د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې د افغانستان، اېران او تاجکستان د بهرنيو چارو وزيران د راتلونکې مياشتې پر پنځمه او شپږمه نېټه غونډه کوي اود ((فارسي ژبوهېوادونو!!)) اتحاديه او د دې اتحاديې يوه پارسي ژبې ټلويزيوني شبکه اعلانوي. دغه تيوري په داسې حال کې په ډاګه کيږي، چې په سياسي، اقتصادي او اتنيکي- ژبنۍ برخه کې افغانستان ، اېران او تاجکستان يو تربله خورا ډېر واټنونه او اختلاف وړ ټکي لري. د ((فارسي ژبي مثلث)) د تيوريستانو په وينا، دغه کار په فرهنګي ډګر کې درېواړه هېوادونه سره نږدې کوي او په سيمه کې پارسي ژبه او پارس ټبر تقويه کوي. که د مسايلو بېخ ته ځير شو، اېران، تاجکستان او په ځانګړې توګه افغانستان د خپلو اتنيکي جوړښتونو او سياسي –اقتصادي توپيرونو له مخې ددغسې ژبني- قومي مثلث د جوړېدا وړتياوې نه لري. ددغسې مثلث پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د هېوادونو په نامه ځانګړې جغرافيايي سيمې دي، چې پر پارسي ژبې سربېره نورې اکثريت ژبې او ډېره کي قومي جوړښتونه لري.
پر دغو مسايلو سربېره د اېران او امريکا ستونزې، د تاجکستان او روسيې اړيکي، شانګهاى ډله، نشه يي توکي، له امريکا او ناټو سره د افغانستان ښه اړيکي او په افغانستان کې د تهران او دوشنبې د لاسوهنې مخينه هغه څه دي، چې ددغسې يوه مثلث د تيوري پلي کېدا شنډوي.
د اتنيکي جوړښت له مخې په افغانستان کې ٥٠ سلنه پښتانه، بلوڅ، ازبک، ترکمن، پشه يان، ايماق او... اوسيږي او د افغانستان دوه برخې نفوس او ژبه جوړوي. دغسې په اېران کې ٣٥سلنه فارسيان دي، چې نفوس يې د٤٠ سلنه ترکانو (اذري ، ترکمنو او نورو) پر وړاندې ١٠ سلنه لږ او د ياد شوي هېواد قومي لږه کى جوړوي. د قومونو په دغسې يوه پراخ او مختلف ترکيب سره د افغانستان ، اېران او تاجکستان ترمنځ د فارسي ژبي مثلث د تيورۍ پلي کېدا غيرمنطقي او ناشونې ښکاري. په مذهبي لحاظ اېران يو شيعه مذهبى هېواد دى او په نړۍ کې د شيعه مذهب پر بنسټ، د خپل اسلامي انقلاب اهداف پلي کوي. د افغانستان په څېر په اکثريت سني مذهبه او دتاجکستان په څېر سکولر ته نږدې ټولنه کې د اېران له ځانګړو ارزښتونو او ګټو سره همغږي او غاړه وړل تل په ټکر کې دي او دغه ټکر به پارسي ژبى مثلث له جدي ستونزو سره مخامخوي.
