د افغان ادبي بهير غونډه چې د دياسنګهـ انجان په رياست کې وشوه او استاد اجمل ښکلی يې ميلمه و د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه. د غونډې وياند حسن مبارک و او د تيرې د غونډې ريپورټ مصطفی باور وړاندې کړ. ورپسې نورګل شفق خپله کيسه د ( دوه مخی) په نوم کره کتنې ته وړاندې کړه، چې اسمعيل څپه يې ليکلی نقد واوراوه . او بيا د غونډې برخوالو لکه جلان ځاځي، ډاکټر محب زغم، الهام، عابد او استاد غضنفر په کيسه خپل نظرونه څرګند کړل چې په مجموعو کې د کيسې ژبه خوښه کړی شوه او شفق صاحب ته نيکې مشورې ورکړی شوې. ورپسې آزاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه واورول. په غونډه کې تر پنځوتنو شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.

دياسنګهـ انجان، استاد اجمل ښکلی او محب زغم

د غونډې وياند حسن مبارک


نورګل شفق خپله کيسه کره کتنې ته وړاندې کوي


بشرمل ناصر د شعر ويلو په حال کې

عنايت ديدار د شعر ويلو په حال کې

دياسنګهـ انجان غونډه ارزوي

د غونډې برخه وال چې له ښي اړخه بشرمل ناصر، عابد، ديدار او ډاکټر محمد اکبر اکبر په سر کې ليدل کيږي.