ښکلې پرخه چې تر ما رسي په تله شي
لکه شِعَر چې په ژباړه کې اوبه شي
د ماشوم په څېر مې زړه ته را نږدې شي
ستا له درده جوړ غزل زما پر خوله شي
د پښتون دا بدمرغي نه ده، نو څه دي ؟
چې پر کور يې له هر لوري کوز غوايه شي
د پردو لپاره درست عمر جګړه کړي
د خپل حق په اخستلو کې ويده شي
زه د ځان قاتل پخپله ځان پسې يم
خداى ناترسه که له خدايه مې ډار وشي
خلک د مړو درناوى کوي ((سهاره))!
زموږ له لاسه يې مزار هم کنډواله شي(١)
------------------
(١)- د حضرت عبدالرحمان بابا مزار ته نغوته شوې ده.
25.02.2009
- sahaar
څو ورځې وړاندې پېښور ته تللى وم. په كابل كې مې له ځان سره پتېيلې وه، چې د پېښور په كتابتونونو كې به نوي اردو كتابونه پېرم او د مطالعې او ژباړې لپاره به يې خپلو دوستانو ته سپارم. په همدې نيت په صدر بازار كې سعيد مشهور كتاب پلورنځي ته لاړم. كتابتون ته ډېر نوي او په زړه پورې كتابونه راغلي وو. د ((طالبان بېرته راستنيږي)) كتاب پر پښتۍ د ((احمدشاه ابدالي ستر مجاهد)) كتاب اشتهار راغلى و، د كتاب پوښتنه مې وكړه، خو ټول پلورل شوي وو. په همدغه ترڅ كې مې په المارۍ كې پر اېښي بل كتاب (( غازي شهاب الدين غوري)...
08.03.2009
- sahaar
د ماښام خړه ورو ورو د ښار په منارو تاويږي او لمر د مخامخ تور غره د سر دپاسه کښېناستخلک په بيړه د موټرو د تمځي پر لور رهي دي خړ مرغان د خپلو ځالو پر لور درومي ښارد خلکو له وجوده خالي کيږي اوس د ښار او د کوڅې په لر او بر کې څو پوليس ديبرچپک لاس په ماشه ولاړ دي برېښنا  ...