سياستونه  او سياسي څېرې تل بدليږي او د ثابت دريځ او ثابتې تګلارې پلويتوب نه کوي. دا د سياست غوښتنه او اړتيا ده، خو ادب او ادبي څېرې تر ډېره ثابت دريځ  او ثابتې څېرې لري. دوى بايد د تغيير منونکي سياست په بهبر کې خپل ثبات وساتي. د ادب او سياست بېلتون هم ناشونى دى. هيڅوک هم له سياست پرته د ادب او له ادب پرته د سياست د پرمختګ ضمانت نشي ورکولاى.

د افغانستان د سياسي اوضاع لوبغاړي ډېرى غير ثابت او په همدغه ترڅ کې په فزيکي او مانيز دواړه لحاظه له  حذف کېدو سره مخامخ دي.

دلته سياست د ژوند او نظام لپاره نه بلکې، سياست د شخصي، قومي  او ګوندي ګټو د خونديتابه لپاره کيږي. په همدې لحاظ سياستوال او فرهنګيان دواړه اړخونه په يوه دوه لار کې واقع دي. په دوى کې ډېرى هغه د يوه ځانګړي فکر له مخې له يوه جريان سره يوځاى شوي، خو ډېر داسې کسان هم شته، چې په سياسي جرياناتو کې يې شخصيتونه ويلي شوي او يوازې او يوازې د ځاني ګټو د خونديتابه لپاره د يوه سياسي جريان پلويتوب کوي. دوى پر دې ښه پوهيږي، چې اړوند جريان يې نه د ملت په ګټه دى او نه د دين ، خو بيا هم پورې نښتي دي.

د ولسمشريزو ټاکنو په را رسېدو سره د پښتنو فرهنګيانو ترمنځ د سياسي اختلاف مساله خورا اوج ته رسېدلې ده. ډېرى هغه اړخونه، چې پر يو بل د نيوکې (سپکاوي او شخصيت ټکونې) لاره خپلوي ، تر ډېره په يوه سياسي جريان پورې تړاو لري . د هغوى شمېر ډېر لږ دى، چې يوازې د فرهنګي پت د خونديتابه په ننګه قلمونه پورته کوي. نور غلي ناست دي او يوازې ننداره کوي.

د فرهنګيانو ترمنځ د اختلاف دغه مساله يوازې تر پښتنو فرهنګيانو محدوديږي، ګني د شمالي ټلوالې، شيعه لږه کيو او نورو قومونو ايتلافونه هم ورته منفي رجحانات پيدا کولاى شي، خو هغوى له سياسي شعور نه کار اخلي او ددې پرځاى، چې د يوبل پرټکولو لاس پورې کړي، د يو بل د تقويې يوه غير مستقيمه هڅه کوي. هغوى په هره خوا کې دخپلو قومي او ګوندي ګټو د خونديتابه لټه کوي، نه د سليقوي سلوکو پر بنسټ سياست او اختلاف. سياست او حالات هم له دوى نه همدا غوښتنه کوي.

د پښتنو فرهنګيانو ترمنځ د اختلاف مساله د اشرف غني احمدزي او حامد کرزي له اختلافونو رابرسېره کيږي. هغوى سياسي لوبغاړي دي او سياست له دوى نه همدا غوښتنه کوي. هر بل نوى جريان که ددوى دواړو د شرايطو او ګټو د خونديتوب ضمانت ورکړاى شي، دواړه اړخونه غاړه غړۍ کولاى شي، خو دا واقعيت بايد ومنو، چې په فرهنګي ډګر کې د فرهنګيانو ترمنځ ددغسې جوړجاړي او پخلاينې چانس نشته.  د سياست پر مبنا د فرهنګيانو ترمنځ ټوکېدونکي اختلافونه نه سياسي امتياز درلوداى شي او نه فرهنګي. که سياسي امتيازات تر لاسه کيږي هم، تر کس او فرد پورې به محدود او په همدغه ترڅ کې لنډ مهالي وي، خو په مقابل کې د فرهنګيانو اکثريت برخه د اوږدمهالو اختلافونو ښکار کيږي.

په اوسمهالو شرايطو کې به معقول دريځ داوي، چې يوڅوک د يوچا د پلويتوب له امله  ونه ځپل شي. که د هغه اړوند جريان د نيوکې وړ وي، بايد پر جريان خبرې وشي، نه پر کس او که کس د يوه ناسپېڅلي  جريان لپاره د خپلو فرهنګي ارزښتونو قرباني ورکوي، بايد د فرهنګي کړيو په همغږۍ له داسې بېځايه قربانيو را وګرځول شي. پر فرهنګيانو په يوه او بل نامه نيوکې او بيا د هغوى غبرګونونه او ددغه بهير په پايله کې راټوکېدونکي اختلافونه د هيچا په ګټه نه دي. دا پرته له دې، چې پښتانه فرهنګيان په روان سياسي بهير کې متشتت او خواره کړي، بله هيڅ ګټه نه کوي. زما د ليکنې موخه د هيڅ سياسي جريان او اړخ پلويتوب نه دى او نه داسې څوک برېښي، چې تاييد يې وشي، خو  که د فرهنګيانو ترمنځ د سياست او سياسي څېرو پر سر شته اختلاف دغسې روان وي، پايلې به يې خورا بدې وي.

نذيراحمد سهار