څو ورځې وړاندې پېښور ته تللى وم. په كابل كې مې له ځان سره پتېيلې وه، چې د پېښور په كتابتونونو كې به نوي اردو كتابونه پېرم او د مطالعې او ژباړې لپاره به يې خپلو دوستانو ته سپارم. په همدې نيت په صدر بازار كې سعيد مشهور كتاب پلورنځي ته لاړم. كتابتون ته ډېر نوي او په زړه پورې كتابونه راغلي وو. د ((طالبان بېرته راستنيږي)) كتاب پر پښتۍ د ((احمدشاه ابدالي ستر مجاهد)) كتاب اشتهار راغلى و، د كتاب پوښتنه مې وكړه، خو ټول پلورل شوي وو. په همدغه ترڅ كې مې په المارۍ كې پر اېښي بل كتاب (( غازي شهاب الدين غوري)) سترګې ونښتې. همدا، چې كتاب مې پرانېست د هغه د ژوند حالات پكې بيان شوي وو. كتاب مې وپېره او په موټر كې سپور شوم. په موټر كې مې د كتاب پر مطالعه پيل وكړ، ۱۵ پاڼې مې لا نه و لوستى، چې د خوارجو بحث پكې راغى، ورپسې د خلفاى راشدينو تر دورې وروسته حالات پكې څيړل شوي وو. د كتاب تر نيمايي يانې ۱۰۰ مخونو، چې اوښتم ليكوال د خپلو لوستونكو ليكونه پكې راوړي وو، چې دده د يوه رومان ډېره ستاينه يې پكې كړې وه او د هغه د بيا خپراوي غوښتنه يې كړې وه. په همدغه ځاى كې ليكوال رومان پيل كړى او د كتاب تر پايه پورې همدا رومان دى. ما، چې كتاب لږ و ډېر ولوست زړه مې وپړسېد، پر ليكوال او خپرندويې ټولنې مې لعنت ووايه، چې د خپل بازار او سوداګرۍ لپاره يې لوستونكو ته دوكه وركړې ده. زما په څېر به ګڼو لوستونكو دا كتاب پېرلى وي، خو چې كتلاى يې وي ليكوال ته به يې خامخا زړه ښېرا كړې وي.
دغه مساله د اردو ادب او كولتور په ګڼو كتابونو كې شته او ورځ تر بلې شدت مومي. كله كله له اردو نه اغيزمن پښتو ادب هم په دې مصيبت ككړيږي، خو لمن يې دومره ارته نه ده، لكه په اردو كتابونو كې. ما، چې د خپل ځان حالت وليد، فكر مې وكړ، چې زموږ د كتابونو په اړه به خلك څه ډول قضاوت كوي؟ كه موږ هم په خپلو كتابونو كې دغسې ټګي برګي كړې وي، څوك به مو پر ليكوالي او هنر باور وكړي؟ ايا د ليكوالۍ او ادب سپېڅلتيا به مو زيانمنه كړې نه وي؟ دا او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې را پيدا شوې ، چې په راتلونكي كې يې بايد موږ بشپړې په پام كې ونيسو. لوستونكو ته هم زما مشوره داده، چې كتابونه پېري سر ترپايه دې يې ګوري، چې له دغسې پېښې سره مخامخ نه شي.