ډېری هغه کسان، چې تبليغات يې د خپل کار يوه برخه ټاکلې، له خپلو اشتهارونو ډېرې تمې لري. تبليغات يوه څو اړخيزه مقوله ده. د يوې تبليغاتي خپرونې د اغيزناکتوب لپاره په کار ده،چې موخې، مخاطبان او کاريدونکې رسنۍ په ژوره توګه غوره شي. تبليغات ګڼې اغيزې پر ځای پرېږدي. ددغو اغيزو له ډلې څخه کولای شو لاندې ټکو ته نغوته (اشاره)وکړو:
خبرتيا پنځول:
تبليغات يا اشتهار کولای شي د خبرتيا او پيژندنې لامل وګرځي. خلک په ټوليز ډول له هغو څيزونو سره زړه راښکون نه ښيي، چې تر اوسه يې ليدلي او اورېدلي نه وي.
مثبت ليد پنځول:
اشتهار يا تبليغات د يوه ځانګړي خدمت يا مالونو په اړه مثبت ليد زېږوي.
د سوداګريز نوم لپاره هويت پنځول(Brand identity):
تبليغات د مالونو او يا خدمت په اړه د يوه ذهني تصوير په پنځولو کې مرسته کوي.
په بازار کې د محصول ځای موندنه(Positioning):
کله، چې بازار په بېلابېلو برخو وېشل شوى وي، تبليغات کولای شي د بازار په يوه ځانګړې برخه کې د محصول لپاره ځای ومومي. (( رويزرويز)) او (( ميني ماينر))هر يوه د بازار بېلابېل ځايونه موخه ګرځولي دي. د هغوی د اړيکو ډول هم د همدغه ځای د پياوړتيا لپاره کار کوي.
د اړيکو خونديتابه(Relationship):
تبليغات هغه ځواک دى، چې د وخت په تېرېدو سره د پلورونکي او پيرونکي ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او پياوړتيا لامل ګرځي.
تقاضا پنځول، یا هڅول(Persuade):
د ((مک ډونالډ)) تبليغاتو نوم د بېلګې په توګه یادولای شو، چې د يوه نړيوال او ترلاسه کيدا وړ محصول په توګه پېژندل کيږي او له همدې لارې دخپلو محصولاتو لپار تقاضا زېږوي.
د پوښتنې پنځول:
ډېر ځله د تبليغاتو او اړيکو د کچې ترمنځ د پلور په واحد سره يوه مستقميه اړيکه وي، په دې ډول، چې تبلیغات د پيرونکو په ذهنونو کې د پلور د شرايطو ، بيې، د محصول د وړيا بېلګو او ... په اړه پوښتنې پنځوي او دا پخپله د شرکت له پلورڅانګې سره د اړيکو د ټينګښت لارې چارې پيدا کوي.
د وېشونکو ملاتړ:
کېدای شي وېشونکى د محصول د ښه پلور لپاره د توليدوونکي شرکت ملاتړ ته اړتيا ولري، اشتهار او تبليغات هغه ځواک دى، چې کولای شي دغه ملاتړ وزېږوي.
د شرکت يا سازمان ملاتړ:
کېدای شي يو شرکت د خپل موقعیت ټينګښت يا ځای موندنې ته اړ وي. تبليغات کولای شي د شرکت د پخوانيو ملګرو په خوندتيابه او د نويو هغو په راښکون له شرکت سره مرسته وکړي او په دې برخه کې رغنده او مهم رول ولوبوي.
له سيالو فعاليتونو سره مقابله:
د اوسمهالي پېر يوه ځانګړنه د بازار د مفهومونو پراختيا او سوداګريز نوم دى. د دغو مفاهيمو د پراختيا ترڅنګ د سيالۍ د ودې شاهدان هم يو. د بازار له پراختيا سره جوخت، سيالي هم تر پخوا ډېره شوې، تر دې چې نن ورځ ډېر لږ بازارونه په انحصاري توګه پاتې شوي دي. په اوسمهالي پېر کې پيرونکي ډېر ځواکمن دي، ځکه ګڼ شمېر عرضه کوونکي د خدمتونو پر وړاندښت بوخت دي. دغه کار سیالي چټکه کړې ده.
د ساري په ډول، کولای شو د لرې واټن اړيکو د خدمتونو بازار ته نغوته وکړو. په دغه بازار کې د وړاندې شويو خدمتونو بڼه په تدريج له انحصاري حالت نه په محدودې توليدي تنوع سره ناانحصاري او له متنوع محصولاتو سره مل سياليز حالت ته اوښتې ده. سيالي نن په يوه واقعیت بدله شوې ده. تبليغات د شرکت د پېرونکو د اقناع له لارې د محصولاتو په پېرنې سره د سيالانو د فعاليتونو پر وړاندې د شته مقابلې مرسته کوي. توليدوونکي په نننۍ رقابتي نړۍ کې له سيالانو سره په مقابله کې د خپل پایښت لپاره ناچار تبليغ ته مخ اړوي.
توپير پنځول:
هر سوداګريز نوم يوه توپيري څيز ته اړتيا لري، چې هغه له نورو سره توپيرکړای شي او په فرد پورې تړلى او متفاوت توپير ور وبښي. توپيراو تمایز د تبلیغاتو له لارې شونى دى.
د اړيکو ټينګښت:
ټولنې او سازمانونه يونيم ځل له ځانګړو ډلو سره د اړيکو د ټينګښت اړتيا انګيري ، خو کېدای شي نېغ اړیکي اغيزناک یا اقتصادي نه وي، دغه مهال هم له اشتهار او تبليغاتو کار اخيستلاى شي.