sahaar sahaar

Profile Photo

نذيراحمد سهار د جګړن ميراحمد زوى، په قوم مسود دى. له نن نه ٢٨ کاله مخکې وېږېدلى. پلرنى ټاټوبى يې لوګر ولايت دى او په وزيرستان کې هم نيکات لري. په ژورناليزم کې يې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي او د ١٨ په شاوخوا کې کتابونه يې چاپ او خپاره شوي دي. دمګړۍ له پژواک خبري اژانس سره د راډيوڅارنې د څانګې د مسوول په توګه کار کوي.

سياست


((فرهنګي پت)) ولې له ((سياسي ګټو)) قربانيږي

سياستونه  او سياسي څېرې تل بدليږي او د ثابت دريځ او ثابتې تګلارې پلويتوب نه کوي. دا د سياست غوښتنه او اړتيا ده، خو ادب او ادبي څېرې تر ډېره ثابت دريځ  او ثابتې څېرې لري. دوى بايد د تغيير منونکي سياست په بهبر کې خپل ثبات وساتي. د ادب او سياست بېلتون هم ناشونى دى. هيڅوک هم له سياست پرته د ادب او له ادب پرته د سياست د پرمختګ ضمانت نشي ورکولاى. د افغانستان د سياسي اوضاع لوبغاړي ډېرى غير ثابت او په همدغه ترڅ کې په فزيکي او مانيز دواړه لحاظه له  حذف کېدو س

05.08.2009 sahaar

کله چې قلمونه اسهال شي...!

  په افغانستان کې د ډېرى روڼاندو او يو شمېرهغو کسانو، چې د قلموالو حساب پرې کيږي ، تر ټولو ستره ستونزه داده، چې ثابت دريځ او څرګند تګلورى نه ساتي. ددوى عقل، منطق، فکر او ژوند له سياسي حالاتو سره بدلون مومي او دا ټول په يوه داسې کړۍ کې را منحصروي، چې يوازې او يوازې پر شخصي او سليقوي ګټو بنا وي. د افغانستان اوسنۍ سياسي وضع د ددې طبقې اصليت او ماهيت ښه په ډاګه کوي. پروني يو شمېر انقلابيان او د اسلامي انقلاب شعار ور

23.07.2009 sahaar

د نشه يي توکو معضله

افغانستان د نشه يي توکو د کر او توليد په برخه کې د نړۍ د لومړۍ درجه هېواد په توګه تل د نړيوالو تر نيوکو لاندى دى. د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جاريمو د مخنيوي ادارې د وروستۍ سروې له مخې، د نړۍ نږدې ٩٠ سلنه کوکنار په افغانستان کې کرل کيږي. د نشه يي توکو د کر تر ټولو مساعد شرايط جګړه ييز حالات او د ټيکاو نشتوالى ګڼل کيږي. پر افغان دولت او دلته پر ميشتو بهرنيو ځواکونو ، په ځانګړې توګه برېټانيا دا نيوکې خورا ډېرې دي، چې ددغه بوټي د ورکاوي يا لږ ترلږه د کرکچې د ټيټېدا په برخه کې رغنده ګامونه نه

27.12.2008 sahaar

د اکمالاتي لارو بندښت، د طالبانو نوې ستراتيژي

په افغانستان کې ميشتو ناټو او امريکايي ځواکونو د خپلو اکمالاتو لپاره دوه لارې غوره کړې، چې دواړې له پاکستان نه تېريږي. لومړنۍ لار له کراچۍ نه د تورخم له لارې جلال اباد ته غځيږي او دوهمه هغه له کراچۍ نه د چمن له لارې په مستقيمه توګه کندهار ته رسيږي. دوهمه لار د طالبانو پر کور (کندهار) تېريږي، چې د ناټو کاروانونه هره ورځ پر دغه لار په نښه کيږي. د زيانونو د کمولو په خاطر ناټو او امريکايي ځواکونو تر کندهار، تورخم لارې ته ترجيح ورکوي او همدا اوس په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو ته نږدې اويا سل

27.12.2008 sahaar

بهرني ځواكونه ووځي او كه قانوني شي؟

د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې په ډېرېدو سره مشرانو جرګې او افغان كابينې د يوې طرحې او مصوبې په ترڅ كې د بهرنيو ځواكونو د فعاليتونو د قانوني كېدا او د هغوى پر حضور د بيا كتنې غوښتنه كړې ده. د مشرانو جرګې او كابينې د غړو په وينا، ددغې طرحې پربنسټ به بهرني ځواكونه خپل ټول فعاليتونه له افغان امنيتي چارواكو سره همغږي كوي. دا، چې دغه طرح او مصوبه به تصويب او پلې شي، كه نه، بېله خبره ده، خو يو كال وړاندې هم ورته يوه طرح تصويب شوې وه، چې نه دولت عملي كړاى شوه او نه يې بهرنيو ملاتړو پرې غوږ وګراوه. د مش

26.08.2008 sahaar

ايا افغانستان د تجزيې وړ دى؟!

