د يادونې وړ ده چې دا انځورونه بلاګ ته ګران فلسفي ملګري، شاعر او ليکوال زيرک فهيم راليږلي دي. له نورو دوستانو هم هيله کوم چې د هيواد ښکلې منظرې بلاګ ته راوليږي. ځکه زموږ هغه مسافر ورونه چې کلونه کلونه يې په بهرنيو ملکونو کې تير کړي دي، د خپل هيواد د منظرو ډېر د ليدلو ډېر تږي دي او وخت پر وخت يې ليکونه راليږلي دي چې د منظرو د خپرولو لړۍ بيا پيل کړم. زيرک چې د نورستان د ښکلې او جنت نظيره درې عکسونه راليږلي، يو څه يې په بلاګ کې پخوا خپاره شوي، يو څه دا دی اوس خپروم او په راتلونکې کې به هم خپاره شي. هيله ده چې دوستان به د هيواد ښکلې منظرې بلاګ ته راوليږي څو د مسافرو ورونو تنده پرې ماته شي.
په درنښت ستاسې
باز






23.07.2009
- baz
تیره شپه د شمشاد ټلويزيون چارواکي ټيم د ال انډيا راډيو پخواني مشر او په پښتو ژبه مين منهور سنګهـ بهترا ته يوه ميلمستيا جوړه کړې وه چې تر څنګ يې د ځينې استادان په شمول، شاعران ژورنالستان او فرهنګيان هم وربللي وو.منهور سنګهـ بهترا يو له هغو ژورنالستانو څخه دی چې څلويښت کاله پخوا د هندوستان دولت د دريو کلونو له پاره افغانستان ته په دې خاطر راوليږه چې پښتو ژبه زده کړي. دلته ورته د افغانستان دولت استاد سعدالد...
17.08.2009
- baz
دا ځل د افغان ادبي بهير د تيرې غونډې د راپور اورولو وروسته ښاغلي ډاکټر جبار څپاند د بهير د چارو د ښه سمون په خاطر د پروجکټور په واسطه يو پريزنټيشن وړاندې کړ چې ډېرو دوستانو يې له ټولو اړخونو سره يو والی څرګند کړ، خو له جبار څپاند څخه غوښتنه وشوه چې ټولو بهيروالو ته يې د اميل له لارې وليږي چې په راتلوونکي غونډه کې پرې بحث وشي او طرحه يې لا پسې پياوړي کړي.
ورپسې د راشد خټک په لنډه کيسه چې بې خونده ګناه نوميده، کره کته وکړه چې ډېرې يارانو پرې خپل نظر...