ستا په هر یوه رګ کې د ښکلا د مخ جادو ښکاري
ته شولې ملنګ، غریبه،  ځوانه،  زه پاچا شومه

ما درته ویلي وو له مینې لرې لرې ځه
ستا فکر ته درغلم رنګه رنګه دنیا شومه
تل به دې  ټینګار د سرو ګلونو د اورښت کاوه
ته چې خماري شوې زه رنګونو کې عنقا شومه
مینه له انکاره سره بیل کیف او خوند لري
لاړې نیمه خوا شوې زه نغمه، نغمه موسکا شومه
زه د خپل بري په الوتکه کې پرواز کوم
زه د آسمان ستوری، زه سپوږمۍ او زه رڼا شومه
تا ته مبارک شه ملنګي مې د شعرونو کړه
خواره منجوره زه زیارت ستا د دعا شومه
زما غزل به جوړ درنه د اوښکو یو امیل کاندي
ستا سلګیو مسته کړم جانانه په نڅا شومه
۹ لړم ۱۳۸۶ هجري لمریز ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۷ میلادي/ کابل