بیا به داسې راته وایې چې اول دې ولې نه وې
مینه دا رنګه کانې کا مسلسل دې ولې نه وې
په ځیګر پوخ شومه یاره د توبې دروازه چیرې
خپل منطق دې ولې نه وې مطول دې ولې نه وې
رشوتونه مې منلي که له دې زندانه خلاص شوم
دا د شونډو نذر واخله مکمل دې ولې نه وې
دا د حسن مدرسه ده په آزمون کې شومه پاتې
زه دستورو آدرس غواړم په غزل دې ولې نه وې
راته لار د افق ښیه سرخي اخلمه رخسار ته
خدای ته وګوره مطربه په څو ځل دې ولې نه وې
زه کمین ته د ښکلاوو یم په پټه راوتلی
ګوره څنګه به یې نیسم په مورچل دې ولې نه وې
ګل آغا احمدي وردګ
30.05.2010
- sahaar
ډېری هغه کسان، چې تبليغات يې د خپل کار يوه برخه ټاکلې، له خپلو اشتهارونو ډېرې تمې لري. تبليغات يوه څو اړخيزه مقوله ده. د يوې تبليغاتي خپرونې د اغيزناکتوب لپاره په کار ده،چې موخې، مخاطبان او کاريدونکې رسنۍ په ژوره توګه غوره شي. تبليغات ګڼې اغيزې پر ځای پرېږدي. ددغو اغيزو له ډلې څخه کولای شو لاندې ټکو ته نغوته (اشاره)وکړو:
خبرتيا پنځول:
تبليغات يا اشتهار کولای شي د خبرتيا او پيژندنې لامل وګرځي. خلک په ټوليز ډول له هغو...
30.12.2007
- ahmadi
ستا په هر یوه رګ کې د ښکلا د مخ جادو ښکاريته شولې ملنګ، غریبه، ځوانه، زه پاچا شومه
ما درته ویلي وو له مینې لرې لرې ځهستا فکر ته درغلم رنګه رنګه دنیا شومهتل به دې ټینګار د سرو ګلونو د اورښت کاوهته چې خماري شوې زه رنګونو کې عنقا شومه مینه له انکاره سره بیل کیف او خوند لري لاړې نیمه خوا شوې زه نغمه، نغمه موسکا شومهزه د خپل بري په الوتکه کې پرواز کومزه د آسمان ستوری، زه سپوږمۍ او زه رڼا شومهتا ته مبارک شه ملنګي مې د شعرونو کړهخواره...