په افغانستان کې د ډېرى روڼاندو او يو شمېرهغو کسانو، چې د قلموالو حساب پرې کيږي ، تر ټولو ستره ستونزه داده، چې ثابت دريځ او څرګند تګلورى نه ساتي. ددوى عقل، منطق، فکر او ژوند له سياسي حالاتو سره بدلون مومي او دا ټول په يوه داسې کړۍ کې را منحصروي، چې يوازې او يوازې پر شخصي او سليقوي ګټو بنا وي.
د افغانستان اوسنۍ سياسي وضع د ددې طبقې اصليت او ماهيت ښه په ډاګه کوي. پروني يو شمېر انقلابيان او د اسلامي انقلاب شعار ورکوونکي ، چې د شرق ( شوروي اتحاد) پر وړاندې يې کومي په ( لا شرقيه لا غربيه) پړسېدلي وو، نن د غرب پر وړاندې په ګونډه دي او د بري لپاره يې دوعاګانې کوي. دا په دوديزه توګه همغه د وخت زامن ( ابن الوقت) دي، چې چېرې يې ښه وي ، هلته يې شپه وي.
د يوه اروپايي فيلسوف وينا ده: ((کله چې دماغونه قبضيت شي، نو قلمونه اسهال شي))، نن همدغه کانه پر افغان، په ځانګړې توګه يو شمېر پښتنو روڼاند او ليکوالو شوې ده. دوى د نوي امريکايي غورځنګ او ولسواکۍ په دودجنه فضا کې دومره لژند شوي، چې فکرونه يې د جمود او رکود په حالت کې دي. دوى په يوه داسې ناسم وضعيت کې قرار لري، چې د ښه او بد او واقعيت او مصنوعيت ترمنځ توپير يې له شخصي ګټو قرباني کړي دي. ارګاه، بارګاه، شخصي ګټو او مقام او منصب له دوى نه ټول ارونه اوسياسي- اخلاقي اصول اخستي دي. دوى ته خپل اتلان هغه څوک دي، چې دوى ته يوه مړۍ ډوډۍ ور اچوي، کور ورکوي او په پيسو يې نازوي. نور که هر څو، د ((سړي زامن)) وي، دوى ته سړي نه ښکاري. دغه پاړکي د اتلولۍ افغاني معيار راغورځولى او د روڼاندۍ او فرهنګيتابه ټول ارونه او معيارونه يې تر پښو لاندې کړي دي.
هغوى، چې پرونى ازلي دښمن په دوست نيسي او پرونى دوست په دښمنۍ، يا پروني ملي او ديني ارزښتونه په نننيو سياسي ګردجنو ارزښتونو کې له لاسه ورکوي، د هغه د دوستۍ او دښمنۍ معيار، يا د ژوند او سياست بازار به څه ډول وي؟ ايا دوى ته د ((ليکوال))، (( شاعر)) او (( ژورناليست)) سپېڅلې کليمې کارېداى شي؟ ايا اوس به هم څوک ووايي، چې ليکوال د ټولنې سترګې او ژورناليست يې ترجمان دى؟
کله، چې د ټولنې سترګې ړندې شي او د واک ، شتمنۍ او جاه و جلال په هوس کې ډوبې شي، له هغو نه د حقيقت او واقعيت پېژندنې تمه بېځايه ده. ددوى فکرونه جامد او قبض کيږي او قلمونه يې له واکه وځي او بالاخره د يو شمېر هغو په څېر اسهال کيږي. دا زموږ د روڼاندۍ او يوې داسې طبقې حال دى، چې خلک يې د ټولنې سترګې بولي، خو دوى ته بويه پر دې وپوهيږي، چې ټولنه هرڅه له نږدې څاري او دوى به سبا د خپل هر توري او هرې ليکنې ځواب ورکوي.
نذيراحمد سهار