څه سر مې خوږيږي، چې ياري کوم
بس دی نوره خپله غريبي کوم

خير دی که  په ګرانه راته پريوزي
زړه نه دې وباسمه خواري کوم

نور به مې د زړه چيرې ونه منم
نور به مې د عقل غلامي کوم

ښکلو ته به بيا په مينه نه ګورم
ښکلو سره دغه ناځواني کوم

ښار کې به د کلي غوندې نه اوسم
ښار کې به خويونه بازاري کوم

٢٠٠٨/ ٠٢/ ١٠
کابل، افغانستان