په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له ميشتېدو سره د بهرني فرهنګ او كولتور نښې خورا ډېرې شوې دي. د نږدې ۴۰ هېوادونو پوځيان او له هغوى سره په مادي او مانيزه توګه راغلى كولتور حتماَ پر افرادو او د افرادو پر دلګو اغيز پرېباسي.
په رسنيز ډګر كې د هند او لويديزې سينما اغيزناك او محسوس حضور دهغوى سيالان هم دې ته اړباسي، چې په متقابل عمل لاس پورې كړي.
دغه كولتوري يرغل او څو اړخيزه سيالي دافغاني انډول او دفاعي ځواك د نشتوالي يا كمزورتيا له امله ددې لامل ګرځېدلې، چې دلته په افغانستان كې شته ملي هويت او ملي ارزښتونه وننګوي. په فرهنګي ډګر كې پر بهر بشپړه اتكا او د همدې اتكا په ترڅ كې بې توله واردات او او د كورني هنري- فرهنګي توليد نشتوالى يا دفع، دغلته يوه نوي كړكېچ ته لاره اواروي. په دغه كړكېچ كې تر ټولو ستر رول د ګاونډي ايران دى، چې د پارسي ژبې د فرهنګي تسلط او شيعه مذهب د صدور له امتيازه برخمن دى.
له لويديز كولتور سره د تهران مخالفت سياسي او مذهبي دواړه اړخونه درلوداى شي، ځكه كه په شيعه ميشتو او د ايران په نفوذ وړ سيمو كې د پارسي ژبې او پارسي_شيعه فرهنګ د تسلط رېښې كمزورې شي، په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه به د نورو تر اغيز لاندې راځي او دغه اغيز ((اهداف)) او ((هدف وړ)) ډلې د تهران له محور نه پر بل لور كږوي. ايران په خپل بهرني سياست كې ، چې د پارسي ژبې تسلط او شيعه ييزم يې بنسټ جوړوي، لومړنى هدف د سيمې هېوادونه ګرځولي او  دغه لړۍ د شيعه مذهب له صدور او پراختيا سره جوخته تر لبنان، فلسطين او نورې نړۍ رسيږي. د امريكا د ولسمشر جورج بوش دا څرګندونې ، چې په عراق او افغانستان كې د ((ولسواكۍ)) په ټينګښت سره واشنګټن پر دې سيمه د ايران د نفوذ او تسلط مخه ونيوله، له دې موضوع سره بې تړاوه نه برېښي.  د پارسي ژبي مثلث او ټلويزيون د جوړاوي طرح هم د همدې ستراتيژۍ د پليتابه د لړۍ يوه كړۍ ده ، چې په دې توګه تهران د لويديز پر وړاندې له افغانستان او تاجكستان نه د پارسي ژبې په اډانه كې د يوه ژبني ځواك په توګه كار واخلي. دغه طرح كه څه هم په افغانستان كې د قومي جوړښتونو، ژبنيو او مذهبي توپيرو او نورو عواملو له امله د پليتابه وړ نه ده، خو پر سيمه د تهران د فرهنګي تسلط يوه هڅه كېداى شي.
په افغانستان كې د لسګونو چاپي او نورو رسنيو مالي ملاتړ ا په بېلابېلو فرهنګي مسايلو كې د ايراني ډپلوماټيكو ادارو مداخلو او شعوري هڅو دغلته د ملي افغان هويت او ملي ارزښتونو پروړاندې يو غير ملي، خو محسوس مقاومت راټوكولى دى.د پوهنتون او ((دانشګاه)) پر سر لفظي او فزيكي شخړې او له دغو شخړو نه د تړلو رسنيو ملاتړ دا ثابتوي، چې تهران پر سيمه د فرهنګي تسلط خوبونه ويني. ددغه بهير تر ټولو بد اړخ د پښتو ژبې پر تضعيف د تمركز اصل دى. تر اوسه ، چې د ژبې او قوم په نامه هره كورنۍ او بهرنۍ فتنه راپورته شوې، فوكس او تمركز يې د پښتون ټبر او پښتو ژبې پر تضعيف دى. دا اړخ تر هر بل بهيره د ((پارسي ژبي مثلث!)) د پنځوونكو او طراحانو په بهير كې په كثرت سره ليدل كيږي. د هندي او لويديز كولتور اغيز پر ټولو ميشتو افغاني وګړو يو ډول دى او پر ځانګړي پاړكي يا ټبر د تمركز او د هغوى د تضعيف پلان يې كمزورى برېښي، خو له تهران نه اوبه څښونكى بهير يومخ د يوې ژبې او افغان اكثريت د كمزورتيا او بربادۍ په لټه كې دى.
د فرهنګونو تبادله او كولتوري راكړه وركړه د نننۍ متمدنې او كلي ته ورته نړۍ اړتيا ده، خو دغه تبادله بايدد ملي فرهنګي دفاعي ځواك او انډول پر اصل ولاړه واوسي. كه چېرې موږ متقابل عمل ونه كړاى شو، خپل توليد او صدور ونه لرو او يوازې پر وارداتي عمل او د نورو د فرهنګونو په زغملو بسنه وكړو، د كولتوري پرمختګونو په روان بهير كې به ويلي(ذوب) شو، ځكه په اقتصادي او سياسي لحاظ پياوړي ملتونه تل په دې لټه كې دي، چې پر بې ثباته هېوادونو او په فرهنګي توګه مخ پرځوړ ملتونو تسلط او واكمني وچلوي.
دغو مسايلو ته په پاملرنې سره بايد موږ د فرهنګي راشه درشې اصول او معيارونه د خپل ملي هويت او ملي ارزښتونو پر بنسټ وټاكو او هيڅ داسې بهير ته اجازه ورنه كړو، چې زموږ ديني ، ملي هويت او ملي ګټې  په يوه پردي او وارداتي فرهنګ له ګواښ سره مخ كړي.