افغانستان د نشه يي توکو د کر او توليد په برخه کې د نړۍ د لومړۍ درجه هېواد په توګه تل د نړيوالو تر نيوکو لاندى دى. د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جاريمو د مخنيوي ادارې د وروستۍ سروې له مخې، د نړۍ نږدې ٩٠ سلنه کوکنار په افغانستان کې کرل کيږي. د نشه يي توکو د کر تر ټولو مساعد شرايط جګړه ييز حالات او د ټيکاو نشتوالى ګڼل کيږي. پر افغان دولت او دلته پر ميشتو بهرنيو ځواکونو ، په ځانګړې توګه برېټانيا دا نيوکې خورا ډېرې دي، چې ددغه بوټي د ورکاوي يا لږ ترلږه د کرکچې د ټيټېدا په برخه کې رغنده ګامونه نه دي اخستي.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته د لويديز او امريکا په مرسته د نوي بدلون په بنسټيزو موخو کې يوه هم د نشه يي توکو د کر، توليد او قاچاق مخنيوى و، خو دغه څيز نه يوازې دا، چې کم نه شو، بلکې د بهرنيو ځواکونو په ميشتېدا سره يې کچه لا لوړه شوه. همدا اوس په هلمند کې نږدې اووه زره برېټانيايي پوځيان پراته دي او د نشه يي توکو د کر د مخنيوي دنده هم ددوى پرغاړه ده، خو د نشه يي توکو کر او توليد ورځ تر بلې ډېريږي.
د نشه يي توکو د له منځه وړو په برخه کې د لويديز دوه مخې پاليسي، څو اړخيزې متضادې او سره ټکر ستراتيژۍ او د نشه يي توکو په قاچاق کې د نړيوالې مافيا دخول هغه څه دي، چې د کوکنارو د کر کچه يې لا لوړه کړې ده. برېټانيا او امريکا ددغو توکو پر وړاندې يو ډول او هالنډ، جرمني او نور هېوادونه بيا بل ډول ستراتيژۍ پرمخ بيايي. همدغه ټکرونه او نه همغږۍ ددې لامل ګرځېدلې، چې د نشه يي توکو د کر موضوع په خپل حال پاتې شي. دغسې ناغيړۍ او يو لړ مشکوک اعمال دا ګومان په باور بدلولاى شي، چې نړيوال ځواکونه د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري. په سويل کې د خلکو عمده شکايت همدا دى، چې نړيوال ځواکونه  د نشه يي توکو د مافيا پر وړاندې شنډ او غلي دي، په داسې حال کې، چې د هېواد مهم هوايي ډګرونه ددوى په لاس کې دي او د قاچاق عمده برخه يې هم بايد ددوى تر څار او ملاتړ لاندې وي.
په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو سره ټول شوي تړونونه يو اړخيز او پر نه مسووليت ولاړ دي. همدغه يو اړخيزتوب او د مسووليت نه انګيرنه ددې لامل ګرځېدلې، چې ددغو ځواکونو ناوړه او غيرقانوني کړنې يا له سترګو پټې شي او يا هم د مشاهدې په صورت کې سترګې پرې پټې شي.  په افغانستان کې ددوى د مرکزونو ، موټرو، کاروانونو، هوايي الوتنو، لېږدېدونکو تابوتونو او نورو کړو وړو په اړه هيڅ ډول پوښتنه او د هغوى د فعاليتونو د خونديتابه تضمين نشته.  د بهرنيو ځواکونو په اړه د تضمين، مسووليت او دوه اړخيز  قرارداد نشتوالى هغوى ته دا جرئت او اجازه ورکوي، چې هرڅه په خپلخوښې توګه ترسره کړي. د بګرام، هرات، کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو ملي او نړيوال هوايي ډګرونه د امريکايي او برېټانيايي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي. ددغو مرکزونو او ددوى د هوايي او ځمکنيو کرښو  د خونديتابه د تضمين نشتوالى يو بل ستر خنډ دى، چې افغان چارواکي ورسره مخامخ دي.
نړيواله ټولنه او په افغانستان کې ميشت ځواکونه د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې لومړۍ درجه مسوول کسان دي، ځکه جګړه همدوى روانه کړې او نشه يي توکي هم په هغو سيمو کې زيات دي، چې هلته دوى ميشت دي. که دوى په رښتيا هم ددغه بوټي د ورکاوي هوډ لري، د نشه يي توکو پر وړاندې دې يوه پرېکنده ګډه ستراتيژي په مخ کې ونيسي او د هغې ترڅنګ دې افغان کرګرو ته د بديل معيشيت لارې هم برابرې کړي. که دغسې وشي او همغږي موجوده وي، کېداى شي دغه ستونزه يوڅه اواره شي، خو که دوى په دې برخه کې هم د نورو هغو په څېر دوه مخي کوي، بيا دې نو د کوکنارو د بدنامۍ ګوته افغانستان ته نه نيسي، ځکه دغه بدنامي له دوى سره مل روانه ده.