sahaar sahaar

Profile Photo

نذيراحمد سهار د جګړن ميراحمد زوى، په قوم مسود دى. له نن نه ٢٨ کاله مخکې وېږېدلى. پلرنى ټاټوبى يې لوګر ولايت دى او په وزيرستان کې هم نيکات لري. په ژورناليزم کې يې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي او د ١٨ په شاوخوا کې کتابونه يې چاپ او خپاره شوي دي. دمګړۍ له پژواک خبري اژانس سره د راډيوڅارنې د څانګې د مسوول په توګه کار کوي.



تبليغات څه کارونه کولای شي؟

ډېری هغه کسان، چې تبليغات يې د خپل کار يوه برخه ټاکلې، له خپلو اشتهارونو ډېرې تمې لري. تبليغات يوه څو اړخيزه مقوله ده. د يوې تبليغاتي خپرونې د اغيزناکتوب لپاره په کار ده،چې موخې، مخاطبان او کاريدونکې رسنۍ په ژوره توګه غوره شي. تبليغات ګڼې اغيزې پر ځای پرېږدي. ددغو اغيزو له ډلې څخه کولای شو لاندې ټکو ته نغوته (اشاره)وکړو: خبرتيا پنځول:  تبليغات يا اشتهار کولای شي د خبرتيا او پيژندنې لامل وګرځي. خلک په ټوليز ډول له هغو

30.05.2010 sahaar

((فرهنګي پت)) ولې له ((سياسي ګټو)) قربانيږي

سياستونه  او سياسي څېرې تل بدليږي او د ثابت دريځ او ثابتې تګلارې پلويتوب نه کوي. دا د سياست غوښتنه او اړتيا ده، خو ادب او ادبي څېرې تر ډېره ثابت دريځ  او ثابتې څېرې لري. دوى بايد د تغيير منونکي سياست په بهبر کې خپل ثبات وساتي. د ادب او سياست بېلتون هم ناشونى دى. هيڅوک هم له سياست پرته د ادب او له ادب پرته د سياست د پرمختګ ضمانت نشي ورکولاى. د افغانستان د سياسي اوضاع لوبغاړي ډېرى غير ثابت او په همدغه ترڅ کې په فزيکي او مانيز دواړه لحاظه له  حذف کېدو س

05.08.2009 sahaar

کله چې قلمونه اسهال شي...!

  په افغانستان کې د ډېرى روڼاندو او يو شمېرهغو کسانو، چې د قلموالو حساب پرې کيږي ، تر ټولو ستره ستونزه داده، چې ثابت دريځ او څرګند تګلورى نه ساتي. ددوى عقل، منطق، فکر او ژوند له سياسي حالاتو سره بدلون مومي او دا ټول په يوه داسې کړۍ کې را منحصروي، چې يوازې او يوازې پر شخصي او سليقوي ګټو بنا وي. د افغانستان اوسنۍ سياسي وضع د ددې طبقې اصليت او ماهيت ښه په ډاګه کوي. پروني يو شمېر انقلابيان او د اسلامي انقلاب شعار ور

23.07.2009 sahaar

په وېبلاګ كې څه وكړو او څه ونه كړو؟

ژورناليستان، چې كله انلاين نړۍ ته ننوځي، ډېرى له دوديزې خبريالۍ نه په اغيز عمل كوي. ددې لپاره، چې په انټرنېټي فضا كې خپل ځاى او موقعيت وپېژنئ، د انلاين رسنيو پرځانګړنو بايد وپوهېږئ.  له غږ، انځور او ميوزيك نه ګټه واخلئ په بلاګ كې ځانګړي غږونه او موسيقي د بلاګ راښكون ډېروي او د مخاطبانو په ذهنونو كې يې ياد تلپاتې كوي. كه چېرې ستاسې په وېبلاګ كې له پرانستل كېدو سره سمه ((اې زما وطنه د لالونو خزانې زما- ستا ه

