راپور: بازمحمد عابد
نيټه: ١٣٨٦ کال د تلې ٢٨/ د ٢٠٠٨ کال د جنورۍ ١٨
تلاوت: عطامحمد غيوري
د غونډې مشر: ګل اغا احمدي
ميلمه: ايمل يوسفزی د تيرې غونډې راپور: مصطفی باور
کره کتنه: د بازمحمد عابد لنډه کيسه ( د امير صاحب ميسکال)
وياند: ګل محمد اريوبي
د امير صاحب ميسکال
سږکال له وړوکي اختر نه پوره يوه اونۍ دمخه مې له دفتر نه رخصتي واخيسته او په وخت مې ځان کور ته ورساوه. په کور کې لا دمه شوی نه وم چې د تره زوی مې چې کور په صحرا په ( امير صاحب ) مشهور دی او ښايسته ډېر کلونه يې د خدای په لاره ( تبليغ ) کې لګولي دي، کوټې ته راننوت او له جوړ په خير وروسته يې راته وويل :
_ ښه شوه چې په وخت راغلې، قاري صاحب مې هم روژه ماتي ته دعوت کړی دی او سر له نن شپې مو د دريو شپو ختم نيولی، روژه ماتی به په هجره کوو.
روژه ماتي ته هم لږ وخت پاتې و. هجرې ته ورغلم ، دسترخوان ته د کور له نارينه وو غړيو پرته قاري صاحب هم ناست و. امير صاحب د هجرې په برنډه کې چې له هجرې په څو متره واټن کې ده، ولاړ دی، ماداسې وانګيرله چې هجرې ته به آذان سم نه رارسيږي او امير صاحب د آذان زيري ته ولاړ دی.
له روژه تيانو څخه چا يوه ګوله مړۍ په ښوروا لړلې خولې ته نيږدې کړې او چا يوه خورما په ګوتو کې نيولې وه. ما چې له کابل نه تر پيښوره پورې څو موټرې بدلې کړې وې، سخت تږی شوی وم او د شربت خوږ ګيلاس مې له نظر لاندې ساته، چې يودم د الله اکبر غږ له بهر نه راغی. له مخې سره مې له شربت نه ډک ګيلاس پر سر راواړاوه. له مرۍ به مې لا دوه درې ګوټه تير شوي نه وو چې قاري صاحب راباندې غږ وکړ:
_ د خدای بنده آذان ته خو لا پنځه مينټه پاتې دي، دومره صبر دې نه کيده؟
ما وويل نو دا د الله اکبر غږ له کومې خوا نه راغلو؟
کشر ورور مې وويل:
_ دا خو امير صاحب ته چا مس کال ورکړ.
د ورور ددې خبرې سره سم مې ژر امير صاحب ته وکتل ، ليده مې چې هغه په خپل موبايل کې په مس کال پسې ګرځيده، سخت خجالت شوم، څو شېبې خپلې بې صبرۍ او د امير صاحب د موبايل زنګ ته فکر يوړم، چا ته مې د ليدو توان نه لاره، سترګې مې په دسترخوان ګنډلې وې چې د امير صاحب مشر ورور راباندې غږ کړ:
_ اوس چې دې ماته کړه نو څه له ورته ګورې، بسم الله خو به دې وختي ويلي وي.
ناستو خلکو وخندل خو ما له خجالته سر ځمکې ته ونيو او هيڅ غږ مې ونه کړ
دوه شپې مو ختم شريف وکړ خو نن شپه چې د محلې نه خورا ډېر خلک په دې موخه راغلي وو چې د ختم وروستۍ شپه وه. کوټه له پخوا ډکه وه ، په برنډه کې هم نه ځايدل. له محلې نه چې به څوک هم ختم ته راتلل، زموږ د کورنۍ غړيو به ورته مخکې صف کې ځايونه پريښودل او خپله به وروسته صف ته تلل. تر دې چې زموږ دکوراکثره ځوانان وروستي صف ته ورسيدل.
د ماخوستن د لمونځ د فرضو وروستی رکات و چې د الله اکبر غږ پورته شو. د برنډې لمونځ ګذارچې ملا يې نه ليدو ټول رکوع ته لاړل، زما په شمول به ټولو د رکوع کلمات ويلي وي، چې په دې کې د قاري صاحب له ستوني د الله اکبر ناره پورته شوه. په برنډه کې ټول لمونځ ګذار سجدې ته پريوتل او په کوټه کې ټول رکوع ته تللي وو، بس يوه بې نظمې رامنځته شوه. په هجره کې غالمغال شو. د مشر حاجي صاصب په شمول ډېرو نورو لمونځ ګذارو امير صاحب ته ښه ستغې سپورې وکړې.
