sahaar sahaar
نذيراحمد سهار د جګړن ميراحمد زوى، په قوم مسود دى. له نن نه ٢٨ کاله مخکې وېږېدلى. پلرنى ټاټوبى يې لوګر ولايت دى او په وزيرستان کې هم نيکات لري. په ژورناليزم کې يې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي او د ١٨ په شاوخوا کې کتابونه يې چاپ او خپاره شوي دي. دمګړۍ له پژواک خبري اژانس سره د راډيوڅارنې د څانګې د مسوول په توګه کار کوي.
خبريالي
تبليغات څه کارونه کولای شي؟
ډېری هغه کسان، چې تبليغات يې د خپل کار يوه برخه ټاکلې، له خپلو اشتهارونو ډېرې تمې لري. تبليغات يوه څو اړخيزه مقوله ده. د يوې تبليغاتي خپرونې د اغيزناکتوب لپاره په کار ده،چې موخې، مخاطبان او کاريدونکې رسنۍ په ژوره توګه غوره شي. تبليغات ګڼې اغيزې پر ځای پرېږدي. ددغو اغيزو له ډلې څخه کولای شو لاندې ټکو ته نغوته (اشاره)وکړو: خبرتيا پنځول: تبليغات يا اشتهار کولای شي د خبرتيا او پيژندنې لامل وګرځي. خلک په ټوليز ډول له هغو
په وېبلاګ كې څه وكړو او څه ونه كړو؟
ژورناليستان، چې كله انلاين نړۍ ته ننوځي، ډېرى له دوديزې خبريالۍ نه په اغيز عمل كوي. ددې لپاره، چې په انټرنېټي فضا كې خپل ځاى او موقعيت وپېژنئ، د انلاين رسنيو پرځانګړنو بايد وپوهېږئ. له غږ، انځور او ميوزيك نه ګټه واخلئ په بلاګ كې ځانګړي غږونه او موسيقي د بلاګ راښكون ډېروي او د مخاطبانو په ذهنونو كې يې ياد تلپاتې كوي. كه چېرې ستاسې په وېبلاګ كې له پرانستل كېدو سره سمه ((اې زما وطنه د لالونو خزانې زما- ستا ه
ايا وېبلاګ ليکنه خبريالي ده؟
د خبريالۍ ډېرى كارپوهان وېبلاګ ليکنه خبريالي نه ګڼي. دلته دوه لاملونه د بلاګ د خبري سرچينې په توګه د منلو پر وړاندې خنډ جوړوي: الف- شخصي بڼه: وېبلاګ د ليكوال يا وېبلاګ چلوونكي شخصي مال دى او هرڅه پكې له يوې شخصي زاويې كتل كيږي. په وېبلاګ كې ډېر لږ پر خبري مسايلو تمتيا كيږي، په داسې حال كې، چې د شخصي بوختياوو او مسلكي توكو برخه يې تر نورو هغو درنده ده. ب- لږ باوري: وېبلاګونه د خبر ښې سرچينې نه دي. وېب
F ډوله مطالعه
د وېبپاڼو پرمخ د لوستونكو سترګې ډېرى د F په څېر حركت كوي. يانې لوستونكي د وېبپاڼو توكي په يوې F ډوله مطالعې له سترګو تېروي. په دا ډول مطالعه كې دوه افقي حركتونه او يو عمودي يا ولاړ حركت ترسره كيږي. د سترګو د حركاتو په اړه ترسره شوې څيړنې ښيي، چې د وېبپاڼو نږدې ۲۳۲ كاروونكي، متنونه د F په څېر لولي او دا درې اړخونه لري: الف: لوستونكي لومړى د سترګې په يوه افقي حركت كې د پاڼې پاسنۍ برخې لولي. دا د F پورتنۍ برخه راښيي. ب: وروسته په يو
ايا د چاپي خپرونو بازار سړيږي؟
د انلاين رسنيو په راوتو سره د ورځپاڼو د ډېرى مسلكي لوستونكو مخه د وېپپاڼو او د ورځپاڼو د انلاين نسخو پر لور اوښتې ده. دې مسالې د چاپي خپرونو پر بازار او اقتصادي بنسټونو ناوړه اغيزه كړې او كېداى شي په روان يو اړخيز بهير سره يې بازار بيخي سوړ شي. هيڅوك هم نه غواړي له ګټې پرته پر يوڅيز پانګونه وكړي، كه د خپرونو څښتنان پر دې پوه شي، چې خپرونې يې د ګټې پرځاى
د انلاين ليكوالۍ درې نړيوال ارونه
د انلاين ليكنې درې مشهور نړيوال ارونه د متن جوړښت، منځپانګه او لينكونه يا پيوندونه دي، چې هر يو يې پر خپل ځاى جلا ارزښت لري: د متن جوړښت: په انلاين متنونو كې لنډ پاراګرافونه د لوستونكو د راښكون غوره لاره ده. پاراګرافونه بايد له ۱۰۰ ويونو ډېر نشي. د هغو مفهومونو او اصطلاحاتو د تعريف يا سپړنې هڅه مه كوئ، چې په لينك يا پيوند وركو سره يا په اسانه لوستونكو ته ورپېژندلاى شئ. يانې د لينك كېد
يو سپيناوى
له څو ورځو راهيسې په هېواد دولتي ورځپاڼه كې د ((سهار)) په مستعار نامه ليكنې خپريږي، چې په هيڅ ډول زما له فكر، دريځ او ګروهو سره تړلې نه دي.
