكشنبې ( اتوار) په ورځ ماسپښين درې بجې د پيښور په شاهين ټاون كې د شاه دوشمشيره ( رح ) د ليسې په انگړ كې دښاغلي زكريا ملاتړ په رياست كې پيل شوه. ښاغلي حيات الرحمن د مشر ميلمه په توگه گډون درلود او بازمحمدعابد د ستيج چارې تر سره كولې.   
غونډه دقرآن مجيد به څو مباركو اياتونو پرانستل شوه. د غونډې په اجنډا كې د تيرې غونډې گزارش شامل و، خو د گزارشگر د نه موجوديت له وجې د گزارش لوستل بلې غونډې ته وځنډول شول. 
     غونډه په دوه برخو مشتمله وه. ړومبۍ برخه يې كره كتنه  او دوهمه هغه يې آزاده مشاعره وه. د ستيج چلوونكي محمدالله كمال ته بلنه وركړه چې خپل غزل كره كتنې ته وړاندې كړي. كمال صاحب ړومبى خپل غزل تر پايه ولوست او بيا يې يو، يو بيت په ترتيب سره د كره كتنې له پاره لوسته.  

         مطلع:  
       نن د ليلى مينه مجنون، ليرې ريگزار ته بيايي
        يا كه منصور د مينې تور، طرف د دار ته بيايي  
د غونډې برخه وال څو شيبې غلي وو، خو كاروان صاحب دا خاموشي ماته كړه و يې ويل:
كمال جان په تيرو څو غونډو كې ډير ښكلي غزلونه اورولي وو،اوس  يې چې كوم غزل كره كتنې ته راوړى دى، د هغه نورو په څير ښكلى نه دى. يو روايتي انداز لري. كوم نويوالى په كې نه شته. تكراري موضوع ده او په روماني انداز نه ده راغلې، خو څه نيمگړتيا هم نه لري.                          
ښاغلي نورالحبيب نثار وويل:                                                    
دواړه مسرې يې د مبتدا په شكل راغلي دي، كوم خبر نه لري. ښاغلي محمدآصف صميم وويل چې ما سره هم داسې خيال پيدا شوى و، خو په لږ تغير شكل يعنې دا چې ځواب نه لري.خالد  صاحب وويل: زه فكر كوم چې شاعر په دواړو مسرو كې شكمن دى . نه پوهيږي چې مجنون ريگزار ته ځي او كه منصور دار ته .
ملاتړ صاحب وويل چې د مجنون سره د ريگزار كليمه ما ته سمه نه ښكاري.                                                                                
كاروان صاحب  يې په ځواب كې وويل چې مجنون د عربستان و او عربستان ټول ريگزار، ريگزار دى. نو له دې امله د ريگزار كليمه د مجنون سره بلكل سمه راغلې ده .                                      
ړومبى بيت:                                                                              
                  د سره ښامار په مرگي ستړى مومن خان نه و ناست
                   د شيرينۍ ورونه يې مرگ د تور ښامار ته بيايي
ښاغلي حبيب الله رفيع وويل:
ښكلى بيت دى، خو پر ځاى د دې چې د شيرينۍ ورونه مومن خان د تور ښامار مرگ پسې بيايي، چې مومن خان يې د تور ښامار خوله كې وركړى و، نو ښه به راغلى و.
ښاغلي غروال صاحب وويل چې [خوله] دې په [خولې] واړولى شي.
خالد صاحب وويل كه د سره ښامار پرځاى هم تور ښامار راغلى و نو ښه به و. رفيع صاحب يې په ځواب كې وويل چې سره ښامار د روس د يرغل له پاره استعاره شوى دى او هم مومن خان ذوالمعنى دى. يو مومن خان او بل د افغانستان مومن ملت چې سره ښامارته يې ماتې وركړې ده. نثار صاحب وويل چې د شعر مطلب دا دى چې د سره ښامار له تاړاكه لا خلاص نه و، چې د شيرينۍ ورونه يې د تور ښامار د ځپلو پسې استوي. او په دې حساب د شعر مطلب واضع دى.
دوهم بيت:
نن تخيل د گل اندامې تصوير كښلى نه و
خو ترابان احساس بهرام مړيني د يار ته بيايي
    صميم صاحب پرې له واره غږ وكړ چې د [مړينې] پر ځاى دې د [وژله] كليمه راوړل شي. كاروان صاحب يې د ترابان احساس سره موافق نه و، ويل يې چې ترابان منفي صفت دى، د دې له پاره دې يو مثبت صفت ولټول شي. عابدد ترابان هوس وړانديز وكړ او رفيع صاحب يې تاييد وكړ او و يې ويل چې كه ترابان هوس او يا هم وسواس شي، نو شعر به د مانا له لحاظه ښه شي. 
