نور به ورته څومره انتظار کوم
کله به دې کاڼي زړه ته لار کوم
ستا د ښکلا نښې ور پکې وينم
ځکه خو د هرې ښکلا څار کوم
ته خو يو وعده د خولګۍ وخو کړه
خېر دی زه تر ډېره ورته وار کوم
چاراته ويلې چې اوس څه کوې؟
ما وی چې د مينې کار وبار کوم
ځم چيرته له غرونو پسې اوړمه
باز يمه د سپينې بازې ښکار کوم
٢٠٠٨/١١/٢٦
کابل ، افغانستان
04.11.2008
- baz
محترم ورور عابدصا حب مننه کو م چې تا سو زيار ګاللی دی چې دوستان سره نژدې کړ ئ کور دې ودان او په قلم دې بر کت شه . زه دا خپله اسلا مې او افغا نې د نده ګڼم چې کوم څه زماله وسې پوره وې،کو شش کو م د خپلو هيوادوالو سره مر سته وکړم په ځانګړې تو ګه د هغه معيوبينو ورونو اوخويندو سره چې د خو ږ بدن غړې يې له لاسه ورکړې دې. زما هلې ځلې جارې دې دوام ور کوم . زما د زړګې سر د سترګو تور ښا غلی سيد محمد مسکين صاحب له تا سو څخه مننه کو م چې تا سو خپ...
30.11.2008
- baz
د افغان ادبي بهير غونډه چې د دياسنګهـ انجان په رياست کې وشوه او استاد اجمل ښکلی يې ميلمه و د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه. د غونډې وياند حسن مبارک و او د تيرې د غونډې ريپورټ مصطفی باور وړاندې کړ. ورپسې نورګل شفق خپله کيسه د ( دوه مخی) په نوم کره کتنې ته وړاندې کړه، چې اسمعيل څپه يې ليکلی نقد واوراوه . او بيا د غونډې برخوالو لکه جلان ځاځي، ډاکټر محب زغم، الهام، عابد او استاد غضنفر په کيسه خپل نظرونه څرګند کړل چې په مجموعو کې د کيسې ژبه خوښه کړی شوه او شفق صاحب ته نيکې مشورې ورکړی شوې. ورپسې...