20.07.2009 sahaar

ايا وېبلاګ ليکنه خبريالي ده؟

د خبريالۍ ډېرى كارپوهان وېبلاګ ليکنه خبريالي نه ګڼي. دلته دوه لاملونه د بلاګ د خبري سرچينې په توګه د منلو پر وړاندې خنډ جوړوي: الف- شخصي بڼه:  وېبلاګ د ليكوال يا وېبلاګ چلوونكي شخصي مال دى او هرڅه پكې له يوې شخصي زاويې كتل كيږي. په وېبلاګ كې ډېر لږ پر خبري مسايلو تمتيا كيږي، په داسې حال كې، چې د شخصي بوختياوو او مسلكي توكو برخه يې تر نورو هغو درنده ده.  ب- لږ باوري: وېبلاګونه د خبر ښې سرچينې نه دي. وېب

20.07.2009 sahaar

F ډوله مطالعه

د وېبپاڼو پرمخ د لوستونكو سترګې ډېرى د F په څېر حركت كوي. يانې لوستونكي د وېبپاڼو توكي په يوې F ډوله مطالعې له سترګو تېروي. په دا ډول مطالعه كې دوه افقي حركتونه او يو عمودي يا ولاړ حركت ترسره كيږي. د سترګو د حركاتو په اړه ترسره شوې څيړنې ښيي، چې د وېبپاڼو نږدې ۲۳۲ كاروونكي، متنونه د F په څېر لولي او دا درې اړخونه لري: الف: لوستونكي لومړى د سترګې په يوه افقي حركت كې د پاڼې پاسنۍ برخې لولي. دا د F پورتنۍ برخه راښيي. ب: وروسته په يو

18.07.2009 sahaar

ايا د چاپي خپرونو بازار سړيږي؟

د انلاين رسنيو په راوتو سره د ورځپاڼو د ډېرى مسلكي لوستونكو مخه د وېپپاڼو او د ورځپاڼو د انلاين نسخو پر لور اوښتې ده. دې مسالې د چاپي خپرونو پر بازار او اقتصادي بنسټونو ناوړه اغيزه كړې او كېداى شي په روان يو اړخيز بهير سره يې بازار بيخي سوړ شي. هيڅوك هم نه غواړي له ګټې پرته پر يوڅيز پانګونه وكړي، كه د خپرونو څښتنان پر دې پوه شي، چې خپرونې يې د ګټې پرځاى

09.07.2009 sahaar

د انلاين ليكوالۍ درې نړيوال ارونه

د انلاين ليكنې درې مشهور نړيوال ارونه د متن جوړښت، منځپانګه او لينكونه يا پيوندونه  دي، چې هر يو يې پر خپل ځاى جلا ارزښت لري: د متن جوړښت:     په انلاين متنونو كې لنډ پاراګرافونه د لوستونكو د راښكون غوره لاره ده. پاراګرافونه بايد له ۱۰۰ ويونو ډېر نشي.     د هغو مفهومونو او اصطلاحاتو د تعريف يا سپړنې هڅه مه كوئ، چې په لينك يا پيوند وركو سره يا په اسانه لوستونكو ته ورپېژندلاى شئ. يانې د لينك كېد

09.07.2009 sahaar

ايا(( جاغوري)) به ولايت شي؟

په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې ولسمشر حامد کرزي د خپلې ځاني او حکومتي پياوړتيا په موخه دوه ولسوالۍ د ولايتونو کچې ته ورسولې، چې يوه يې پنجشېر ولسوالي او بله هغه دايکندي وه. دغه دواړې ولسوالۍ د جوړجاړيو او ايتلافونو له ثمرې را وزېږېدلې، خو په تېر اووه کلن بهير کې دا په ډاګه شوه، چې ښاغلي کرزي نه يوازې دا، چې له خپلو ايتلافيونو نه ګټه پورته نه کړاى شوه، بلکې تر وروستي بريده يې دده  پښې هم ووهلي. هزاره لږه کى ، چې په خپل مټ په افغانستان کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسېدا په لار کې ډېر خنډونه ويني

