تیره  شپه د شمشاد ټلويزيون چارواکي ټيم د ال انډيا راډيو پخواني مشر او  په پښتو ژبه مين  منهور سنګهـ بهترا ته يوه ميلمستيا جوړه کړې وه چې تر څنګ يې د ځينې استادان  په شمول، شاعران ژورنالستان او فرهنګيان هم وربللي وو.
منهور سنګهـ بهترا يو  له هغو ژورنالستانو څخه دی چې څلويښت کاله پخوا د هندوستان دولت د دريو کلونو له پاره افغانستان ته  په دې خاطر راوليږه چې پښتو ژبه زده کړي. دلته ورته د افغانستان دولت  استاد سعدالدين شپون او استاد محمد حسن ولسمل د پښتو ژبې د زده کړې استادان وټاکل. کله چې استاد بهترا د پښتو ژبې  په زده کړه پيل وکړ، نو د استادانو  په برکت او په خپل لياقت يې د دريو کلونو مزل په يوه کال کې وواهه. بهترا خپل دولت ته احوال ورکړ چې ما مکمله پښتو ژبه زده کړه.  د هندوستان  دولت ورسره دا خبره  ونه منله.  د بهترا په ډېر ټينګار د هندوستان دولت په کابل کې خپل سفارت ته يو پوښتنليک راوليږه چې له بهترا څخه ازموينه واخلي. بهترا په دې ازموينه کې په ٧٥ نمرو بريالی شو.  د هندوستان دولت بهترا ور وغوښت او د ال انډيا راډيو ډهلي مشر يې وټاکه. استاد بهترا لس کاله  د راډيو مشري وکړه. بهترا وايي:
ما په داسې شرايطو کې پښتو ژبه زده کړه چې د کابل د سړې هوا د حرارت درجه به تر منفي ٤٠ پورې رسيده، خو زه به په بازار کې ګرځيدم او له دوکاندارانو سره به هسې په هسې خوله ګډوله، نرخ او نوا به مې ورسره کوله، په ښاري  بسونو کې به ګرځيدم او د خلکو شور او زوږ  ته به مې غوږ نيولی و.  دی زياتوي:
کله چې زه د ال انډيا راډيو ډهلي مشر شوم. نو  له افغانستان  څخه به د اوريدونکو  دومره ډېر خطونه راتلل چې په اونۍ کې به تر زرو اوړيدل. همدا رنګه کله چې په افغانستان کې د ال انډيا سروی  شوې وه، نو د اوريدونکو شمير يې ميلونونو ته رسيدلی و. له دې پرته د دې پښتو ژبې له برکته زه په ټول هندوستان او  اسيا ميانه کې د شهرت خاوند شوم. هغه داسې چې د خوشحال بابا او رحمان بابا شعرونه به مې په انګريزي ژبه ژباړل ، هغه به مې تحليلول او د هندوستان په معتبرو ورځپاڼو کې به نشريدل.  چې دې کار هم زما شهرت ته ګټه ورسوله  هم يې زما عزت ته ګټه ورسوله او هم يې راته يوه ګوله ډوډۍ برابروله.  سربيره پر دې مې ډېر د پښتو شعرونه او مقالې ليکلي دي چې هغه په هاغه وخت کې د افغانستان په معتبرو جريدو او ورځپاڼو کې خپريدل. بهترا زياته کړه:
د پښتو ادب د پنځو ستورو  سره مې هم  نيږدې اړيکې لرلۍ . له دوی څخه به چې هر يو هندوستان ته راغی، زما کور ته به راتلل او تر هغې چې به په هند کې و، نو له ما سره به  وو.  ما به د هندوستان په مشهورو کتابخانو او مشهورو تاريخي ودانيو مې ګرځول. او تر هغو وروسته چې هر افغان ليکوال او محقق هند ته راغلی دی، زه يې په خدمت کې حاضر شوی يم او زما په ژوند چې اوس هم کوم شاعر، ليکوال او يا محقق هند ته راشي زه به يې په خدمت کې واقع کيږم.
د شمشاد ټلويزيون ټيم د استاد بهترا په وياړ  د يوې مدهم موسيقۍ بندوبست هم کړی و چې خوږې محلي سندرې يې زمزمه کړې.

استاد رفيع، استاد شپون او استاد ولسمل بهترا ته د شمشاد لوګو ډالۍ کوي

استاد بهترا، استاد شپون، عابد او استاد ولسمل

 د شمشاد ټيم ځينې ياران

استاد رفيع، استاد بهترا او عابد

نورالحبيب نثار او غفور ليوال

استاد ازمون، عبدالزی او عابد

استاد بهترا او عابد

د شمشاد ټلويزيون رييس پشتون، عابد او عبدالله مياخيل

پشتون، بابرزی او ډاکټر رودوال

عزت مرتظی، شرر او سردار سعيد

طاهر ځلاند، بابرزی او داد مخـد راسا

افغاني هنرمندان

غفور ليوال، استاد منلی، غوټۍ خاورې، استاد ولسمل، استاد بهترا، قيوم کريم، استاد شپون، پشتون، استاد حبيب الله رفيع او بابرزی صاحب