له ناکردو سره چې لوی دې کړمه
په ښه او بدو باندې پوی دې کړمه
څله دې زړه رانه منګول کې وړلو
څله له لپو ځينې توی دې کړمه
په نه خبره چې مې زړه نری شي
د کوم يتيم ماشوم په خوی دې کړمه
د باد څپه چې ستا وږمه راولي
لکه لونګ جانانه بوی دې کړمه
11.02.2008
- baz
څه سر مې خوږيږي، چې ياري کومبس دی نوره خپله غريبي کوم
خير دی که په ګرانه راته پريوزيزړه نه دې وباسمه خواري کوم
نور به مې د زړه چيرې ونه منمنور به مې د عقل غلامي کوم
ښکلو ته به بيا په مينه نه ګورمښکلو سره دغه ناځواني کوم
ښار کې به د کلي غوندې نه اوسمښار کې به خويونه بازاري کوم
٢٠٠٨/ ٠٢/ ١٠کابل، افغانستان...
06.03.2008
- baz
د مني په يوه زرين دور چي نظرونه يې تير ايستل د شمالي لبنان د ” تولا“ اوسيدونکي چې يو سهار د کليسا په خوا کر راټول شوي وو، د ” فارس“ په ناببره تری تم کيدو انديښمن وو. دې خبرې ته ټول حيران وو چې هغه څنګه خپله ښکلې او ځوانه ميرمن چې ايله شپږ مياشتې يې کيدې چې په ښه زور او شور کې يې واده کړی وه، پريښوده.” فارس“ د خپلې قبيلې سردار او سرداري ورته په ميراث کې پاتې وه. اوس خو ايله د ٢٩ کلونو و، خو د هغه شخصيت په تول پوره و، ځکه خو يې درناوي او احترام ته قبيلې خلک اړ وو.د پسرلي...