اسد دانش زه له هغه وخته پېژنم چې په شلو زرو کلدارو يې خپل خپږنيز کار پيل کړی و. هغه وخت هم دانش صېب درويشانه او مستانه طبعه لرله او اوس يې چې د خپرنيز کار تر زرګونو کتابونو ته رسېدلی دی، هم درويشانه او مستانه خوی لري. په پېل کې چې يې د قصه خوانۍ په ډکي نعلبندي کې يو وړوکی کتابپلورنځی پرانيست سره له دې چې کمپوز سنټر هم په کې و د اسد دانش د بنډارونو ځای هم و. تل به په کې اوه اته کسه فرهنګيان ناست وو. او اوس هم چې په پېښور کې څومره کوزني او برني فرهنګيان دي، په هفته کې دوه درې ځلې اسد دانش ته ورځې . اوس خو يې کتابپلورنځی بېل او کمپوز سنټر او دفتر بېل دي چې دفتر يې د شاعرانو او ليکوالو بنډار ځای دی او تل په کې شنې او تورې چای يارانو ته رسيږي.
اسد دانش به په سلګونو داسې کتابونه په خپل لښګت خپاره کړي چې شاعر او ليکوال يې د چاپ وسه نه لرله او اوس هم چې کوم ناداره شاعر او ليکوال دا هيله ولري چې کتاب دې خپور شي نو اسد لالا يې بيا په دې کيسه کې نه وي چې کتاب څوک په بيه اخلي او که نه، خو د ی ورته کتاب په خپل لګښت چاپوي. زما په اند د همدې ملنګانو شاعرانو او ليکوالو د دعاګانو برکت دی چې د دانش لالا کار و بار يې له شلو زور کلدارو څخه تر ميلونونو پورې ورساوه.
دا دی دا دوهم کال دی چې دانش مطبعې په کابل کې کار پېل کړی دی او ښه په کاميابۍ سره پر روانه ده. تيره ورځ چې زه د حيسنه ګل تنها په کتابونو پسې چې بهيروالو ته يې راليږلي وو، د کابل په ميوند جاده کې دانش کتابپلورنځي ته لاړم، نو په زرګونه عنوانه کتابونه مې وليدل چې دانش خپرندويه ټولنې خپاره کړي وو، خدای شته چې له زړه نه مې ورته دعا ووته . کمره راسره وه او د کتابپلورنځي عکس مې واخيست. وروسته چې مې بيا دا عکسونه په کمره کې ليدل ډېر خوند يې راکړ او و مې پتيله چې په اسد دانش مطبعه بايد يو انځوريز راپور ولرم. ځکه چې ما ته يې هم دوه درې کتابونه په خپل لښګت خپاره کړي که څه هم دا راپور به د هغه د احسان جبران نه وي خو زما خپله تنده به پرې يو څه ماته شوي وي.
راځئ چې دا انځورونه په ګډه سره ووينو.
د کابل په جمهوريت روغتون ته مخامخ اسد دانش فلم سکينر په ستانکزي مارکيټ کې
قاري صېب عمرخيل چې په زرګونه کتابونه يې په خپلو هنرمندو ګوتو کمپوز او ډيزاين کړي دي.
نيازعلي پرنټينګ ماشين ته ولاړ دی
ظفرجان د کټينګ ماشين تر څنګه
ملاجان د لايټنيګ ماشين تر څنګه
نصېب الله د ګم باينډينګ ماشين تر څنګه
په مېوند جاده کې د اسد دانش کتابپلورنځی
دانش کتابپلورنځی د کابل په مېوند جاده
عابد په دانش کتابپلورنځي کې
سميع الله د دانش کتابپلورنځي مسوول
نور احمد نورزی په کابل کې د دانش مطبعې مسوول