ژورناليستان، چې كله انلاين نړۍ ته ننوځي، ډېرى له دوديزې خبريالۍ نه په اغيز عمل كوي. ددې لپاره، چې په انټرنېټي فضا كې خپل ځاى او موقعيت وپېژنئ، د انلاين رسنيو پرځانګړنو بايد وپوهېږئ.

 له غږ، انځور او ميوزيك نه ګټه واخلئ

په بلاګ كې ځانګړي غږونه او موسيقي د بلاګ راښكون ډېروي او د مخاطبانو په ذهنونو كې يې ياد تلپاتې كوي. كه چېرې ستاسې په وېبلاګ كې له پرانستل كېدو سره سمه ((اې زما وطنه د لالونو خزانې زما- ستا هره دره كې دي د تورو نښانې زما))، يا ((دا زموږ زيبا وطن)) او دغسې نورې ترانې يا ځانګړې موسيقي وي، د مخاطب په ذهن كې به ستاسې د بلاګ نوم ژوندى پاتې كيږي. دغه راز بې ساري، نوي او په زړه پورې انځورونه او پيوندونه هم ستاسې د بلاګ اغيز ډېروي.

 ښه راغلاست، په مخه مو ښه!

يو شمېر وېبلاګونه همدا، چې پرانستل كيږي، پر مخ يې د ښه راغلاست يا هركلي جمله راځي. دغه راز، كله چې بېرته تړل كيږي، د مخه ښه توري راځي. دا په مخاطبانو كې د بلاګ په اړه يو ډول راښكون او باور زېږوي او هغه دې ته اړباسي، چې په وار وار بلاګ ته سر ښكاره كړي. دا هم په ياد ولرئ، چې له بريده زيات دغسې څيزونه ونه كاروئ، ځكه دا بيا د مخاطبانو لپاره يو ډول مزاحمت ګڼل كيږي.

خپل ځان ور وپېژنئ

په بلاګونو كې د بلاګ ليكوال پېژندګلوي دوديزه مساله ده. د وېبلاګ په ښي يا كيڼ اړخ كې خپله لنډه پېژندګلوي او انځور پرليكه كړئ. برېښناليك او د ګرځند ټليفون شمېرې هم وليكئ. دا له تاسې سره د مخاطبانو د پېژندګلوۍ او اړيكو په برخه كې مرستندوى تماميږي. كه چاپ شوي اثار او نورې څه لاسته راوړنې لرئ، هغه هم پرليكه كړئ.

د بلاګ قالبونه ژر مه بدلوئ

د بلاګ لپاره له ذوق او سليقې سره سم قالب غوره كړئ. ستاسې لوستونكى ستاسې د بلاګ له مخپسولنې او چوكاټ سره روږدى كيږي، كه چېرې دغه مخپسولنه او قالبونه ژر ژر بدلوئ، دا به پر لوستونكو ښه اغيز ونه كړي.

په بلاګ كې د رنګونو بېځايه كارول د لوستونكي لپاره ستونزې پېښوي. په ځانګړي ډول، په شاځمكه كې تور رنګ مه كاروئ، ځكه په تور كې هر بل رنګ د لوستونكي سترګې ستومانوي. كه رنګونه ساده او په ښه سليقه غوره شي، دا به ښه وي.

لنډ وليكئ او تبصرې كنټرول كړئ

په وېب او ېبلاګ كې اوږدې ليكنې د چا نه خوښيږي. كوښښ وكړئ، چې ليكنې مو لنډې او د تبصرو لپاره كړكۍ پرانيزئ. تبصرې پر وخت كنټرول كړئ او چا ته دا وخت مه وركوئ، چې ستاسې بلاګ د خپلو شخصي عقدو، سپكاوي او يا هم غيراخلاقي چارو لپاره وكاروي. كه چېرې انټرنېټ ته ۱۲ساعته يا ۲۴ ساعته لاسرسى نه لرئ او نېغې تبصرې نه شئ سمولاى ، دتبصرو لپاره محددويتونه وضع كړئ او يا هم بيخي د تبصرو كړكۍ مه پرانيزئ. كوښښ وكړئ له ليكنې سره مو پر لومړي مخ تر اوو پورې وړې تبصرې پرېږدئ، پاتې نورې يې بلې پاڼې ته لېږدولاى شئ.

