مور او پلار راباندې بازمحمد نوم ايښی و.  په ١٣٤٦ کال کې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخيلو کلی کې د شهزاده په کور کې زيږيدلی يم. د نيکه نوم مې ملک مرجان و.  په اووه کلنې کې د خپل کلي په منځني ښوونځي (اوس د ثمرخپلو ليسه) کې شامل کړای شوم. له اتم ټولګي چې فارغ شوم، نو د ننګرهار ليسې ته ور وپيژندل شوم. تر شپږو مياشتو پورې مې د ننګرهار په ليسه کې زده کړې وکړې.  ١٣٦١لمزيز کال چې د ثمرخيلو منځني ښوونځي ته د ليسې درجه ورکړل شوه. ما هم خپله سه پارچه د ثمرخيلو ليسې ته وروړه. په همدې ليسه کې مې تر يوولسم ټولګي پورې زده کړې وکړې او د دولسم ټولګي د کلنۍ ازموينې په پيل کيدو وې چې عکسرۍ ته د نيولو له ويرې پيښور ته په کډه شوم. هلته د مهاجرت د سختو لنډو سره مخ شوم. و مې نه شوو کړای چې لوړې زد ه کړې وکړم. ايله دومره مې وکړای شول چې د دولسم ټولګي شهادتنامه د يوه افغاني ښوونځي څخه تر لاسه کړم. د زده کړې تنده مې د جهادي ادب په ورځپانو او مجلو خړبوله.
په ١٩٩٣ ميلادي کال مې په شعر ويلو پيل کړی دی او په همدې وخت کې مې ځان ته د عابد تخلص خوښ کړی و.  په ١٩٩٦ کې مې لنډه کيسه ليکنې ته مخه کړې وه. لومړۍ شعري ټولګه  ( دنکريزو پاڼه)  مې په ١٩٩٧ کې د ناهيد کتاب خپرولو موسسې له خوا خپره شوې وه او دوهمه شعري  ټولګه ( لو دی د لونګو) په ٢٠٠٠ ميلادي کال د هيلې مجلې خپرنيز ارګان خپره کړې وه. په ٢٠٠٤ ميلادي کال مې د لنډو کيسو يوه ټولګه خپره شوه چې په لندن کې ميشتو فرهنګپالو يې لګښت په غاړه اخيستی و. ټولې په کې ١٩ کيسې راغلي دي. په ٢٠٠٧ ميلادي کال مې يوه بله شعري ټولګه چې د نکريزو پاڼه او لو دی د لونګو يې هم په غيږ کې نيولي دي، د ( جانانه کله خو راپيښه وکړه)  دانش خپرندويه ټولنې چاپ کړه. په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې د افغان ادبي بهير راپورونه د ختيزې سيمو د ليکوالو او ژورنالستانو ټولنې د افغان ادبي بهير په نامه خپاره کړل. په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې مې د ( کاروان خبرې کوي) په نامه يو کتاب د ميدان وردګو والي د مڼې ګل د مشاعرې په وياړ خپور کړ. دا کتاب د وتلي شاعر پير محمد کاروان هغه مقالې دي چې په يارانو شاعرانو يې ليکلي دي.
له پنځلسو کلونو راهسيې مې په افغان ادبي بهير کې فعاله ونډه اخيستې ده.  په پيل کې به مې په بهيروالو د چايو پيالې وېشلې، بيا به مې بهير راپورنه ليکل او بيا مې څو کلونه د بهير وياندي کوله او اوس چې بهير په کابل کې غونډې کوي، د بهيروالو خدمت او د ادب پراختيا ته مې ملا تړلې ده.
لومړۍ رسمي دنده مې په پيښور کې د (عرفان کلتوري مرکز) سره پيل کړه چې د يوې معتبرې درې مياشتنۍ مجلې د پښتو د برخې ايډيټر اوم. او دوهمه رسمي دنده مې د افغانستان له پاره د بي بي سي راډيو د تعليمي پروژو  سره  د چاپي نشراتو په برخه په ٢٠٠٢ ميلادی کال په پيښور کې پيل کړې چې تر اوسه ورسره په کابل کار کوم.

ايمل ادرس: baz_moh1@hotmail.com

موبايل شميره:0093708198512
                     0093777203038
پيښور موبايل: 00923459202120