شمشاد د يوه پښتو ژبي ټلويزيوني چينل په توګه په افغانستان او نړۍ کې د پښتانه مخاطب پاملرنه ور اړولې ده. د افغانستان په اوسنۍ رسنيزه سيالۍ او رسنيز بهير کې، چې په کمي لحاظ د رسنيو شمېر تر سلګونو اوړي، شمشاد خپل ځانګړى ځاى لري. دغه ځاى موندنه د شمشاد د منځپانګې په پرتله ډېرى د منځپانګې د ژبې او پښتون مخاطب له برکته ده. شمشاد په خپلو يو شمېر خپرونو سره په پښتانه مخاطب کې د ټلويزيون اتبارکچه لوړه کړې او دغه کچه ورځ په ورځ وده کوي. د پرون په پرتله د دغه ټلويزيون خپرونې، ګرافيکس، غږ او انځور ښه شوى، خو په غږ او انځور کې يې لا ستونزې شته دي.
يو شمېر غږنې خبرتياوې، چې ډېرى پخپله د ټلويزيون د خپرونو او دريځ ښکارندويي کوي، شډلې او شعاري برېښي او د ټلويزيون د سمبالوونکو نامسلکي چلند راښيي. د بېلګې په توګه؛ شمشاد د اتلانو ډګر، شمشاد ستاسو په خوښه ستاسو په ژبه، شمشاد د غازيانو او .... کله، چې په تصويري بڼه ملي اتلان ښودل کيږي، دې ته اړتيا نشته، چې په غږنه بڼه يې هم وړاندې کړو. دغه راز پر ټلويزيوني پرده په شعاري بڼه د يوې خپرونې، پاليسۍ او دريځ تشهير نه يوازې دا، چې د اشتهار اغيز راکموي، بلکې ډېر ځله د مخاطب د کرکې وړ هم ګرځي. مخاطب پوهنه د رسنيز ډګر تر ټولو ستره اړتيا ده او که د رسنۍ څښتنان د مخاطب پر غوښتنو، اړتياوو، تمايلاتو او ... ونه پوهيږي، د مخاطب له رکود سره مخ کيږي.
د خبري سروېس شا ځمکه:
د شمشاد ټلويزيون د خبري سروېس شاځمکه (Back Ground) په تېرو څو کلونو کې څو ځله بدله شوې، خو تل نامسلکي او بې خونده بڼه خپلوي. د شاځمکې ډېر بدلون او بيا دوهمه او وروستۍ بڼه تر پخوانۍ او لومړۍ هغې په پيکه توګه د مخاطب پر روان بد اغيز پرېباسي. شمشاد خپله شاځمکه څو ځله بدله کړې، خو په هر وار يې تر لومړۍ هغې پيکه بڼه وړاندې کړې ده. اوسمهال ، چې له خبري سروېس سره کومه شاځمکه خپريږي، ډېره بې خونده، ټکري او د يوه ګونګ مفهوم لېږنده ده.
د جنګ جګړې انځور، د امريکا د جګپوړو ودانيو د ړنګېدا انځور، د کوکنارو انځور او د ميرويس نيکه او احمد شاه با با انځورونه (يا اپوټه) د شمشاد د خبري سروېس شاځمکه ده. د انځورونو دغه ترکيب به د شمشاد د مخاطب تر ذهنه څه مفهوم لېږدوي؟ پرته له دې، چې ووايو: جګپوړې ودانۍ موږ ړنګې کړې، کوکنار موږ کرو او ميرويس نيکه او احمدشاه بابا مو ددې لارې اتلان دي! په سي اېن اېن، الجزيرې او نورو ټلويزيوني شبکو کې د ورانيو د هر انځوريزسلايډ ترشا، چې کوم انځورونه يا پيغامونه، يا لږ ترلږه شخصيتونه را څرګنديږي، د مخکينيو هغو تاييد او يا ترديد کوي. د شمشاد دغه موږ ته د دغه انځوريز سلايډ منفي تصوير (تاييد) رالېږدوي.