په نړۍ کې ټول ٤٠ ميليونه فارسي ژبي اوسيږي، چې ٧ ميليونه په افغانستان ، ٣٥ ميليونه په اېران او پاتې نور په تاجکستان، ازبکستان، پاکستان، هند او نورو بهرنيو هېوادونو کې دي. (د فارسي نېټ احصايه)
په افغانستان کې د امريکا او ناټو حضور او له واشنګټن سره د کابل پوځي تړونونه په سيمه کې د اېران د ګټو پر وړاندې سترې ننګونې دي. د اېران هڅه په افغانستان کې د خپلو سيالانو ماتول دي او په همدې موخه د افغان دولت او بهرنيانو پر وړاندې د جنګېدونکو ډلو پوځي او تبليغاتي ملاتړ کوي. په هرات کې د شيعه او سني په نامه شخړې او په اېران کې د افغان کډوالو بې درېغه ځور او سپکاوى په افغانستان کې د امريکا پر وړاندې د تهران د نفوذ کچه ورځ تر بلې راکموي. دغه راز تاجکستان هم له ورته برخليک سره مخ دى او که دوشنبه د ناټو او امريکا له يوه ستراتيژيک ملګري( افغانستان) سره نږدې کيږي، د خپل ستراتيژيک ملګري (روسيې) ملاتړ له لاسه ورکوي. دغه راز د روسي پوله ساتو له وتلو وروسته تاجکستان اړ دى، چې له افغانستان سره خپله ګډه پوله پخپله وساتي او د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې د اېران په څېر د ميليونونو ډالرو او انساني ځواک قرباني ورکړي.دغسې په سيمه کې د شانګهاى او نورو ورته اقتصادي ټولنو په جوړېدو سره (چې افغانستان او اېران يې غړيتوب نه لري) دوشنبه په سيمه کې خپله سياسي انډولتيا له لاسه ورکوي او نشي کولاى ددغسې يوه ژبني(نه اقتصادي) مثلث لپاره خپل ستراتيژيک ملګري او اقتصادي ګټې زيانمنې کړي. د اېران اټومي مساله او پر تهران اقتصادي بنديزونه د هغه هېواد پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دى، چې د مثلث جوړېدو پر وړاندې خنډونه پيدا کوي.(١) په ازبکستان کې هم اکثريت تاجکان اوسيږي ، خو که داسې يو مثلث جوړيږي، ازبک چارواکي به يې هم د راتلونکو بدو پايلو او تجزيه طلبيو د وېرې له امله مخالفت کوي. په اقتصادي او امنيتي لحاظ افغانستان او تاجکستان د اېران په پرتله خورا کمزوري دي او تل دا وېره شته ، چې له يوې جدي امنيتي- اقتصادي ستونزې سره مخامخ شي، خو اېران په دغه ډګر کې تر خپلو (( شونو شريکباڼو)) ډېر غښتلى برېښي. که چېرې دغه مثلث پلى کيږي، واکمن رول به د اېران وي او افغانستان او تاجکستان به د اېران تر فرهنګي او اقتصادي ښکيلاک لاندې وي. دغسې کابل او دوشنبه کېداى شي په يوه دغسې مثلث کې د ښکيلتيا له امله په سيمه ييزه توګه له اقتصادي بهيره شاته پاتې شي او ګټه يې يوازې تهران ته ورسيږي.
د کارپوهانو په وينا، تهران ته غوره داده، چې په اقتصادي او ستراتيژيکه توګه له ترکيې او اذربايجان سره مثلث جوړ کړي، ځکه د اېران د ٧٠ ميليوني نفوس ٤٠ ميليونه برخه ترکان(اذري او ترکمن) جوړوي. له کابل سره د تهران او دوشنبې د پارسي ژبي مثلث شونتياوې خورا کمې دي .کله، چې تهران په خپله خاوره کې کډوال او بېوزله افغان نشي زغملاى د فرهنګي او ژبني مثلث د جوړېدو هډو اړتيا نه پېښيږي. که تهران په رښتيا دغسې يوه مثلث ته لېوال وي او افغان ته د افغان په سترګه ګوري، لومړى دې افغان وګړي له ويزې، پاسپورټ او د کار اسنادو له شته والي پرته په خپله خاوره کې پرېږدي، چې يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي. د افغانستان وګړي، چې په اېران کې يوه ګوله ډوډۍ نشي پيدا کولاى او په وچ زور او سپکاوي له سرحده را شړل کيږي، د ژبني او فرهنګي مثلث د جوړېدا اړتيا بيا له کومه را پيدا کيږي؟ دغسې تيورۍ او د هغو پلي کول پرته له دې، چې په سيمه کې قومي، ژبنيو او مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي، بله هيڅ ګټه نه لري. افغان دولت ته په کار ده، چې د ژبنيو مثلثونو پرځاى اقتصادي او پوځي تړونونه وکړي، چې په سيمه کې خپل ځان تثبيت کړي او په راتلونکې کې د افغانستان د پايښت ، سولې او ټيکاو ضمانت وکړاى شي.
-----------------------------
(١):فخرالدين خال بيک(تاجکستان)