دريم بيت:
د احساساتو جوش يې خدايږو چې په څه چوپ شوى؟
چې رقيبان يې په كټ، كت خندا سنگسار ته بيايي
كاروان صاحب وويل چې دا بيت يې ښكلى دى. صميم صاحب وويل چې كه [خدايږو] پر [خدايزده] واړول شي، نو د بيت مانا به نوره هم قوي شي. رفيع صاحب پرې هم د ترميم غږ وكړ و يې ويل چې د [چوپ] پر ځاى دې [سوړ] راشي داسې به يې د جوش سره تلازمه هم درسته شي او همدا رنگې دې جوش  په ځوښ واړول شي، نو بيت به لا ښكلى شي.                                                
څلورم بيت:
د هجرتونو په تورتم كې د سهار په تمه
يو نامعلوم هدف يې ستړي انتظار ته بيايي
كاروان صاحب وويل چې د تيرو شوو بيتونو په پرتله يې دا بيت ډير ښكلى دى. د غونډې برخه والو د كاروان صاحب د خبرې سره موافقه وكړه او شاعر ته د بل بيت د ويلو بلنه وركړل شوه
پنځم بيت:                                                                        
نن دا موسى دى چې فرعون يې په سره اور ازمويي
كه ابراهيم د وخت نمرود بيا سره انگار ته بيايي
كاروان صاحب نيوكه وكړه چې د ابراهيم (ع ) او نمرود تر منځ خو د اور تناسب شته، خو د موسى ( ع ) او فرعون تر منځ د نيل د درياب نسبت په كار و.                                                                    
عبدالباري غيرت يې په ځواب كې وويل چې د موسى او فرعون تر منځ هم د اورتناسب شته. كله چې ماشوم موسى د فرعون د ږيرې نه مرغلرې شكولې،نو فرعون په جلال كې راغلى و او نيږدې و چې موسى ووژني. چا ورته وويل چې دا خو ماشوم دى دا په دې خبره څه پوهيږي، په دې ازميښت وكړه، يو خوا ته ورته سكروټه ونيسه او بل خوا ته گل چې دى په كې كوم يو اخلي. فرعون همداسې وكړل. موسى گل ته لاس غځولوچې جبرائيل آمين يې لاس سكروټې ته يوړو. غيرت صاحب لا خبره نه وه پوره كړې چې كاروان صاحب خپله خبره بيرته واخيسته.    
صميم صاحب وويل چې كه د [ ازمويي] پر ځاى [ازميي ] راشي، نو د قاعدې له مخې به درست شي. نثارصاحب وويل كه د [ نن دا] پر ځاى [دغه] راشي نو د مطلب د افادې له پاره به د دوو كليمود استعمالولو پر ځاى د يوې كليمې كارواخيستل شي او هم به مسره چسته شي. ټولو برخه والو د نثار صاحب وړانديز خوښ كړ او شاعر ته د مقطع د ويلو نه وويل شول.                                           
مقطع:
” كماله“ وايه نن افغان كومې گناه محكوم كړو؟
مريى جلاد يې لاس تړلى چې كشتار ته بيايي
صمد مومندوويل چې مريى دې په نوكرواړول شي، خو چا يې ملگرتيا و نه كړه. نثار صاحب وويل چې ما ته خو دا سمه نه ښكاري چې كومې گناه محكوم كړو او دا خبره هم واضح نه ده چې دى وژني او كه په ده باندې نور وژني.                                     
رفيع صاحب وويل چې خبره د لاس تړلي راشي، نو مالوميږي چې وژلو ته يې روان كړى دى او زياته يې كړه چې د كمال صاحب غزل په كلي توگه مسلسل غزل و مسلسل تلميحات په كې راغلي وو او زموږ د فلكلور يوه ذخيره هم په كې خوندي وه.  د رفيع صاحب د خبرو وروسته د غونډې ړومبۍ برخه سر ته ورسيده او دوهمه برخه چې آزاده مشاعره وه پيل شوه. په غونډه، كركتنه او مشاعره كې دې ښاغلو برخه واخيسته:            ذكريا ملاتړ، محمدعارف غروال، حبيب الله رفيع، عبدالصمد مومند،محمد اصف صميم، مقدراپريدي، فضل قادرانډيوال، پيرمحمدكاروان، سيدملوك شيرزاد، عزت الله، محمد مجاهد ،رحمت الله كوثر، مبارز صافي، حيات الرحمن، عنايت الله، محمد الله كمال، نجيب منلى، بسم الله، شمس الحق، شفيق الله، فضل الله حاوي، شهاب بنوڅي، اسدالله ذاكر، ميرزاگل حليمي، داود وفا، عبدالباري غيرت، گل اغا احمدي، نورالحبيب نثار، عزيزالله خالد، فدامحمد آواب، محمد خالد عاصمي، خوشحال قريشي، مجيدالله قرار، محمد الله، رحيم الله سمندر او بازمحمد عابد.                    
په غونډه كې پريكړه وشوه چې راتلونكي غونډې ته به پيرمحمد كاروان خپل تخليقي نثر كره كتنې ته راوړي او هم  د لوی خدای په دربار کې د محترم مشر پوهاند صديق الله رشتين د روغې سټې  دعُا وشوه.