په سبا سهار څو تنه د امير صاحب په ګډون د يوه مړي، چې جنازه يې لا خاورو ته نه وه سپارل شوې، روان شوو. په لاره امير صاحب ته بيا زنګ راغی، د سورت رحمان يو آيات شريف يې د زنګ پر ځای په کې لګولی و. امير صاحب جيب ته لاس کړ، آيات شريف به لا دوه درې کليمې ويل شوې نه و چې د موبايل په مرۍ يې ګوتې ښخې کړې.
زموږ د ډلې نه ورته يو بل ملګري وويل چې اميرصاحب د ثواب پر ځای دې ګناه حاصله کړه دومره خو به دې پريښی و چې دا آيات شريف خو يې پوره کړی و. خو اميرصاحب ورته وويل:
بيا يې ميسکال کولو کنه ځکه مې په تيزۍ سره اوکی کړ. امير صاحب همدې ملګري ته چې د موبايل په ډېرو برخو پوهيده، وويل چې بيګا هم د دې موبايل له لاسه ډېر ورټل شوم، خو زما په دې سرخوړلي موبايل کې ټول همداسې زنګونه دي، ته دې د خپل موبايل نه د تليفون يو ساده زنګ ماته راوليږه او هماغه پرې ولګوه چې د دې رټلو نه خلاص شم او هم پرې لړزنده ( ويبريشن) زنګ راوله چې جنازې ته روان يو هسې نه چې ومو شرموي.
ملګري ترينه موبايل واخيست او د خپل موبايل نه يې ورته يوزنګ وروليږه. چې کله يې د موبايل سيت ورکاوه نو په خندا يې ورته وويل :
_ بيغمه اوسه ، نور به نو د رټلو نه خلاص يې.
د مړي کور ته ورسيدو. زموږ ټوله ډله د مرحوم د مشر زوی سره نيږدې په کټ کې کيناسته. سم له واره په ډله کې ناست ملاصاحب ددوعا په نيت د يوه سورت په ويلو پيل وکړ، موږ هم ددوعا لپې پورته کړې ، دوه درې آياتونه به لا نه و قرائت شوی چې امير صاحب ته يو ځل بيا په موبايل زنګ راغی.
امير صاحب په بيړه د موبايل په لټولو پيل وکړ ، څو چې امير صاحب خپل موبايل له جيب نه را ايسته ، په مو بايل کې د دې سندرې نغمه غږيدله (( نن دې په کاله کې خوشحالي ده مبارک دې شه_ نن دې په کاله کې خوشالي ده مبارک دې شه ))
ګل اغا احمدي: د عابد صاحب د دې ليکنې په تخنيکي اړخ به استادان خبرې وکړي چې طنز دی او که کيسه. خو زما په دې ډېره خوښه شوه چې د نوي عصر نوي ټکنالوژې يې د خپلې ليکنې موضوع ګرځولې ده او بله دا چې ډېر قوي پيغام يې په کې وړاندې کړی دی. سره له دې چې موبايل ډېرې شيګڼې لري خو که پام ورته وانه ړول شي داسې بدګڼې هم رامنځته کولی شي. ماته ډېره په زړه پورې وه، يوازې په دې يوه جمله که عابد له سره غور وکړي، نو ښه به وي. جمله داسې ليکل شوې ده (( په کور کې مې لا نه وم دمه شوی چې د تره زوی مې چې کور په صحرا په امير صاحب مشهور دی.)) دلته دا ړومبۍ (( چې)) بايد له منځه ولاړه شي.
ډاکټر زيارمل: ما هم دې جملې لاندې کرښه کش کړې وه چې احمدي صاحب ورته اشاره وکړه. که د ړومبۍ (( چې)) پر ځای کامه ((، )) راشي نو دا ستونزه به له منځه يوسې. بله دا چې ماته دا سوال دی چې هجره دې په همدې شکل وليکل شي چې عابد ليکلې او که حجره دې وليکل شي او که هوجره؟ او هم دا خبره سپينه شي چې (( نيږدی)) ته دې ((ی)) ورکړل شي او که نږدې دې وليکل شي. بله دا چې دلته راغلي دي چې ((د يوه مړي جنازې ته په ډله روان شوو)) آيا شوو دې همداسې په دوه واوونو وليکل شي او که يو واو کفايت کوي. بله دا چې ځينو ځايونو کې کامه ((، )) په کار ده چې عابد يې خيال نه دی ستالی. لکه امير صاحب چې وايي(( بيا يې ميسکال کولو کنه )) چې له کنه نه وروسته کامه په کار وه.
