د پاكستان واكمن ګوند او د واكمن ايتلاف جلا شوې ډلې پر يو نوې مسودې هوكړه كړې، چې له مخې به يې ولسمشر پروېز مشرف استيضاح كيږي. د نوې ګډې لاسليك شوې مسودې پر بنسټ به جنرال پروېز مشرف د څلورواړو ايالتونو له اسامبلو او ملي شورا (پارلمان) نه د اعتماد رايه اخلي او كه د اعتماد رايې پر اخيستلو بريالى نه شو، ښايي استيضاح شي.
د خلكو ګوند او مسلمليګ ګوند مشرانو ( اصف زرداري او نوازشريف) وړمه ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې اعلان وكړ، چې ګوښه شوي وكيلان به بېرته خپلو دندو ته ستنيږي او ښايي له واكمن ايتلاف نه د مسلمليګ( ن) وتلي وزيران بېرته كابينې ته لاړ شي.
د واكمن ايتلاف پر وړاندې د جنرال مشرف د استيضاح تر ټولو ستر خنډ د اساسي قانون ۵۲مه ماده ، چې د هغې پر بنسټ ولسمشر كولاى شي ملي شورا يا پارلمان ړنګ كړي. د پاكستان ايتلافي دولت ، جنرال مشرف ددغه هېواد د ۱۹۷۳ ز كال اساسي قانون د ۴۷ مې مادې پر بنسټ استيضاح كوي. په دې ماده كې د ولسمشر استيضاح هله شونې ده، چې هغه په جسمي كمزورۍ، له قانون نه پر سرغړونه يا ورته بل عمل تورن شي. اوس كه ولسمشر جنرال مشرف استيضاح كيږي، د استيضاح تر ټولو مهم او اصلي عامل به يې قانوني سرغړونې وي، ځكه هغه تېره نومبر مياشت په پاكستان كې بيړنى حالت اعلان كړ، د سترې محكمې رييس او قاضيان يې له دندو لرې كړل او د تېرو اسامبلو له لارې يې ځان يوځل بيا د پنځو كلونو لپاره ولسمشر وټاكه. دغه قانوني مواد كولاى شي له واكمن ايتلاف سره د جنرال مشرف په استيضاح كې مرسته وكړي. واكمن ګوند اړ دى، چې د استيضاح د بري لپاره په پارلمان كې ۲۹۵ رايې خپلې كړي.
د پاكستان د اساسي قانون د ۴۷ مې مادې له مخې، د ولسي او مشرانو جرګې ( پارلمان) نيمايي ۵۰سلنه غړي به د ولسمشر پر ضد رايه وركوي او درې ورځې وروسته به  ولسمشر ته خبردارى استول كيږي. دغه راز ۱۴ ورځې وروسته د مشرانو او ولسي جرګې ګډه ناسته كيږي، چې ولسمشر يا د هغه استازى پكې ګډون كولاى شي. دغه ناسته به د استيضاح پر لاملونو څيړنه كوي او په پاى كې به نيمايي كسان د ولسمشر خلاف رايه كاروي. د پاكستان د ۱۹۷۳ ز كال اساسي قانون وايي، د ولسمشر تر استيضاح وروسته به په ۳۰ يا ۶۰ ورځو كې نوى ولسمشر ټاكل كيږي، خو تر هغه به لنډمهالى ولسمشر، د مشرانو جرګې رييس وي. (۱)
د ولسمشر جنرال مشرف د استيضاح پر وړاندې دوه سترې ستونزې دي، چې كه اوارې نشي، ښايي واكمن ايتلاف له ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ كړي. لومړى د اساسي قانون ۵۲مه ماده ده، چې ولسمشر ته د پارلمان د ړنګولو حق ور كوي او دوهمه دا، چې واكمن ايتلاف كولاى شي په مشرانو جرګه او ولسي جرګه كې له ټاكلي قانوني نصاب سره سم د ولسمشر پر خلاف رايه وكاروي.
