خدايږو ستا غېږې ته مې نه پرېږدي اُف
دا د اســــــــــمان پاچـــــــا رڼـــــــــــــا راچوي
اوس يې وزيـــــره شـوه د شپـــو پـــر اوږو
سپوږمۍ د سپينې خولې خندا راچوي
دغــــــه د شوخو زاهدانو تســــپې !
د ثــــــواب لپـــــــــو ته ګنـــــــا راچوي
مـوږ د مظلومو څو سلګيو څښتن
يو خوا ته بــم بل خوا غـــــذا راچوي
پخوا يې کـــاڼي ټول پر مـــا ورول
اوس له کوڅيو نه سوما راچوي
16.07.2008
- sahaar
د افغانستان د ختيز پر لوړو غرونو، په هغه سيمه کې د دريو ويجاړو شويو موټرو کباړ پروت و، چې هلته امريکايي بمونه پرېوتي وو. دغلته بېلابېل توکي، د وينو څاڅکي او په افغانستان کې د ناويو لپاره د ځانګړو شوخو رنګينو جامو وړې وړې ټوټې پرتې وې. د ننګرهار په غرونو کې دغه لرې پراته کلي ته موږ په خپل څو ساعته سفر کې د دې غمناکې پېښې په اړه له بېلابېلو خلکو واورېدل. د واده دغه محفل، چې د خوښيو نمانځنې لپاره پيل شوى و، د ٢٢ تنو په مړينې سره پاى ته ورسېد.امريکايي ځواکونه وايي...
10.08.2008
- sahaar
د پاكستان واكمن ګوند او د واكمن ايتلاف جلا شوې ډلې پر يو نوې مسودې هوكړه كړې، چې له مخې به يې ولسمشر پروېز مشرف استيضاح كيږي. د نوې ګډې لاسليك شوې مسودې پر بنسټ به جنرال پروېز مشرف د څلورواړو ايالتونو له اسامبلو او ملي شورا (پارلمان) نه د اعتماد رايه اخلي او كه د اعتماد رايې پر اخيستلو بريالى نه شو، ښايي استيضاح شي. د خلكو ګوند او مسلمليګ ګوند مشرانو ( اصف زرداري او نوازشريف) وړمه ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې اعلان وكړ، چې ګوښه شوي وكيلان به بېرته خپلو دندو...