استاد نجيب منلی: اول بايد دا ووايم چې دواړه (( چې)) پر خپل ځای سمې راغلي دي. په پښتو کې زير، زبر او پيش نه شته که په هجره په ((هـ )) ليکئ نو بايد چې (( هوجره وليکل شي او که واو نه ورکوئ نو بيا يې په ((ح)) وليکئ، لکه حجره. تر کومه ځايه چې د نيږدې او نږدې خبره ده، نو څوک يې نيژدې ليکي، څوک يې نيږدې او څوک يې هم نږدې، زه يې نيژدې ليکم، خو په هرحال (( ی)) ورکول ضروري دي. د جمع په حال کې د يو واو پر ځای دوه واونه په کار دي.
استاد اسدالله غضنفر: اول بايد ووايم ليکنه ډېره خوندوره ليکل شوې، عابد صاحب چې لوسته ماته څو وارې په زړه کې راوګرځيدل چې دا ليکنه بايد د راډيو له لارې خپره شي چې ډېر خلک ترې ګټه پورته کړي. زه د احمدي صاحب خبره تاييدوم چې نوې موضوع ده او ډير قوی پيغام په کې وړاندې شوی دی. خو که د کيسې په حيث ورته وګورو نو يوه نيمګړتيا لري تصادف په کې ډېر زيات دی. که د کيسې په پيل کې تصادف وي، پروا نه کوي. خو که د کيسې د ملا تير او د کيسې پای په تصادف ولاړه وي، نو بيا ورته کيسه نه شو ويلای. تصادف څه شی دي؟ تصادف اثتسنايي پيښې ته وايي، په دې غونډه کې هم ډېر ميسکالونه راغلل دا تصادف نه دی، دا يو معمول دی، خو دلته امير صاحب يو ځل سهوه کيږي، بيا سهوه کيږي او بيا هم سهوه کيږي، دا نو ناشوني خبره ده، بايد چې امير صاحب د دوهر رټلو سره هوښيار شوای وای. زه دا نه وايم چې دا ليکنه هنري نه ده، هنر يوازې په کيسه کې نه په بل ژانر کې هم راتلی شي. البته په هنري طنز ورته ويلی شو او د طنز يو اصل دا هم دی چې پای يې لوستونکی يا خندوي او يا يې ژړوي، و مو ليدل چې کله عابد صاحب کيسه پای ته ورسوله تاسې ټولو بې ارادې وخندل. زه بيا هم وايم چې کيسې په تصادف مه ليکئ.
اسدالله واحدی: ځينو ځايونو کې عابد د ګرامر خيال نه دی ساتلې. مثلاً يو ځای ليکي (( د ماخوستن د لمونځ وروستی رکات و)) چې دا داسې په کار چې (( د ماخوستن لمانځه وروستی رکات و)) بل ځای ليکي (( له کابل نه مې تر پيښوره څو موټرې بدلې کړې وې)) موټران يې په موټرې اړولي دي.
استاد غضنفر: د موټر جمع موټرې کيدی شي، داسې موږ ډېر مثالونه لرو لکه ډالر، ډالرې، لښکر، لښکرې او داسې نور، حتی په پښتو کلاسيک شعرونو کې يې هم پريمانه مثالونه موندلی شو.
ايمل يوسفزی: که په هنري ليکنو کې ولسي ژبه وکارول شي نو داسې به پرې ډېر کم لوستي او نالوستي اوريدونکي هم پوهيدلي وي. دا کار عابد صاحب کړی دی او ډېر ښه يې کړې دی. که غضنفې صاحب ورته کيسه هم وانه وايي، نو ډېر ښکلی هنري طنز يې ليکلی دی.
ګل محمد اريوبي: عابد صاحب يو ځای ليکي(( ته دې له خپل موبايل نه يو ساده زنګ ماته راوليږه او هماغه پرې ولګوه چې د دې رټلو نه خلاص شم)) ما ترې مطلب داخيست چې په موبايل کې چې پخوا کوم زنګونه وو لکه د سورت رحمان، الله اکبر او داسې نور هغو زنګونو ته نه اعوذ باالله رټلي ويل شوي دي.