19.04.2009 sahaar

راډيويي نومونې

Archive: د چاپي او ناچاپه توکو (کتاب، ورځپاڼې، نقشې، پوسټر، فلم، کسټ، غږ، فلش او ...) زېرمه تون ته ويل کيږي. Item: د يوې خپرونې د جوړښت بېلابېلو برخو ته ويل کيږي. لکه، وينا، رپوټ، مرکه، ګردى مېز او نور.Control Room: کنټرول خونه د خپرونې زړه ګڼل کيږي. دا له سټوډيو سره نږدې او د يوې ښيښه يي ورسۍ له لارې له سټوډيو سره په اړيکه کې وي. دا د يوې راډيويي سټوډيو د قوماندې مرکز دى. د راډيويي خپرونو د لېږدچارې هم ل

19.04.2009 sahaar

د شپې په خاموشى کې

شپه په تور کميس کې راشي څوک خپه څوک پرې خوشالهڅوک يې خپلې غريبۍ او بېوزلۍ ته يوه پرده کړي څوک يې توره تخته ونيسي په لاس کې د ګناوو تبرګى په لاس کې واخلي او د سپينې رڼا سر وهي په بېخ کې څوک د شپې په خاموشۍ کې خپل بې وسه ژوندون ژاړي بس د شپې لستوڼى لوند کړي او د شپې په توره غېږ کې پناه اخليڅوک د شپې په تور څادر کې د يو څه د غلا په نيت له کوره وځي ټوله شپه په ښار کې ګرځي څو يوه ګوله پيدا کړي او د خېټې د دوزخ چاره پرې وکړي څوک په شپه کې

09.03.2009 sahaar

زموږ د ښار انځور!

د ماښام خړه ورو ورو د ښار په منارو تاويږي او لمر د مخامخ تور غره د سر دپاسه کښېناستخلک په بيړه د موټرو د تمځي پر لور رهي دي خړ مرغان د خپلو ځالو پر لور درومي ښارد خلکو له وجوده خالي کيږي           اوس د ښار او د کوڅې په لر او بر کې   څو پوليس ديبرچپک لاس په ماشه ولاړ دي            برېښنا         &nbsp

08.03.2009 sahaar

خلک د مړو درناوى کوي سهاره!

ښکلې پرخه چې تر ما رسي په تله شي لکه شِعَر چې په ژباړه کې اوبه شي د ماشوم په څېر مې زړه ته را نږدې شيستا له درده جوړ غزل زما پر خوله شي د پښتون دا بدمرغي نه ده، نو څه دي ؟چې پر کور يې له هر لوري کوز غوايه شي د پردو لپاره درست عمر جګړه کړيد خپل حق په اخستلو کې ويده شي زه د ځان قاتل پخپله ځان پسې يمخداى ناترسه که له خدايه مې ډار وشي خلک د مړو درناوى کوي ((سهاره))!زموږ له لاسه يې مزار هم کنډواله شي(١) ------------------

05.03.2009 sahaar

د يوه اردو كتاب خاطره!

څو ورځې وړاندې پېښور ته تللى وم. په كابل كې مې له ځان سره پتېيلې وه، چې د پېښور په كتابتونونو كې به نوي اردو كتابونه پېرم او د مطالعې او ژباړې لپاره به يې خپلو دوستانو ته سپارم. په همدې نيت په صدر بازار كې سعيد مشهور كتاب پلورنځي ته لاړم. كتابتون ته ډېر نوي او په زړه پورې كتابونه راغلي وو. د ((طالبان بېرته راستنيږي)) كتاب پر پښتۍ د ((احمدشاه ابدالي ستر مجاهد)) كتاب اشتهار راغلى و، د كتاب پوښتنه مې وكړه، خو ټول پلورل شوي وو. په همدغه ترڅ كې مې په المارۍ كې پر اېښي بل كتاب (( غازي شهاب الدين غوري)

25.02.2009 sahaar

د امريکا حضور،د سيمه ييز کړکېچ اصلي سرچينه

نړيوالې سروې ګانې او څيړنې پلټنې ښيي، چې په عراق او افغانستان کې د ((ترهګرۍ ضد جګړې)) ټلواله په جګړه کې نښتې ده. نړيوال مالي ناورين او د پوځيانود زياتوالي پر سر د ناټو  د غړو هېوادونو خپلمنځي اختلافونه  او په افغانستان او عراق کې پر ښکيلو هېوادونو د هغوى د عامه افکارو فشار ددې لامل ګرځېدلي، چې دغه ټلواله له سيمې نه پر وتلو فکر ته اړباسي. له طالبانو ، اسلامي حزب او د افغان دولت له نورو وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو پروسه او په دې برخه کې د لويديز د جګپوړو چارواکو او پوځي قوم