غږن رپوټ څنګه جوړ کړو؟
کن فيوسن چې په ليسه کې و، تبله يې وهله. هغه، چې همدا اوس هم د(The Des Moines (lowa (Register) خپرونې لپاره د رپوټ ليکنې پرمهال تبلې ته غوږ نيسي، وايي: (( زه له ريتم او اهنګ سره ناروږدى نه يم. اوس مې خوى اخستى ، چې د ډول له ډنګېدا سره کار وکړم. په دې توګه ډاډه کېږم، چې پاراګرافونه مې تکرار نه دي)). جالبه دا، چې فيوسن د دغسې موسيقيت زېږونې لپاره د رپوټ ليکنې پرمهال خپل ټول رپوټونه په لوړ غږ لولي. ريتم او اهنګ لوستوال د کيسې ژورې ته کاږي. فيوسن تل داهڅه کړې، چې د کيسې(ر
د يوه ژورناليست پر شهادت ....
د ميرويس جلالزي له خوا د ارواښاد روحاني اخستل شوى انځور عبدالصمد روحاني بالاخره ، لکه څنګه يې ،چې ((تمه ))کېده د بيان ازادۍ د دښمنانو په لومه کې ونښت. هغه په شهادت ورسېد او نور به يې څوک تازه غږ له راډيو ونه نغوږي. د هغه غږ په ستوني کې خپ کړاى شو
اشتهار او د افغانستان د تبليغاتو بازار
ټلويزيون د اشتهار او تبليغ تر ټولو غوره او اغيزناکه سرچينه ګڼل کيږي. په تبليغاتو کې د ټلويزيون رول د هغه په ځانګړنو (انځور، ګرافيکس، غږ او...) پورې تړاو مومي. ډېرى هغه سوداګريز اشتهارونه، چې د ټلويزيون په پرده خپريږي ((تيزر)) نوميږي. د ټلويزيوني اشتهار په جوړاوي کې وخت ، لګښت او نوښت ستر رول لري. د اشتهار د توليد په دريواړو پړاوونو ( تر توليد مخکې، توليد او ترتوليد وروسته) کې بايد د اشتهار اغيز، د مخاطب غوښتنې او د اشتهاري توکو څرنګتيا په پام کې ونيول شي. د اشتهار سناريو جوړاوى، د
د ((بيان ازادي)) ولې سياسي او سوداګريزه حربه ګرځي؟!
د افغانستان په ځانګړې توګه د كابل ډېرى رسنيو له تېرو څو اونيو راهيسې دخپلو خپرونو ډېرى برخه د ((بيان ازادۍ)) موضوع ته ځانګړې كړې ده.په رسنيزو كړيو كې د بيان د ازادۍ او له دغې ازادۍ څخه د (سوء استفادې) بحثونه د يو شمېر رسنيو پر ناكورنيو توليداتو له بنديز نه سرچينه اخلي او دا هغه څه دي، چې ډېر لږ د بيان د ازادۍ له ارزښت او حق سره اړخ لګوي. كه د كابل او يو شمېر نورو ولايتونو څو ګوشمېر كسان ((تولسي)) او ((پرينا)) سريالونه ونه ګوري، ايا تندر به را پرېوځي او خلك به له لوږې مړه شي؟ ايا داسې خپرونې
((شمشاد)) او د خبري سروېس شاځمکه
شمشاد د يوه پښتو ژبي ټلويزيوني چينل په توګه په افغانستان او نړۍ کې د پښتانه مخاطب پاملرنه ور اړولې ده. د افغانستان په اوسنۍ رسنيزه سيالۍ او رسنيز بهير کې، چې په کمي لحاظ د رسنيو شمېر تر سلګونو اوړي، شمشاد خپل ځانګړى ځاى لري. دغه ځاى موندنه د شمشاد د منځپانګې په پرتله ډېرى د منځپانګې د ژبې او پښتون مخاطب له برکته ده. شمشاد په خپلو يو شمېر خپرونو سره په پښتانه مخاطب کې د ټلويزيون اتبارکچه لوړه کړې او دغه کچه ورځ په ورځ وده کوي. د پرون په پرتله د دغه ټلويزيون خپرونې، ګرافيکس، غږ او انځور ښ
سايبر يا انلاين خبريالي او پښتانه خبريالان
سايبر او انلاين دوه نوې نومونې دي، چې دمګړۍ د خبريالۍ په ډګر کې خورا ډېرې کارول کيږي. دغه دواړې نومونې د نوې ټکنالوژۍ زېږندې دي او ټولې چارې يې پر نړيجال (انټرنېټ) اوکمپيوټر راڅرخي. سايبر خبريالي د رسنيزو چاو د بېلابېلو بڼو يوه نوې ترکيبي بڼه ده او ټوله ډډه يې پر انټرنېټ
(( کافي ويد کرن))؛ چاى با عزيزيار، قهوه با مشتري!
(( کافي ويد کرن)) د يوه هندي چينل(سټارپلس) د يوې خپرونې نوم دى، چې کرن له بېلابېلو هنري څېرو سره مرکې پکې کوي. دا خپرونه د هندي مخاطبانو لپاره ډېره په زړه پورې ده او د راښکون او په زړه پورې والي يو لامل يې دادى، چې له مشهورو هنري څېرو سره پکې غږيږي. په افغانستان کې دا خپرونه د لومړي ځل لپاره د (( چاى با عزيزيار)) په نامه په طلوع ټلويزيون کې راڅرګنده شوه. ما هلته مخامخ هم هغوى ته ويلي وو، چې وچ تقليد کوئ او کاش روغ تقليد هم واى. دا اوس اوس په اينه ټلويزيون کې هم يوه خپرونه خپريږي، چې مېلمنو ته د