ايمل يوسفزی: ته په دې جمله سم پوه شوی نه يې. هيڅکله ترې داسې مانا نه راووځي لکه تا چې ترې اخيستې ده. امير صاحب په دې زنګونو څو وارې رټل شوی دی او ځان ښيي چې د رټلو نه خلاص شم.
استاد غضنفر: خو زه بيا د دې جملې په اوږدوالي اعتراض لرم. عابد صاحب ته او خدای چې خلک دومره اوږده جمله په يوه ساه وايي؟ مکالمه د داستان د هنر يو ډېر لوی راز دی. تاسې کولای شول چې دا جمله مو په دوه او يا هم درې لنډو جملو کې خلاصه کړې وه.
علم ګل سحر: کيسه زما ډېره خوښه شوه. ډېره ښه طنزيه کيسه وه. خو يوه غټه خو په کې دا لرم چې ځينې جملې يې ډيرې پسې غځولي دي. لکه دا جمله (( په سبا سهار څو تنه د يوه مړي، چې جنازه يې لا خاورو ته نه وه سپارل شوی، روان شوو)) که يوه مبتدي ليکوال داسې جملې وليکي خو پروانه کوي، خو د عابد نه چې زموږ ښه او پوخ ليکوال دی، ما دا تمه نه لرله. د کيسې په پيل کې يې هم له اوږدې جملې نه کار اخيستی دی. که ما ليکله نو داسې به مې ليکلې وه چې (( سږکال د وړوکي اختر نه يوه اوونۍ مخکې په رخصتۍ کور ته لاړم.)) د دوه واوونو او يو واو خبره رامنځته شوه. زه خپله د دوه واوونو پر ځای (( ول )) کاروم، که څه هم زموږ سيمه ايزه لهجه کې ((ول)) نه شته او چې څوک يې وايي نور ورپورې خاندي هم. زه يې ځکه کاروم چې ورته کليمات ورته لرو لکه شول، راتلل، تلل، راغلل او داسې نور. نه غواړم چې خپله خبره په چا منم خو زه خپله ول کاروم.
غضنفر: سحر صاحب پر ځای وايي. که دا جمله يې داسې ليکلې وه چې (( سبا سحر يوې د امير صاحب په ګډون يوې جنازې ته روان شوو)) بله دا چې دلته سږکال ته څه ضرورت دی. که پيل يې داسې شوای وای چې (( وړوکي اختر ته لا يوه اوونۍ پاتې وه، )) دلته سږکال هيڅ رول نه لري. که د زمان د څرګندولو په خاطر يې سږکال ليکلی وي، نو بيا زمان موږ ته دا نوي ټکنالوژي راښيي. که څه هم غلطه نه خو اضافه ده.
صابرخان بې ريا: يو ځای ليکي چې ((هجرې ته لاړم، په هجره کې له نارينه غړيو پرته قاري صاحب هم دسترخوان ته ناست و.)) دلته د نارينه کليمه راوړل اضافه ده. ځکه چې هجرې ته زنانه هسې هم نه ورځي. بله دا چې دا هم ترې څرګنديږي چې ايا قاري صاحب ښځينه و چې د کور له نارينه غړيو پرته دا هم موجود و؟ ( په غونډه کې د خندا يو زوږ)
سيد عباس: عابد صاحب د امير صاحب له خولې ليکي چې جنازې ته روان يو. خو وروسته مالوميږ ي چې دوی دعا ته تللي دي، چې دا دواړه بيل بيل پړاوونه دي.
عابد: جنازه لا په کور کې پرته ده. څوک چې جنازې ته راځي د مرحوم په کور کې راټوليږي او تر هغې ملا صاحب سورتونه و ايي چې جنازه نه وي پورته شوي.
عابد احساس: د دعا لاسونه هغه وخت پورته کيږي چې سورت پای ته ورسيږي. خو دوی لاسونه پورته کړي دي او ملاصاحب سورته وايي.
عابد: ستاسې نيوکه پر ځای ده.
ډاکټر محمد اکبر اکبر: خدای شته چې ما ته يې ډېر خوند راکړ. زما ټولو ورونو ته دا توسعه ده چې څوک يې چې ليکلی شي، ودې ليکي، دا واړه، واړه عيبونه په هرې هنري ليکنې کې وي، که هغه ډرامه، داستان وي او که طنز. زه وايم داسې داسې بې رحمانه نقد مه کوئ چې د ليکونکي زړه له ليکلو نه تور کړئ، خپله خو يې هسې هم نه ليکئ. يوه خبره چې زه يې يادونه ضروري بولم، هغه دا چې جنازه خاورو ته نه سپارل کيږي، مړی خاورو ته سپارل کيږي.