په دې وروستيو كې داسې ګونګسي دي، چې نړيوال ځواكونه او يو شمېر كورميشتې ډلې په دې لټه كې دي، چې افغانستان ټوټه كړي او په دې توګه روانه ستونزه غوڅه كړي. دا چې د افغانستان په ويش سره به د هېواد ستونزې څومره را كمې شي، دا اوږد بحث دى، خو يو شمېر كورميشتې ډلې لږ تر لږه دا غوره بولي، چې د سوېل له ناكراريو او تلپاتې واكمن (پښتون) نه ځان وژغوري. دغه ډلې ټپلې او پردي پلوه (شخصيتونه) خپل پايښت هم د همدې طرحې په پليتابه كې غواړي.

10.08.2008 sahaar

د جنرال مشرف استيضاح څومره شونې ده؟

د پاكستان واكمن ګوند او د واكمن ايتلاف جلا شوې ډلې پر يو نوې مسودې هوكړه كړې، چې له مخې به يې ولسمشر پروېز مشرف استيضاح كيږي. د نوې ګډې لاسليك شوې مسودې پر بنسټ به جنرال پروېز مشرف د څلورواړو ايالتونو له اسامبلو او ملي شورا (پارلمان) نه د اعتماد رايه اخلي او كه د اعتماد رايې پر اخيستلو بريالى نه شو، ښايي استيضاح شي. د خلكو ګوند او مسلمليګ ګوند مشرانو ( اصف زرداري او نوازشريف) وړمه ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې اعلان وكړ، چې ګوښه شوي وكيلان به بېرته خپلو دندو

10.08.2008 sahaar

ناوې له مرګ نه تېښته کوله!!

د افغانستان د ختيز پر لوړو غرونو، په هغه سيمه کې د دريو ويجاړو شويو موټرو کباړ پروت و، چې هلته امريکايي بمونه پرېوتي وو. دغلته بېلابېل توکي، د وينو څاڅکي او په افغانستان کې د ناويو لپاره د ځانګړو شوخو رنګينو جامو وړې وړې ټوټې پرتې وې. د ننګرهار په غرونو کې دغه لرې پراته کلي ته موږ په خپل څو ساعته سفر کې د دې غمناکې پېښې په اړه له بېلابېلو خلکو واورېدل. د واده دغه محفل، چې د خوښيو نمانځنې لپاره پيل شوى و، د ٢٢ تنو په مړينې سره پاى ته ورسېد.امريکايي ځواکونه وايي

16.07.2008 sahaar

ايا د ((فارسي ژبي مثلث)) تيوري د پلي کېدا وړ ده؟

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې د افغانستان، اېران او تاجکستان د بهرنيو چارو وزيران د راتلونکې مياشتې پر پنځمه او شپږمه نېټه غونډه کوي اود ((فارسي ژبوهېوادونو!!)) اتحاديه او د دې اتحاديې يوه پارسي ژبې ټلويزيوني شبکه اعلانوي. دغه تيوري په داسې حال کې په ډاګه کيږي، چې په سياسي، اقتصادي او اتنيکي- ژبنۍ  برخه کې افغانستان ، اېران او تاجکستان يو تربله خورا ډېر واټنونه او اختلاف وړ ټکي لري. د ((فارسي ژبي مثلث)) د تيوريستانو په وينا، دغه کار په فرهنګي ډګر کې درېواړه هېوادونه سره نږ

17.03.2008 sahaar

افغانه ښځه او د ښځو نړيواله ورځ !

د مارچ اتمه نېټه هرکال دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي. نږدې سل کاله کيږي، چې د ښځو پر وړاندې د تبعيض او تاوتريخوالي د مخنيوي او مساوي حقونو د ټينګښت لپاره د ښځو مبارزه روانه ده، خو دا مبارزه تر ډېره په ځانګړو پاړکو ، څو ګېډۍ ګلونو او محفلونو پورې محدوده پاتې شوې ده. د ښځو نړيواله ورځ پر ١٨٥٧ ز کال د نيويارک د نساجي  فابريکې د کارګرو ښځو په لاريون پورې تړاو مومي. سخت کاري شرايط او کمه لاسباړه د هغوى د شورغږ مهم لاملونه وو. د فابريکې چارواکو د لاريون