كوچني انځورونه وكاروئ

كوچني انځورونه او نقشې تر سترو هغو ښه دي. كه چېرې ستاسې انځورونه لوى وي او د مخاطبانو د انټرنېټ چټكتيا كمه وي، هغوى په انځور كتلو كې له ستونزو سره مخامخ كيږي. تاسې بايد وړ او په معياري كچه انځور پورته كړئ.

توكي او انځورونه ژر مه كوزوئ

د شونتيا تر بريده له بلاګ نه پخواني توكي مه كوزوئ. ستاسې ليدونكي كېداى شي د يوې مهمې موضوع په برخه كې ستاسې توكو ته اړتيا ومومي. هغوى به خامخا ستاسې بلاګ ته سر ښكاره كوي، كه په بلاګ كې مو توكي لرې كړي وي، هغوى به سخت نهيلي شي. هڅه وكړئ د خپلو زېرمه شويو توكو لينك پر لومړي مخ كېږدئ.

څه ډول لوستونكي موندلاى شئ؟

            داسې څه وليكئ، چې د ورځې مساله وي او يو نوى څيز وي

            د خپلې اړوند څانګيزې سكالو په اړه بشپړه تمرين وكړئ او ځان ښه پرې پوه كړئ

            تاوده خبرونه او مهمې تودې پېښې ژر خپروئ

            داسې څه وليكئ، چې په ۱۰ كلونو كې هم زاړه نشي

            په پيل كې يوازې پخپله وېبلاګ وچلوئ، وروسته مو ډله پراخه كړئ او نورو ته هم دا اسانتيا وركړئ، چې بلاګ ته مو توكي پورته كړي

            لوستونكي نورو ښو وېبلاګونو ته بوځئ او له هغوى هم دا وغواړئ، چې د ښو وېبلاګونو ادرسونه دركړي

            د كورني ژوند، مينې او.... په اړه څه مه ليكئ

            له نورو مشهورو وېبلاګ ليكوالو سره اړيكي ونيسئ، د هغوى په اړه څه وليكئ ، د وېبلاګونو لينكونه يې خپاره كړئ او له هغو هم همدغسې غوښتنه وكړئ

            نظرپوښتنې وكړئ او د بلاګ د كتونكو شمېر وګورئ

            له مشهورو وېبلاګ ليكوالو، هنرمندانو او ... سره مركې وكړئ

            نيوكې وكړئ او (د اړتيا پرمهال) په مهمو كسانو لګېږئ

            برېښناليكونو او وړ تبصرو ته ځواب وركړئ

            كه څانګوال كسان ياست ، روزنيزې دورې پيل كړئ او لوستونكو ته انلاين درس وركړئ

            وېبلاګ اپډېټ وساتئ او ځنډ مه پكې كوئ

            د خپل مسلك په اړه وليكئ او ځانونه پكې مخكښان كړئ

            په خپلو ليكنو كې ځانښودنه مه كوئ، چې بيا د خلكو نه خوښېږئ

            نيوكې ومنئ او وړ كسان وستايئ، بېځايه غرور مه كوئ

            ځانونه استادان مه ګڼئ، ځكه ستاسې وېبلاګونه ستر ستر استادان هم ګوري

            د نورې نړۍ له ليكوالانو او ژورناليستانو سره اړيكي تينګ كړئ او له هغوى نه يوڅه واخلئ او يوڅه وركړئ

            د وېبلاګ ليكوالو د ټولنې غړي شئ، كه ټولنه نه وي جوړه يې كړئ

            اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوى وكړئ، داسې څه مه ليكئ، چې رنګه مو پرې بده شي