پر دې سربېره ،په خبري سروېس کې د خبرونو د انتخاب، د ويندويانو د غوراوي، پوښاک (کله جامه، کله دريشي او کله پګړۍ، يا د رنګونو کمزوري انتخاب) او مخځمکې (مېز او...) ستونزې هم شته، چې تل د بدلون په حال کې دي. د خبري سروېس زېګنال، شاځمکه، ويندويان او... بايد تر ټاکلې نېټې ثابت واوسي. د خبرونو غورچاڼ او غوراوى د خبري سروېس تر ټولو ستره او ارزښتناکه دنده ده. د هر ډول خبرونو خپراوى په ټلويزيوني خبري سروېس کې وړ نه برېښي او که د خبرونو له کمي سره مخ کيږي، سافټ نيوز يا نرمو خبرونو ته دې مخ اړوي. مړه خبرونه او بشپړه (Non Critical) يا بې نيوکې خبريالي هم د مخاطبانو په رکود تماميږي. دغسې د يوې ځانګړې ستراتيژۍ او خپرنيز تګلار نه درلودل د يوې رسنۍ د مرګ په مانا دي. د شمشاد له پردې ډېره لږ دغسې يوه څرګنده ستراتيژي ترسترګو کيږي. دغه راز يو دود څيز، چې اوس د افغانستان په ټولو ټلويزيوني چينلونو کې تکراريږي، خبري رپوټونه دي. تر هر ليډ وروسته خبري رپوټ د خبري سروېس تنوع له منځه وړي، ځکه خو په کار ده، چې تر هرو دوو خبري رپوټونو وروسته يو خبر د (Voice Over) په توګه وويل شي او په خبري سروېس کې يوه تنوع راولي.
شاعرانه الواک او مسلکي چلند:
ژورناليزم او ادبيات له يوې چينې اوبه څښي، خو توپيرونه يې څرګند دي. شاعري د ادبياتو يوه کوچنۍ برخه او تر ډېره يوه ذوقي مساله ده. په مسلکي ډګر کې شخصي ذوق پالنې او شاعرانه فکر ډېرى زيانناک تماميږي. هرڅه ته بايد د شاعر له سترګو ونه کتل شي، ځکه شاعر تخيلانه فکر کوي، ذوق پالي او د يوه داسې طبعيت او (ډېرځله تړلي) الواک څښتن وي، چې درست خلک يې ښايي پلويتوب ونه کړي. خو مسلکي چلند بيا په ټولو مواردو کې خلک په پام کې نيسي او دا خلک (مخاطبان) دي، چې د ژورناليزم او رسنيو بنسټ ټينګوي. په شمشاد ټلويزيون کې له نېکه مرغه د شاعرانو تله درنده ده او دا له يوه اړخه زموږ لپاره ستره شتمني ده، خو د مسلکي اړخ پياوړتيا يې هم اړينه ده. په تېرو څو کلونو کې که د شمشاد پر مسلکي اړخونو کار شوى واى، ښايي ګڼ چينلونه يې ترشا پرېيښي واى. اوس هم دغه ټلويزيون په خپل سوکه مسلکي مزل سره د افغانستان په غوره ټلويزيوني چينلونو کې شمېرل کيږي.
د شمشاد خپرونې، ګرافيکي طرحې، د سندرو برخه، د فلمونو دوبله او ... ورځ په ورځ پرمخ ځي او دا د مخاطب په راښکون کې تر ټولو ستر رول لوبوي. البته د سندرو په انتخاب کې لا ستونزې شته، چې دا هم بايد د وخت، مخاطبانو د غوښتنې او ورځې په حساب خپرې شي. له ورځ دوده وتلې سندرې، فلمونه، کليشه يي خپرونې او څېرې بايد د شمشاد له پردې ووځي او نويو بکرو څيزونو ته مخه وکړي. ترنګ خپرونه د بکرو خپرونو يوه ښه بېلګه ده، چې ډېرځله د انځوريز يونليک يا سفري رپوټ تنده هم پرې ماتيږي.
شمشاد د خپلو نورو سيالانو ترڅنګ د ودې او پرمختګ پر لور ګامونه ږدي او دمګړۍ د (مخاطب موندنې له پلوه) د افغانستان په هغو څلورو برياليو چينلونو کې شمېرل کيږي، چې مخاطب يې نه يوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې ترسترګو کيږي.
په شمشاد کې د نويو بدلونونو او ددغه ټلويزيوني چينل د بري او ښې راتلونکې په هيله.