08.03.2008 sahaar

پاکستان، د نړۍ تر ټولو ګواښناکه سيمه

د ترهګرۍ او بنسټپالنې پر وړاندې په ټولو جبهو کې جګړه روانه ده، خو د بريا او ماتې غوټه به يې يوازې په پاکستان کې پرانستل کيږي. د پاکستان ستونزه يوازې دا نه ده، چې سرحدي او بې قانونه پولې يې د القاعدې او اسامه بن لادن پناه ځايونه ګرځېدلي، يا دا، چې د بنسټپالنې اکاډمۍ (مدرسې) يې ځانمرګي بريدکوونکي روزي او په نړۍ کې يې خوروي؛ پاکستان د وګړو د ډېروالي له مخې دوهم مسلمان هېواد دى، چې منځلاريتوب او اوسېله مندي يې د خلکو خويونه دي، خو بنسټپالي يې په پولو کې له ګواښ سره مخامخوي. تر دې وروستيو پورې

18.01.2008 sahaar

افغانستان،هغه ځمكه، چې نه هېره ده او نه وركه

په افغانستان كې له امنيتي ستونزو سره سره ګڼ پرمختګونه شويدي. افغانستان د انارشۍ د ناقانونه ځواكونو پر وړاندې د ملتونو يو ټينګ سمبول دى. همدا څيز په يوازې توګه د دغه هېواد د بيا رغونې په برخه كې د نړيوالو هڅو ملاتړ كوي. د سپټمبر ۱۱ مه نېټه او په نړۍ كې د هغې غبرګون بايد را ياد كړو. هغه مهال مو زده كړل، چې له مدني بنسټونو يو بې برخې هېواد څنګه په مطلقه توګه منزوي او د (واك) له تشې سره مخ كيږي. افغانستان د بېوزلۍ او جنګ جګړو پر مهال د ترهګرۍ ځاله وګرځېده. دغه درس بايد يوځل بيا ټولو ته ور زده كړو

13.01.2008 sahaar

القاعده او په قبايلي سيمو كې د پنټاګون نوې پروژې

په عراق كې د القاعدې شبكې پر وړاندې د سني ډلو ((د بيدارۍ اسلامي شورا)) ملاتړ او را پورته كولو، د القاعدې شبكې پر فعاليتونو ژوره اغيزه كړې ده. د عراق حكومت او امريكايي ځواكونو پر وړاندې د القاعدې تر ټولو ستره حربه د سني ډلو ملاتړ او استعمال و. يو شمېر سني مذهبه ګروپونو د سياسي بې برخېتوب او مذهبي رجحان او تعصب له مخې ډېرځله د امريكايي ځواكونو پرځاى شيعه اهداف په نښه كول. دغۀ كار په عراق، په ځانګړې توګه شيعه ميشتو سيمو كې د تاوتريخوالي كچه لوړه كړې وه.د سياسي چارو كارپوهان په عراق كې د امري

05.01.2008 sahaar

د جدي شپږمه او زموږ پټه خوله غندنه

نن هغه ورځ غندل كيږي، چې روسانو فغانستا ته خپل ناولي ګامونه پرې اېښي. دغه ورځ د خپل تور او كرغيړن شاليد ترڅنګ افغان ولس ته دهيلى يو زيرى هم لري: ((دهر يرغلګر پر وړاندې يو موټى افغان)). د 1358 ل كال د مرغومي شپږمه نېټه پر افغانستان د سرو لښكرو د يرغل د ورځې په مناسبت هر كال غندل كېږي، دغه غندنه كه د ځينو پټو او ښكاره لاملونو له مخې ورځ په ورځ پيكه كيږي خو وركه نه لري. روسان له افغانستان نه په وتلو اړ ايستل شول، خو د څوكۍ او واك څو لېونيو ولس يو ځل بيا په اور او وينو و لړه. د جهاد ثمره د څو

26.12.2007 sahaar

د عراق په ښځينه زندان كې څه تېريږي؟

د CBS News شبكې خبرياله(( اليزابت پالمر ))\

24.12.2007 sahaar

په قدرت كې دپاتې كېدو نوى چل

په دې وروستيو كې دخوراكي توكو او اوبلن ګاز بيې له تمې ډيرې لوړې شوې.داوبل ګاز يوه كيلو له ۳۰-۳۵ څخه او۷۰ افغانيو اوداوړ  ديوې سل كيلويي بورۍ قيمت له ۱۳۴۰ څخه ۱۶۰۰ او۱۷۰۰ ته لوړ شو همداسې دنورو اړينو توكو بيې هم په همدې ډول لوړې وختې،  خواوس په رسنيو كې خبرونه خپاره شوي، چې يوشمير چارواكي او زورواكان ددې موادو دبيې په لوړيدو كې لاس لري .ويل كيږي، چې دوى داكار پرولس دفشار راوستو اوهغوى دحكومت پروړاندې د را پاريدو په موخه كوي.له كله نه، چې په افغانستان كې جګړې پيل شوې تر نن پورې افغانان او ا

