افغان ادبي بهير خپله اوونزه غونډه د کابل قوه مرکز سره نيږدې په کاروان انستتيوت کې د جلال خپلواک په مشرۍ تر سره کړه. د غونډې ميله ثواب الدين مخکښ. وياند يې حسن المبارک او راپور يې محمد عابد ليکه.
له تلاوت وورسته د استاد اسد اسمايي په مړينه ژوره خواخوږي څرګنده شوه. بهيروالو دا ستر غم نه جبرانيدونکی وباله، کورنۍ او خواخوږي ته يې د جميل صبر غوښتنه او ارواښاد ته بهتر جنتونه له لوی خدای (ج) څخه وغوښتل شول. د تيرې غونډې راپور په دې خاطر بلې غونډې ته وځنډول شو چې راپور ليکوونکی نه و راغلی. ورپسې دياسنګهـ انجان خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې تود بحث پرې وشو.
له کره کتنې وروسته يوه آزاده مشاعره وشوه چې ګڼ شمير شاعرانو شعرونه په کې وويل. په غونډه کې تر پنځوس تنو پورې شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه ګډون کړی و.

حسن المبارک، جلال خپلواک او ثواب الدين مخکښ




کاروان په غزل خپل نظر څرګندوي


جلال خپلواک

سيد جيلاني جلان


09.07.2009
- baz
د اشياوو د افاديت او د فطرت په مشاهده کې ډېر خلک لاس لري. د کايناتو د اجزاوو تعارف د انساني نفسياتو، ذوقونو او نړۍ ليدونو د اختلاف په بنياد ځای پر ځای بيلا بيل رنګونه او تعريفونه وړاندې کوي. ژوند هم يو داسې لاينحله معما ده چې تر اوسه يې هيڅوک داسې تعريف نه شي موندلی چې ټول انسانان پرې متفق وي. علم او اخلاقيات سره له دې چې د بشري تمدنونو او فرهنګونو موسسين ګڼل کيږي، د ځمکې پر سر په يوه شکل نه دي موجود. د هرې بشري ټولنې د علومو او اخلاقياتو جلا، جلا معيارونه دي، انسان د همدې معيارونو...
12.07.2009
- baz
نور احمد ليوال چې تر دې دمه يې د کمپيوټر په نړۍ کې بې شميره او هيريدونکي خدمتونه سر ته رسولي دي، اوس يې داسې يو درسي سستم جوړ کړی دی چې پرته له دې نه چې يو څوک ښوونځي ته ولاړ شي، خپل کور ته ښوونځي راوستلای شي. په دې سستم کې تاسې کولای شئ چې د انټر نيټ له لارې له ورکتون له ماشومانو واخله تر دولسم ټولګيو پورې په درسي مواد په غږيزه توګه واورئ او زده کړئ. له انټر نيټ پرته يې د سي ډي په واسطه په کمپيوټر کې هم انسټالولای شئ. د ويډيو، سي ډي او ټيپ او کتابي شکل کې هم له دې نعمته...