د پاكستان پارلمان ټولې ۴۴۲ څوكۍ لري، چې ۳۴۲ يې په ولسي جرګه او ۱۰۰ نورې په مشرانو جرګې پورې اړه لري. واكمن ايتلاف  د ولسمشر جنرال مشرف د استيضاح لپاره ۲۹۵ څوكيو ته اړتيا لري. د مګړۍ د پاكستان ولسي جرګه ۳۳۹ غړي لري، ځكه درې نور هغه يې لا په انتخاباتي حوزو كې د ستونزو له امله پر دې نه دي بريالي شوي، چې پارلمان ته لاره وكړي. دغلته د خلكو ګوند څوكۍ ۱۲۴ او د مسلمليګ ( ن) څوكۍ ۹۱ دي. دغسې كه د ايتلاف د نورو كوچنيو ګوندونو او ازادو كانديدانو څوكۍ پرې ورډېرې شي، شمېر يې تر ۳۰۰ اوړي. د مشرف د ملاتړو مسلمليګ (ق) د څوكيو شمېر۵۴ او د متحده قومي غورځنګ څوكۍ ۲۵ ته رسيږي. د پاكستان په ولسي جرګه كې د څوكيو اكثريت برخه د واكمن ايتلاف په لاس كې ده، خو په مشرانو جرګه كې مشرف پلوى ګوند په ۳۸ څوكيو سره اكثريت جوړوي. متحده مجلس عمل ، جمعيت العلماء ، د خلكو ګوند او مسلمليګ( ن) او عوامي نشنل ګوند كولاى شي د يوې ټلوالې په توګه د مشرف پر وړاندې يو لوى اكثريت جوړ كړي. د سياسي چارو كارپوهان د پاكستان د پارلمان سياسي جوړښت او په دغه جوړښت كې د واكمن ګوند نفوذ ته په پاملرنې سره په دې باور دي، چې د جنرال پروېز مشرف د استيضاح لپاره د اساسي قانون ټاكل شوى هدف په اسانۍ سره ترلاسه كېداى شي.
اوس د واكمن ايتلافي پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د اساسي قانون ۵۲مه ماده ده. ولسمشر كولاى شي ددغې مادې له مخې پارلمان ړنګ كړي او له سره ټاكنې وشي. واكمن ايتلاف هڅه كو دغه ماده د نوي اساسي قانون په تصويب سره له منځه يوسي او له ولسمشر نه د پارلمان د انحلال واك واخلي. د پنجاب ايالت اسامبلې پرون د يوې تصويب شوې لايحې په ترڅ كې د دې مادې د لغو كېدو اعلان كړى او له ملي شورا نه يې غوښتي، چې د قانون ۵۲مه ماده لغو او يا تعديل كړي. دغسې كه څلور واړې اسامبلې ورته ګام  واخلي او پ ملي شورا كې يې ملاتړ وشي، ښايي مشرف د پارلمان پر ړنګاوي بريالى نه شي.
د پاكستان د قانونپوهانو په وينا، واكمن ايتلاف ته په دې برخه كې يو بل شين سګنل هم شته او هغه د لومړي وزير او اعلى وزير د استيضاح په برخه كې د ۵۲ مې مادې ملغي كېدل. لومړى وزير او اعلى وزيران د قانون له مخې د استيضاح پر مهال دا نشي كولاى ، چې پارلمان پا ايالتي شوراګانې منحل كړي. مشرف دغه كار هله كولاى شي، چې پارلمان يې د استيضاح په چاره كې ناكام شي.  د سياسي چارو د كارپوهانو پر وينا، د پاكستان واكمن ګوند د ولسمشر مشرف د استيضاح په برخه كې بريالى دى او كولاى شي له دواړو خنډونو ( پارلماني نصاب ( دوه پر درې برخې څوكۍ) او ۵۲مې مادې) بريالى راووځي. د نواز شريف مسلمليګ ګوند كولاى شي د خپلې سياسي نظريې او مذهبي ګوندونو سره د نږدې اړيكو له لارې د مذهبي ګوندونو ( متحده مجلس عمل) او ازادو كانديدانو رايې خپلې كړي. په دې توګه به واكمن ايتلاف په يوه ستر اكثريت سره ولسمشر مشرف استيضاح كړي.
د پاكستان د سياسي چارو كارپوه متقاعد جنرال طلعت مسعود له سي اېن اېن ټلويزيوني شبكې سره په مركه كې وويل، چې مشرف به كله هم دې ته زړه ښه نه كړي، چې د اساسي قانون ۵۲مه ماده وكاروي، ځكه دى پر دې پوهيږي، چې په ولس كې محبوبيت له لاسه وركړى او نور بايد له واكه لرې شي. دده په وينا، د جنرال مشرف لومړنى ترجيح به استعفا وي.
د طلعت مسعود خوشباورۍ اپوټه كه دغسې ونشول او جنرال مشرف خپل قانوني واك ( ۵۲مه ماده) وكاروله، ښايي وضع د نوازشريف په مشرۍ د مسلمليګ په ګټه تمامه شي. نواز شريف به په راتلونكو ټاكنو كې د خلكو ګوند له كمزورې مشرتابه اودريځ، د وكيلانو له مسالې او جنرال مشرف سره د زرداري له جوړجاړي نه په ګټې اخستنې سره اكثريت رايه ګټي او ښايي نواز شريف يوځل بيا د پاكستان د لومړي وزير په توګه راڅرګند شي. په دغه صورت كې ډېر امكان دى، چې هغه خپل سياست يوازې په خپلو ملي ګټو كې راونغاړي او د پاكستان اوسني كورني كړكېچ ته د پاى ټكى كيږدي.
-----------------
(۱): انټرنېټي سرچينه