په دې وروستيو كې داسې ګونګسي دي، چې نړيوال ځواكونه او يو شمېر كورميشتې ډلې په دې لټه كې دي، چې افغانستان ټوټه كړي او په دې توګه روانه ستونزه غوڅه كړي. دا چې د افغانستان په ويش سره به د هېواد ستونزې څومره را كمې شي، دا اوږد بحث دى، خو يو شمېر كورميشتې ډلې لږ تر لږه دا غوره بولي، چې د سوېل له ناكراريو او تلپاتې واكمن (پښتون) نه ځان وژغوري. دغه ډلې ټپلې او پردي پلوه (شخصيتونه) خپل پايښت هم د همدې طرحې په پليتابه كې غواړي.
د روسيې د دوماجرګې غړي سيمون پاګداساروف دا وينا، ښايي بېځايه نه وي، چې شمالي ټلوالې(اوسنۍ متحده جبهه) له امريكا سره يو شمېر تړونونه كړي او دغه ډله غواړي په افغانستان كې د ازبكو او تاجكو لږه كيو يو بيل حكومت رامنځته كړي. كه د افغانستان وروستيو حالاتو ته و ګورو، د يادې شوې طرحې او ورته پلان څركونه پكې تر سترګو كېدلاى شي. د ازبك او تاجك لږه كي دوه اوسنۍ رسنيزې مخكښې څېرې عبدالرشيد دوستم او عبداللطيف پدرام د پردې پرمخ او د شمالي ټلوالې يو شمېر پخواني غړي د پردې تر شا ددې لوبې اصلي لوبغاړي دي. د كوچيانو او هزاره ګانو لانجې ته لمن وهل، پر ملي شخصيتونو تېرى او د يو شمېر ګوندي او معلوم الحاله ورځپاڼو او رسنيو پر تبعيض اوتعصب ولاړ تبليغ د يادې شوې طرحې پليتابه ته د زمينې برابرولو نامستقيمې هڅې دي.
ولس ته دا ذهنيت وركول، چې افغان يو ملت نه دى، د افغانستان نوم تاريخ او اتلان جعلي دي، دا په ډاګه كوي. چې ددغو شعارونو ډنډوره غږوونكي په پټه او ښكاره توګه د افغانستان ټوټه كېدل غواړي، افغانستان په خپل څو زره كلن تاريخ او خپل بشري سكښت سره دا ثابته كړې، چې جغرافيايي بڼه يې ويش نه مني. د هر ستر ځواك په يرغل سره د افغانستان د وېش او تجزيې وېره خوره شوې، خو د يرغلګرو پر وړاندې ګډ افغاني ټينګاو دغه وېره بېرته سړه كړې ده. دغه وضع او دريځ د افغان په نامه د يوه با هويته ملت شته والى را ښيي. كه چيرې افغانستان د يوه واحد ملت او هويت څښتن نه واى، په هيڅ وجه به دغه جغرافيايي محدوده په دې بڼه نه پاتې كېده. د افغانستان بشري جوړښت او جغرافيايي- بشري ژوند پالنه د افغانستان د ويش او تجزيې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډونه دي. په شمال او سوېل، سوېل ختيز او سوېل لويديز ټولو برخو كې بشري سكښت، څرنګتيا او ميشت بڼه ددغه پلان مخنيوى كوي. دغسې قومي، ژبني، سياسي او مذهبي تړاوونه په خپل وار سره د افغان ملت د يووالي ضمانت وركوي. هغوى، چې فدرالي نظام او بيا له همدې لارې د افغانستان تجزيه غواړي، په خپلو هغو سيمو كې له سياسي او قومي ننګونو سره مخ دي، چې دوى پرې د خپلو ترنفوذ لاندې سيمو حساب كوي. څوك چې د اېران، روسيې، امريكا او يا دغسې نورو ځواكونو په ډاډ د هېواد د ويش چيغې او نارې وهي بايد د ملت منځ ته هم يو سرښكاره كړي، چې له پردي پاله تيوريو او پلانونو يې نور استفراق كوي. د افغانستان د تجزيې كورني او بهرني ناره وهونكي بايد پر دې و پوهيږي، چې دغه هېواد لا وارثان لري او د بشپړتيا او ساتنې لپاره يې له سر او مال تېردي.