04.01.2009 sahaar

وارداتي فرهنگ له ملي ګټو سره په ټکر كې

په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له ميشتېدو سره د بهرني فرهنګ او كولتور نښې خورا ډېرې شوې دي. د نږدې ۴۰ هېوادونو پوځيان او له هغوى سره په مادي او مانيزه توګه راغلى كولتور حتماَ پر افرادو او د افرادو پر دلګو اغيز پرېباسي. په رسنيز ډګر كې د هند او لويديزې سينما اغيزناك او محسوس حضور دهغوى سيالان هم دې ته اړباسي، چې په متقابل عمل لاس پورې كړي. دغه كولتوري يرغل او څو اړخيزه سيالي دافغاني انډول او دفاعي ځواك د نشتوالي يا كمزورتيا له امله ددې لامل ګرځېدلې، چې دلته په افغانستان كې شته ملي هو

27.12.2008 sahaar

د نشه يي توکو معضله

افغانستان د نشه يي توکو د کر او توليد په برخه کې د نړۍ د لومړۍ درجه هېواد په توګه تل د نړيوالو تر نيوکو لاندى دى. د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جاريمو د مخنيوي ادارې د وروستۍ سروې له مخې، د نړۍ نږدې ٩٠ سلنه کوکنار په افغانستان کې کرل کيږي. د نشه يي توکو د کر تر ټولو مساعد شرايط جګړه ييز حالات او د ټيکاو نشتوالى ګڼل کيږي. پر افغان دولت او دلته پر ميشتو بهرنيو ځواکونو ، په ځانګړې توګه برېټانيا دا نيوکې خورا ډېرې دي، چې ددغه بوټي د ورکاوي يا لږ ترلږه د کرکچې د ټيټېدا په برخه کې رغنده ګامونه نه

27.12.2008 sahaar

د اکمالاتي لارو بندښت، د طالبانو نوې ستراتيژي

په افغانستان کې ميشتو ناټو او امريکايي ځواکونو د خپلو اکمالاتو لپاره دوه لارې غوره کړې، چې دواړې له پاکستان نه تېريږي. لومړنۍ لار له کراچۍ نه د تورخم له لارې جلال اباد ته غځيږي او دوهمه هغه له کراچۍ نه د چمن له لارې په مستقيمه توګه کندهار ته رسيږي. دوهمه لار د طالبانو پر کور (کندهار) تېريږي، چې د ناټو کاروانونه هره ورځ پر دغه لار په نښه کيږي. د زيانونو د کمولو په خاطر ناټو او امريکايي ځواکونو تر کندهار، تورخم لارې ته ترجيح ورکوي او همدا اوس په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو ته نږدې اويا سل

27.12.2008 sahaar

يو سپيناوى

له څو ورځو راهيسې په هېواد دولتي ورځپاڼه كې د ((سهار)) په مستعار  نامه ليكنې خپريږي، چې په هيڅ ډول زما له فكر، دريځ او ګروهو سره  تړلې نه دي.

19.10.2008 sahaar

بهرني ځواكونه ووځي او كه قانوني شي؟

د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې په ډېرېدو سره مشرانو جرګې او افغان كابينې د يوې طرحې او مصوبې په ترڅ كې د بهرنيو ځواكونو د فعاليتونو د قانوني كېدا او د هغوى پر حضور د بيا كتنې غوښتنه كړې ده. د مشرانو جرګې او كابينې د غړو په وينا، ددغې طرحې پربنسټ به بهرني ځواكونه خپل ټول فعاليتونه له افغان امنيتي چارواكو سره همغږي كوي. دا، چې دغه طرح او مصوبه به تصويب او پلې شي، كه نه، بېله خبره ده، خو يو كال وړاندې هم ورته يوه طرح تصويب شوې وه، چې نه دولت عملي كړاى شوه او نه يې بهرنيو ملاتړو پرې غوږ وګراوه. د مش

26.08.2008 sahaar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more