نړيوالې سروې ګانې او څيړنې پلټنې ښيي، چې په عراق او افغانستان کې د ((ترهګرۍ ضد جګړې)) ټلواله په جګړه کې نښتې ده. نړيوال مالي ناورين او د پوځيانود زياتوالي پر سر د ناټو د غړو هېوادونو خپلمنځي اختلافونه او په افغانستان او عراق کې پر ښکيلو هېوادونو د هغوى د عامه افکارو فشار ددې لامل ګرځېدلي، چې دغه ټلواله له سيمې نه پر وتلو فکر ته اړباسي.
له طالبانو ، اسلامي حزب او د افغان دولت له نورو وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو پروسه او په دې برخه کې د لويديز د جګپوړو چارواکو او پوځي قوماندانانو زړه راښکون داښيي، چې امريکا او ناټو په افغانستان کې د سولې ټينګښت يا ددوى په وينا، ترهګرۍ ضد جګړه کې پاتې راغلي او غواړي د يوې مناسبې پروسې له لارې په عزت کې له افغانستان نه پښې سپکې کړي.
د روسيې د امنيت شورا سلاکار الکسي انيسيموف په دې وروستيو کې په ډاګه کړه، چې امريکا په افغانستان او عراق کې تر ماتې وروسته اوس په نړيواله کچه د خپل اتبار د خونديتابه لپاره نورو چلوټو ته لاس اچوي. دده په وينا، په افغانستان او سيمه کې دناټو حضور او د امريکا د توغندويي سسټم لګول هغه څه دي، چې روسيه او د سيمې نور هېوادونه يې تر ګواښ لاندې راوستي دي.
د هند په ممبيي ښار کې وروستۍ پېښې د امريکا ددغو چلوټو يوه برخه ده، چې غواړي هند او پاکستان خپلو کې سره واچوي او په دې توګه په يوه غشي دوه ښکاره وکړي: يو خوا په افغانستان، عراق او سيمه کې پر خپله نکامي پرده وغوړوي او بل پلو د هند او پاکستان له جګړې څخه په استفادې سره په قبايلي سيمو کې خپل اهداف هم پلي کړي. امريکا پوهيږي، چې که هند او پاکستان سره ونښلي د قبايلي سيمو د وګړو ټول پام د خپل اصلي او تاريخي دښمن ( هند) پر لور اوړي او ټول اسلامپاله ګوندونه به له هند سره په شخه شولانګه کې ښکيل شي. د جګړه ييز فشار په جهت اوښتو سره امريکا کولاى شي په اسانۍ سره په قبايلي سيمو کې خپل اهداف او ستراتيژۍ پلې کړي. بل خوا د هند او پاکستان ترمنځ جګړه په پاکستان کې د امريکا پر وړاندې راپارېدلې کرکه او منفي عامه افکار هم د تمرکز له اصلي محوره وباسي او دا به د واشنګټن لپاره په بهرني سياست کې يوه ستره بريا وي. امريکا په دغسې سناريوګانو سره غواړي په سيمه کې کړکېچ پراخ او وغځوي او د اسيا او منځني ختيز د وېش او جغرافيايي بدلونونو زړې سناريوګانې په عملي توګه اجرا کړي. د ازاد بلوچستان، پښتونستان او کردستان په نامه د نويو هېوادونو جوړاوى هم د همدې سناريو برخې دي، چې امريکا يې له خپلې خوښې سره سمې پلي کول غواړي. دا، چې څومره به دغه سناريوګانې د سيمې په ګټه وي، دا د واشنګټن له اوسنيو تګلارو جوتولاى شو، چې يوازې او يوازې د امريکايي ګټو پر خونديتابه ولاړې دي.
په داسې حال کې، چې د افغانستان او سيمې د کړکېچ اصلي سرچينه دغلته د امريکا، ناټو او نورو بهرنيو ځواکونو له حضور سره غوټه خوري، نړيواله ټولنه او په سر کې امريکا پر دې ټينګار کوي، چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره بايد نور پوځيان ځاى پرځاى شي. د پوځونو د ډيروالي دغه ناکامه بهير داښيي، چې امنيتي وضع ورځ تربلې کړکېچنه کيږي. د ٢٠٠٥ز کال له فبروري مياشتې څخه د ٢٠٠٧ زکال تر سپټمبر مياشتې پورې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په شمېر کې پنځه ځله ډېروالى راغلى او دا پخپله دا زباتوي، چې د هر بهرني پوځي په راتګ سره دغلته دوه مخالفان زېږي او دغه مخالفان د بېلابېلو لاملونو له مخې وسله والې مبارزې ته لاس اچوي. د پوځونو ډېروالى د تاوتريخوالي د کچې لوړاوي ترڅنګ د کرزي حکومت لاسپوڅى جوتوي او په اروپا او امريکا کې عامه افکار د نړيوالې درغلې ټلوالې پرخلاف پاروي. دغه راز سيمه ييز او نړيوال رقابتونه ددغه کړکېچ بل مهم اړخ دى، چې افغانستان او سيمه له ثبات نه لرې ساتي. د روسيې ، ايران، پاکستان او هند ګټې، هغوى ته متوجه ګواښونه ټول دغه ځواکونه دې ته اړ باسي، چې په افغانستان او سيمه کې د خپل حضور او اغيز د خونديتابه لپاره لاس په کار شي.
دغه ټولې ستونزې که سره راټولې او د ناټو او نورو لويديزو قوماندانانو د سيمه ييز حل اوسني وړانديزونه په پام کې ونيول شي، اصلي سرچينه يې دغلته په سيمه کې د امريکا او د هغې د ملګرې ټلوالې حضور دى ، چې يو سيمه ييز کړکېچ يې زېږولى دى. نړيواله ټولنه او په سر کې امريکا که غواړي له دغه کړکېچ نه ووځي او په سيمه او نړۍ کې ثبات ټينګ شي، په يوه او بل نامه بايد د ملتونو د ښکيلونې له سياستونو ډډه وکړي او د ترهګرۍ په نامه اوار کړى اور لړلى ټغر نور ورټول کړي.
شعرونه