سږکال له وړوکي اختر نه پوره يوه اونۍ دمخه مې له دفتر نه رخصتي واخيسته او په وخت مې ځان کور ته ورساوه. په کور کې لا دمه شوی نه وم  چې د تره زوی مې چې کور په صحرا په ( امير صاحب ) مشهور دی او ښايسته ډېر کلونه يې د خدای په لاره ( تبليغ ) کې لګولي دي،  کوټې ته راننوت او له جوړ په خير وروسته يې راته وويل :
_ ښه شوه چې په  وخت راغلې، قاري صاحب مې هم روژه ماتي ته دعوت کړی دی او سر له نن شپې مو د دريو شپو ختم نيولی، روژه ماتی به په هجره کوو.
روژه ماتي ته هم لږ وخت پاتې و. هجرې ته ورغلم ، دسترخوان ته  د کور له نارينه وو غړيو پرته قاري صاحب هم ناست و. امير صاحب د هجرې په برنډه کې چې له هجرې په څو متره واټن کې ده، ولاړ دی، ماداسې وانګيرله چې هجرې ته به آذان سم نه رارسيږي او امير صاحب د آذان زيري ته ولاړ دی.
له روژه تيانو څخه چا يوه ګوله مړۍ په ښورا لړلې خولې ته نيږدې کړې او چا يوه خورما په ګوتو کې نيولې وه. ما چې له کابل نه تر پيښوره پورې څو موټرې بدلې کړې وې، سخت تږی شوی وم او د شربت خوږ ګيلاس مې له نظر لاندې ساته، چې يودم د الله اکبر غږ له بهر نه راغی. له مخې سره مې له شربت نه ډک ګيلاس پر سر راواړاوه. له مرۍ به مې لا دوه درې ګوټه تير شوي نه وو چې قاري صاحب راباندې غږ وکړ:
_ د خدای بنده آذان ته خو لا پنځه  مينټه پاتې دي، دومره صبر دې نه کيده؟
ما وويل نو  دا د الله اکبر غږ له کومې خوا نه راغلو؟
کشر ورور مې وويل:
_ دا خو امير صاحب ته چا مس کال ورکړ.
د ورور ددې خبرې سره سم مې  ژر  امير صاحب ته وکتل ، ليده مې چې هغه  په خپل موبايل کې په مس کال پسې ګرځيده، سخت خجالت شوم، څو شېبې خپلې بې صبرۍ او د امير صاحب د موبايل زنګ ته فکر يوړم، چا ته مې د ليدو توان نه لاره، سترګې مې په دسترخوان ګنډلې وې چې د امير صاحب مشر ورور راباندې غږ کړ:
_ اوس چې دې ماته کړه نو څه له ورته ګورې، بسم الله خو به دې وختي  ويلي وي.
ناستو خلکو وخندل  خو ما له خجالته سر ځمکې ته ونيو او هيڅ غږ مې ونه کړ
دوه شپې مو ختم شريف وکړ خو نن  شپه چې د محلې نه خورا ډېر خلک په دې موخه راغلي وو چې د ختم وروستۍ شپه وه. کوټه له پخوا ډکه وه ، په  برنډه کې هم نه ځايدل. له محلې نه چې به څوک هم ختم ته راتلل، زموږ د کورنۍ غړيو به ورته مخکې صف کې ځايونه پريښودل او خپله به وروسته صف ته تلل. تر دې چې زموږ دکوراکثره ځوانان وروستي صف ته ورسيدل.
 د ماخوستن د لمونځ  د فرضو وروستی رکات و چې د الله اکبر غږ پورته شو. د برنډې لمونځ ګذارچې ملا يې نه ليدو  ټول رکوع  ته لاړل، زما په شمول به ټولو د رکوع کلمات ويلي وي، چې په دې کې د قاري  صاحب له ستوني د الله اکبر ناره  پورته شوه. په برنډه کې ټول لمونځ ګذار سجدې ته پريوتل او په کوټه کې ټول رکوع ته تللي وو، بس يوه بې نظمې رامنځته شوه. په هجره کې غالمغال شو.  د مشر حاجي صاصب په شمول ډېرو نورو لمونځ ګذارو امير صاحب ته ښه ستغې سپورې وکړې.
په سبا سهار څو تنه د امير صاحب په ګډون د يوه مړي، چې جنازه يې لا خاورو ته نه وه سپارل شوې، روان شوو.  په لاره امير صاحب ته بيا زنګ راغی، د سورت رحمان يو آيات شريف يې د زنګ پر ځای په کې لګولی و. امير صاحب جيب ته لاس کړ، آيات شريف به لا دوه درې کليمې ويل شوې نه و چې د موبايل په مرۍ يې ګوتې ښخې کړې.
زموږ د ډلې نه ورته يو بل ملګري وويل چې اميرصاحب د ثواب پر ځای دې ګناه حاصله کړه دومره خو به دې پريښی و چې دا آيات شريف خو يې پوره کړی و. خو اميرصاحب ورته وويل:
بيا يې ميسکال کولو کنه ځکه مې په تيزۍ سره اوکی کړ.  امير صاحب همدې ملګري ته چې د موبايل په ډېرو برخو پوهيده، وويل چې بيګا هم د دې موبايل له لاسه ډېر ورټل شوم، خو زما په دې سرخوړلي موبايل کې ټول همداسې زنګونه دي، ته دې د خپل موبايل نه د تليفون يو ساده زنګ ماته راوليږه او هماغه پرې ولګوه چې د دې رټلو نه خلاص شم او هم پرې لړزنده ( ويبريشن) زنګ راوله چې جنازې ته روان يو هسې نه چې ومو شرموي.
ملګري ترينه موبايل واخيست او د خپل موبايل نه يې ورته يوزنګ  وروليږه. چې کله يې د موبايل سيت ورکاوه نو په خندا يې ورته وويل :
_ بيغمه اوسه  ، نور به نو د رټلو نه خلاص يې.
د مړي کور ته ورسيدو.  زموږ ټوله ډله د مرحوم د مشر زوی سره نيږدې په کټ کې کيناسته. سم له واره په ډله کې ناست  ملاصاحب ددوعا په نيت د يوه سورت په ويلو پيل وکړ، موږ هم ددوعا لپې پورته کړې ، دوه درې آياتونه  به لا  نه و قرائت  شوی چې امير صاحب ته يو ځل بيا په موبايل زنګ راغی.
امير صاحب په بيړه د موبايل په لټولو پيل وکړ ، څو چې امير صاحب  خپل موبايل له جيب نه را ايسته ، په مو بايل کې د دې سندرې نغمه غږيدله  (( نن دې په کاله کې خوشحالي ده مبارک دې شه_ نن دې په کاله کې خوشالي ده مبارک دې شه ))