10.12.2007 sahaar

ايا تل د ملالې په څېر د ښځې غږ ته په تمه ياست؟

بالاخره کرزي او د هغه متعصبو او پر قومي تربګنيو ولاړو مرستيالانو کوچيان دې ته اړ اېستل، چې د وردګو له بهسود ولسوالۍ نه ووځي. د بشري حقونو د خپلواک(!) کميسيون مشرې سيماسمر د خپل(( هزاره نشنليزم)) ژمنتيا په زبات ورسوله او په سرو سترګو يې کوچيان تيريګر وګڼل. اوس کوچيان له بهسودو وتلي، موضوع تر يوه بريده غلې شوې ، خو يو شمېر پوښتنې لا شته، چې چارواکي او يو شمېر کړۍ يې بايد ځواب کړي. د کوچيانو په اړه ادعا کېده، چې په سپکو او درندو وسلو سمبال وو، خو د شمشاد ټلويزيون بې پري رپوټ دا وښوده، چې بېوزلي

10.12.2007 sahaar

د مصطفى کاظمي د مرګ تر شا دوه پټ لاسونه

دولت په ((پرې پوزه)) او متحده جبهه د ((ګيدړ چالاکۍ)) په دود د ولسي جرګې د اقتصادي کميسيون د مشر ارواښاد مصطفى ((کاظمي)) پر مرګ وير کوي. هغه د دولت د اپوزيسيون د يوه فعال غړي او ژبور وياند په توګه د دولت د سترګو اغزى و، خو مرګ يې په هيڅ توګه ددولت پېرزو نه وه. دولت په وير ،سملاسي اعلاميو  او راتلونکو ((لقبونو)) د ځان سپيناوى کوي، خو متحده جبهه د پېښې د يوه اړخ په توګه له دغه ((زرين چانس)) نه د سياسي ګټې اوچتونې هڅه کوي. جمعيت ګوند او په سر کې نظار شورا په خپل سياسي تاريخ کې د دغسې ((ت

10.12.2007 sahaar

امنيتي وضع؛ ناکامۍ او د نويو ستراتيژيو اړتيا

ولسواکي په خپل کورني بعد کې په دوو توکو(( رضايت)) او ((ثبات)) ولاړه ده. دغه توکي ولسواکي له يوه اړخه له دولت او له بل اړخه له ملت سره تړي او ددغه تړاو په پايله کې مشروعيت او مقبوليت زېږوي. دغه ډول ولسواک حکومتونه امنيت تر نورو هغو ښه را پېژندلاى شي. په اوسمهالي پېر کې رښتينى ثبات د سياست او حکومت په لړ کې د ولس له (( رضايت)) پرته شونى نه برېښي. ولسواکي په بهرني او نړيوال بعد کې په امنيتي معادلاتو کې ډېره اغيزناکه برېښي، خو دا له کورني هغه سره توپير کوي. په کورنيو مسايلو کې د ولس د غوښتنو ترمن

10.12.2007 sahaar

محسني او د (( تمدن)) اېرانۍ وزمه تصوير!

شيخ محمداصف محسني د افغانستان د (جهادي مشرانو) او ايت الله ګانو په ډله کې يوه مهم کس شمېرل کيږي. هغه د جهاد په کلونو او وروستيو پېښو او بيا د لويې جرګې او نوي حکومت په بهير کې جوت ((رغند- تخريبي)) رول درلود. د کندهار د امام باړې دغه مخکښ د جهاد په کلونو کې د اېراني ايت الله ګانو په مرسته د (( حرکت اسلامي)) مشر او د قيادي شورا غړى او وياند شو. د خپلې تېرې ژبې ، فصاحت او پر ديني علومو د برلاسي له امله يو ژبور مذهبي کس ګڼل کيږي. کله، چې په اېران کې (( حرکت اسلامي)) ګوند د اېران د سپاه پاسدران په

10.12.2007 sahaar

د بنسټپالو او ملتپالو اتحاد ((پښتونستان)) زېږوي

مقاله ليکوال((سيلګ هريسن)) د نړيوالو څيړنو مرکز د اسيايي پروګرامونو د څانګې مسوول دى، چې د افغانستان په اړه يې (( په افغانستان کې سيوري)) کتاب هم ليکلى دى. دا ليکنه د انټرنېشنل هيرالډ ټربيون په ګډون په ګڼ شمېر بهرنيو انګليسي ژبو ورځپاڼو کې خپره شوې ده. _______________________________________ په قبايلي پښتون ميشتو سيمو او د افغانستان په سوېل کې د القاعدې شبکې او طالبانو ننګونې او ګواښونه، چې د قبايلي وګړو  او د آى اېس آى له ملاتړه برخمن دي، ورځ په ورځ ډېريږي. د مذهبي بنسټپالو

10.12.2007 sahaar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more