sahaar sahaar
نذيراحمد سهار د جګړن ميراحمد زوى، په قوم مسود دى. له نن نه ٢٨ کاله مخکې وېږېدلى. پلرنى ټاټوبى يې لوګر ولايت دى او په وزيرستان کې هم نيکات لري. په ژورناليزم کې يې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي او د ١٨ په شاوخوا کې کتابونه يې چاپ او خپاره شوي دي. دمګړۍ له پژواک خبري اژانس سره د راډيوڅارنې د څانګې د مسوول په توګه کار کوي.
ژبه او كولتور
د يوه اردو كتاب خاطره!
څو ورځې وړاندې پېښور ته تللى وم. په كابل كې مې له ځان سره پتېيلې وه، چې د پېښور په كتابتونونو كې به نوي اردو كتابونه پېرم او د مطالعې او ژباړې لپاره به يې خپلو دوستانو ته سپارم. په همدې نيت په صدر بازار كې سعيد مشهور كتاب پلورنځي ته لاړم. كتابتون ته ډېر نوي او په زړه پورې كتابونه راغلي وو. د ((طالبان بېرته راستنيږي)) كتاب پر پښتۍ د ((احمدشاه ابدالي ستر مجاهد)) كتاب اشتهار راغلى و، د كتاب پوښتنه مې وكړه، خو ټول پلورل شوي وو. په همدغه ترڅ كې مې په المارۍ كې پر اېښي بل كتاب (( غازي شهاب الدين غوري)