استاد نجيب منلی: زه خپله په ادب کې د تعريفونه سخت طرفدار يم. خو په هنري ليکنو کې بيا د وچ کلک تعريفونو سخت مخالف هم يم. زما لپاره کيسه هغه ده چې يوه شروع ولري، جريان ولري، پای ولري او زه ترې خوند واخلم. په دې کيسه کې هرڅه شته دی. په تمامه مانا لنډه کيسه ده. غضنفر صاحب د تصادف خبره وکړه، په اصولو کې بيخي پرځای خبره ده. بايد کيسه تصادفي نه وي او پر واقعيتونو ولاړه وي. مګر په دې کيسه کې هيڅ داسې څه نه شته چې پر تصادف دې ولاړ وي. او نه په کې ما تصادف وليده. موږ او تاسې ليدلي دي چې په موبايلونو کې خلک آذان اچوي، آياتونه په کې وي، په لسګونو داسې فاتحو کې به مو ليدلي وي چې ملاصاحب سورت وايي او په موبايل کې د بل سورت ويلو زنګ راشي او يا هم په کې سندره راشي. دا خپله د اياتونو بې حرمتي ده. يو څوک به په تشناب کې وي، خو په موبايل کې به يې يا د آذان او يا هم د آياتونو زنګ راشي. نو ځکه زه وايم چې دا تصادف نه دی او يو واقعيت دی. عابد خو به دوه درې وارې د داسې ميسکالونو يادونه وکړي وي، چې تر دې يې هم زياته يادونه کړې وه، بيا به هم واقعيت و. دغه کيسه پر تصادف نه بلکې په اجتماعي واقيعيتونو ولاړه ده، زه ورته کاميابه کيسه وايم. طنز هم په کې شته او انتقاد هم.
ډاکټر صاحب اکبر پر ځای وويل چې موږ بايد منصفانه انتقاد وکړو. دا ځکه چې ځينې انتقادونه ډېر بې ځايه وو. سليقوي ذوقونه وو. زما يو شی خوښ نه دی خو بل يې خوښوي. ځينې شيان داسې دي چې موږ پرې لا يوه خوله شوي نه يو. دلته د جمع پع حال کې د واوونو خبره راغله چې زه خپله يو واو ليکم خو سوال راته پيدا دی. د منطق له مخې دوه واوونه سم دي. چې د (( شو)) او (( شوو)) تر منځ فرق پيدا شي. د ادب استادانو هم د جمع په حال کې د دوه واوونو وړانديز کړی دی چې چا منلی او چا لا نه دی منلی. دلته د جمعې په حال کې د دوه واونو پر ځای د (( ول)) خبره هم رامنځته شوه چې ډېره پر ځای وړانديز دی، که څه هم زموږ سمه ايزه لهجه کې هم ول نه شته خو د ژبې د معياري کولو له پاره که دا کار وشي او ټول يې ومني نو ډېره ښه خبره ده.
اوس به راشم د عابد په کيسه کې کمزوريو اړخونو ته. يوه خبره بايد سپينه کړم چې کوم نقد چې زه په ځوانو ليکوالو کوم او کوم نقد چې په عابد کوم سره فرق به ولري. په غونډه کې د منلي صاحب نه وپوښتل شول چې عابد ځوان نه دی؟ منلي صاحب په ځواب کې وويل چې عابد ځوان دی خو ليکوالي يې ځوانه نه ده. موږ له عابد نه دا تمه کولای شو چې هر کليمه چې کاروي بايد په تول يې پوره وکاروي. ځکه چې عابد نوی ليکوال نه دی. ډېرې پر ځای نيوکې داسې هم وشوي چې عابد ورته بايد پخوا پام کړی و. لکه د سورت ويلو پر مهال د دعا لاسونه پورته کول، د مړي پر ځای جنازه خاورو ته سپارل، سږکال او داسې نورې. بيا هم د سليقې خبره کوم او دا زما په سليقه جوړه نه ده چې عابد په دې کيسه کې دوه ځايه د خپلې خبرې د روښانولو لپاره دوه ځايه د کليمې مانا په قوس کې ليکلې ده. ليکي چې (( اميرصاحب څو کلونه د خدای په لاره ( تبليغ ) کې لګولي دي.
