پغمان د کابل ښار لويديز ته هغه ولسوالۍ ده چې هره اونۍ ورته د تفريح لپاره په سلګونو سيلانيان ورځي. د جمعې په ورځ خو د دې سيلانيانو شميره زرګونو ته رسيږي. د تيرې سه شنبې په ورځ د پغمان د ښکلې درې د نندارې وياړ راته د خپلو ګرانو او قدرمنو مشرانو په ګډون حاصل شو. بختانی صاحب، پسرلی صاحب، شپون صاحب او غضنفر سره تللی وم.
پغمان ته دا زما ړومبی ځل نه و، بلکې په لسګونو ځلې تللی وم. خو دا ځل تګ ډېر بختور ځکه و چې له استادانو مو درنې او په تول پوره خبرې واوريدې. دومره درانه بحثونه مې واوريدل چې ونه توانيدم چې تر تاسو يې درورسوم. البته د مشرانو څو انځورونه درباندې کتلای شم. هيله ده چې خاطر مو پرې دروند نه شي.
په درنښت ستاسې باز








13.07.2009
- baz
که له نورو برخو يې تير شو او د موسيقۍ برخې ته يې تم شو نو ډېرې داسې لاسته راوړنې يې د کوزې پښتونخوا د پښتنو سندرغاړو په ګډون لرلي دي. تل يې د موسيقۍ کنسرتونه په شمشاد کې جوړ کړي دي او په لسګونو او سلګونو ميلمانه يې د شمشاد ديرې ته بللي دي. په تيرو دريو شپو کې يې د موسيقۍ په برخه کې يو بل ابتکار هم وکړ چې د کارت نو په مارکوپولو هال کې يې د پښتو موسيقی د مينه والو له پاره کنسرت جوړ کړی و. دې کنسرت ته ډېرو ځوانانو هره شپه ټکټونه اخيستي دي او په مستۍ يې استقبال کړی دی. دلته يې څو...
22.07.2009
- baz
مور او پلار راباندې بازمحمد نوم ايښی و. په ١٣٤٦ کال کې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخيلو کلی کې د شهزاده په کور کې زيږيدلی يم. د نيکه نوم مې ملک مرجان و. په اووه کلنې کې د خپل کلي په منځني ښوونځي (اوس د ثمرخپلو ليسه) کې شامل کړای شوم. له اتم ټولګي چې فارغ شوم، نو د ننګرهار ليسې ته ور وپيژندل شوم. تر شپږو مياشتو پورې مې د ننګرهار په ليسه کې زده کړې وکړې. ١٣٦١لمزيز کال چې د ثمرخيلو منځني ښوونځي ته د ليسې درجه ورکړل شوه. ما ه...