په افغانستان کې ميشتو ناټو او امريکايي ځواکونو د خپلو اکمالاتو لپاره دوه لارې غوره کړې، چې دواړې له پاکستان نه تېريږي. لومړنۍ لار له کراچۍ نه د تورخم له لارې جلال اباد ته غځيږي او دوهمه هغه له کراچۍ نه د چمن له لارې په مستقيمه توګه کندهار ته رسيږي. دوهمه لار د طالبانو پر کور (کندهار) تېريږي، چې د ناټو کاروانونه هره ورځ پر دغه لار په نښه کيږي. د زيانونو د کمولو په خاطر ناټو او امريکايي ځواکونو تر کندهار، تورخم لارې ته ترجيح ورکوي او همدا اوس په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو ته نږدې اويا سلنه توکي له همدې لارې لېږدول کيږي.
طالبان په دې وروستيو کې دې لارې متوجه شوي دي، ځکه خو ناټو هم سملاسي خپله لاره بدله کړې او د کوټې- هلمند لاره يې غوره کړې ده. پر تورخم- جلال اباد لويه لار  اوس يوازې د ناټو خوراکي توکي او تېل لېږدول کيږي.
د کراچۍ-تورخم- جلال اباد لار له خيبر تاريخي درې تېريږي. دغه سيمه له څه مودې راهيسې ډېره ارزښتناکه شوې ده. طلبانو د خپل حکومت تر نسکورېدا وروسته خپل ټول ځواک د ايتلافي ځواکونو پر خلاف په چاودنو ، ځانمرګو بريدونو او وسله والو نښتو کې کاراوه، خو د روان کال له پيل راهيسې ددې ډلې په ستراتيژۍ کې بدلون راغلى دى. هغوى خپل تمرکز د بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي لارو کاروانونو کړى او ددغه کار لپاره د خيبر لاره ټاکلې ده. پر خيبر د ناټو او امريکايي ځواکونو مخ پر ډېرېدو زيان واشنګټن او بروکسل دې ته اړ ايستي، چې له خپل پخواني سيال روسيې سره وغږيږي او خپل اکمالات د قزاقستان او ازبکستان له لارې د افغانستان له شمالي ولايتونو وکړي. په دې لړ کې د روان کال په اپرېل مياشت کې د رومانيا په مرکز بخارست کې د ناټو يوه مهمه غونډه وشوه، چې دوه ورځې وغځېده. ددې غونډې اجنډا (( په افغانستان کې ناټو ته پېښې ننګونې)) وه. په د ې ناسته کې تر ټولو مهمه مساله داوه، چې د ناټو په ٦٠ کلن تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د هغوى سيال (( روسيې)) د ناټو او امريکا په ګډه بلنه ګډون کړى و.  غونډې په افغانستان کې ناټو ته پېښې ستونزې او ننګونې وڅيړلې او بالاخره د اپرېل پر پنځمه نېټه د ناټو او روسيې ترمنځ پرېکړه وشوه، چې ناټو ځواکونه به د پاکستان پرځاى خپل اکمالات د روسيې له خاورې کوي. ددغه کار په بدل کې مسکو ته ډاډ ورکړل شو، چې په پولنډ او رومانيا کې به د توغوندي دفاعي سسټم نه لګول کيږي او دغسې جورجيا او يوکراين به د ناټو په غړيتوب نه منل کيږي. ناټو پر دې سربېره د مسکو چارواکو ته دا پيغام هم ورکړ، که دوى په افغانستان کې بريالي شي، له سيمې به پښې سپکوي.
ې د جون مياشتې پر شلمه نېټه په امريکا کې د واشنګټن- مسکو کاري ډلې (US-Russia Working Group)پرېکړه وکړه، چې افغان پوځ ته به د روسيې له لارې د وسلو او نورو پوځي توکو د لېږد چاره يقيني کيږي. دغسې ددوى ترمنځ په بروکسل کې هم پر دې سلا وشوه، چې روسيه به نه يوازې دا، چې افغان پوځ ته وسلې او مهمات برابروي، بلکې د طالبانو او القاعدې خلاف روانه جګړه کې به د ناټو او ايتلاف استخباراتي مرسته کوي.
د امريکا او ناټو پلان داو، چې په دې توګه به د پاکستان له لارې له خطرناکو او زيانناکو اکمالاتي بهيره ځانونه بېغمه کړي، خو نړيوال سياسي چاپېريال او د بروکسل- مسکو او مسکو- واشنګټن د اړيکو ترينګلتيا دغه پلان وځنډاوه. يو خوا له پاکستان نه راوتلې لارې د طالبانو لاس ته پرېوتې، بل پلو واشنګټن د جورجيا او سويلي اسوشيتيا په مساله کې د مداخلې له امله شمالي لاره هم پرځان و دروله.
طالبانو په خيبر ايجنسۍ کې د ناټو د پوځي او نورو اکمالاتي ګاډو د له منځه وړو او ولجې پوره تيارى نيولى دى. ددوى ستره موخه داده، چې د مقاومت او وسله والې جګړې ترڅنګ پر ناټو او امريکا ټولې اکمالاتي لارې وتړي او دغسې د ناټو پر شارګ پښه کېږدي. د ډيلي ټلګراف ورځپاڼې د يوه  رپوټ له مخې، که پر بهرنيو ځواکونو اکمالاتي لارې باندې شي، په افغانستان کې به د توکو بيې ډېرې لوړې شي او دا بهرنيو ځواکونو ته په افغانستان کې کافي ستونزې جوړولاى شي. د ټلګراف په وينا، د ناټو پر اکمالاتي ګاډو د طالبانو د بريدونو کچه ډېره لوړه شوې او په روان کال کې يوازې په يوه بريد کې د ناټو ٤٠ له تېلو ډک ټانکرونه سوځول شوي او يو شمېر پوځي ګاډي او چورلکې يې ولجه شوي هم دي. په دغو ټانکرونو کې د ناټو په سلګونو زره بېرله تېل له منځه تللي دي.
د تورخم او چمن لارو کړکېچنتيا او د جورجيا له کړکېچ نه د مسکو او واشنګټن ترمنځ پيدا شوي سياسي تاوتريخوالي په افغانستان کې ميشت ناټو او ايتلافي ځواکونه له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. دغه ستونزې ورځ تر بلې ډېريږي او د طالبانو او نورو مبارزانو زور هم  پر همدې مساله دى، چې پر ناټو او ايتلاف ټولې اکمالاتي لارې بندې کړي. که دغسې وشي ناټو او امريکا ته پرته له دې ، چې له افغانستان نه پښې سپکې کړي، بله لار نه پاتې کيږي.