که له نورو برخو يې تير شو او د موسيقۍ برخې ته يې تم شو نو ډېرې داسې لاسته راوړنې يې د کوزې پښتونخوا د پښتنو سندرغاړو په ګډون لرلي دي. تل يې د موسيقۍ کنسرتونه په شمشاد کې جوړ کړي دي او په لسګونو او سلګونو ميلمانه يې د شمشاد ديرې ته بللي دي.
په تيرو دريو شپو کې يې د موسيقۍ په برخه کې يو بل ابتکار هم وکړ چې د کارت نو په مارکوپولو هال کې يې د پښتو موسيقی د مينه والو له پاره کنسرت جوړ کړی و. دې کنسرت ته ډېرو ځوانانو هره شپه ټکټونه اخيستي دي او په مستۍ يې استقبال کړی دی. دلته يې څو انځورونه خپروم ، هيله ده چې ستاسې د پام وړ وګرځي.

سهاک د شمشاد ټلويزيون پروډکشن مينيجر

ايمل دوستيار د سندرو او خبرو پروګرام چلوونکی

محمديګل اوبرنګ د کنسرت اناسري کوي

نوی سندرغاړی سردار سيد

خالد ملک

د غمي د اتڼ ډله

غزاله جاويد پښتو سندرغاړې

ماصل خان غمشريک

د نندارچيانو يوه څنډه

12.07.2009
- baz
نور احمد ليوال چې تر دې دمه يې د کمپيوټر په نړۍ کې بې شميره او هيريدونکي خدمتونه سر ته رسولي دي، اوس يې داسې يو درسي سستم جوړ کړی دی چې پرته له دې نه چې يو څوک ښوونځي ته ولاړ شي، خپل کور ته ښوونځي راوستلای شي. په دې سستم کې تاسې کولای شئ چې د انټر نيټ له لارې له ورکتون له ماشومانو واخله تر دولسم ټولګيو پورې په درسي مواد په غږيزه توګه واورئ او زده کړئ. له انټر نيټ پرته يې د سي ډي په واسطه په کمپيوټر کې هم انسټالولای شئ. د ويډيو، سي ډي او ټيپ او کتابي شکل کې هم له دې نعمته...
16.07.2009
- baz
پغمان د کابل ښار لويديز ته هغه ولسوالۍ ده چې هره اونۍ ورته د تفريح لپاره په سلګونو سيلانيان ورځي. د جمعې په ورځ خو د دې سيلانيانو شميره زرګونو ته رسيږي. د تيرې سه شنبې په ورځ د پغمان د ښکلې درې د نندارې وياړ راته د خپلو ګرانو او قدرمنو مشرانو په ګډون حاصل شو. بختانی صاحب، پسرلی صاحب، شپون صاحب او غضنفر سره تللی وم.پغمان ته دا زما ړومبی ځل نه و، بلکې په لسګونو ځلې تللی وم. خو...