دا خبره يې بيدون له شرحې نه هم واضح کولای شوه. مثلاً څو کلونه يې په تبليغ کې لګولي وو، يا دا چې څو کلونه يې د خدای په لاره کې لګولي وو. دواړو يې مانا رسوله. دا قوس يې هسې يو اضافه شی دی. بل ځای د لړزنده ( ويبريشن) زنګ خبره کړې ده چې دلته يې هم وضاحت ته ضرورت نه و. يو بل ځای ليکي چې (( چا ته مې د ليدو توان نه درلود)) چې دا هم د پښتو ژبې معياري جمله نه ده. ويلی يې شو چې چاته مې ليدی نه شو. بل ځای ليکي(( له محلې نه به چې څوک هم راتلل)) دا د عابد په ژبه پيښوری اثر دی، کومه بده خبره نه ده. زه ورسره مخالف نه يم. خو که ووايو چې (( د محلې نه به چې هرڅوک راتلل)) نو دلته به خبره واضح شوې وه. که ووايو (( چې څوک هم راتلل)) دا با دا مانا ولري چې زه هر کس بيل بيل څارم. او که ووايو (( چې هرڅوک راتلل)) دا به دا مانا ولري چې هر کس مې له نظره تيراوه. دغې نازکۍ ته هم بايد په هنر کې پام واړول شي. دوه درې ګرامري خبرې وشوې چې بحث هم پرې په کار دی او فکر کول هم پرې په کار دي. کومې کليمې چې دوه سيلابه ولري او وروستې سيلاب يې واول وي لکه موټر، ټوپک او غزل د هغو جمع په (ی) باندې کيدی شي. لکه د موټر جمع موټران ، د ټوپک، ټوپکې او د غزل، غزلې. دا په پښتو کې يو قانون دی. د عادي ګرامر سره چې موږ په ښوونځي کې لوستی دی يو څه په ټکر کې راځي. کيدی شي چې په علمي ليکنو کې ترې ډډه وشي، خو په هنري ليکنو کې بيا دومره باک نه کوي. همدا راز د يو ډول کليمو بڼې تغيرکوي چې په متغيره حالت کې راشي، لکه لمونځ، لمانځه، کوڼ، کاڼه او داسې نور... له د لمانځه وليکو دا معياري ژبه ده. د لمونځ هم خلک وايي، که په ډيالوګ کې وکارول شي نو پر ځای به وي. په دې کيسه کې هم کوم مشکل نه ايجادوي
يوه وروستۍ خبره چې ټولو ته متوجه ده هغه دا چې کله هم انتقاد کوو، بايد د انتقاد او فکر تر منځ يو څه فاصله موجوده وي. ځکه ډېر ځله موږ يوه خبره سمه نه وي اوريدلي او يا پرې پوه شوي نه يو، او د انتقاد په توګه يې مطرح کوو. خو وروسته چې خبره څرګنده شي، بيا ځان ته هم کم راشو او نورو ته هم. نو مخکې له دې چې نقد کوئ بايد د نقد او فکر تر منځ فاصله ولرئ مطلب دا چې خبره ښه وسنجوئ بيا يې وکړئ. دلته يو ورور د رټلو خبره مطرح کړه چې په ليکنه کې هيڅ مشکل نه ايجادوي خو سم پرې نه دی پوه شوی. دې ورور وويل چې د دې رټلو نه خلاص شو دا مانا ورکوي چې د امير صاحب په موبايل کې چې پخوا کوم زنګونه وو هغه رټلي دي، چې په ليکنه کې داسې نه دي راغلي ليکنه په واضح ټکو سره دا خبره څرګندوي چې زه د دې رټلو نه خلاص شم.
عابد: زما په ليکنه چې دې ټولو دوستانو نيوکې وکړې، زه يې زړه ماتی نه کړم، بلکې ماته يې د نورو ليکنو حوصله هم راکړه. که ما نورې څه ليکل زه به د دې دوستانو نيک نظرونو ته پام اړوم او د دوی د نيوکو په پام کې نيولو سره به خپلې ليکنې کوم. د ټولو نظرونه او انتقادنه پر ځای ګڼم. خو خوشحاله په دې شوم چې کيسه ده او که طنز دی ټولو دوستانو خوښ کړو. کور ودانی ورته وايم:
د يادونې وړ ده چې د دې غونډې د کره کتنې دوهمه برخه د استاد زيار په (( ليکلارښود)) استاد منلي خپل عالمانه نظر څرګند کړی دی چې په راتلونکې اوونۍ کې به د استاد منلي خبرې د بهير له لارې په کرښه شي.