دولت په ((پرې پوزه)) او متحده جبهه د ((ګيدړ چالاکۍ)) په دود د ولسي جرګې د اقتصادي کميسيون د مشر ارواښاد مصطفى ((کاظمي)) پر مرګ وير کوي. هغه د دولت د اپوزيسيون د يوه فعال غړي او ژبور وياند په توګه د دولت د سترګو اغزى و، خو مرګ يې په هيڅ توګه ددولت پېرزو نه وه. دولت په وير ،سملاسي اعلاميو او راتلونکو ((لقبونو)) د ځان سپيناوى کوي، خو متحده جبهه د پېښې د يوه اړخ په توګه له دغه ((زرين چانس)) نه د سياسي ګټې اوچتونې هڅه کوي.
جمعيت ګوند او په سر کې نظار شورا په خپل سياسي تاريخ کې د دغسې ((ترور)) او ((وژنو)) اوږده مخينه لري. د جهاد پر مهال قوماندان احمد شاه مسعود له پروان نه نيولې تر بدخشان پورې خپل ګڼ بانفوذه پلويان او سياسي رقيبان له مخې لرې کړې دي. متحده جبهه د مسعود د سياستونو د ميراث خورې په توګه د اوسنيو ((سياسي ترورونو )) مخکښه ګڼل کيږي. د حاجي عبدالقدير او حاجي فريد وژنه ، د جمعه خان همدرد پر وړاندې بلوا،د استاد عطا د پايښت لپاره پر جنرال دوستم د بريد هڅه او په کابل کې د غبرګولي د اتمې بلوا ، په تېر نږدې کې د نظار شورا يا اوسنۍ متحدې جبهې چلوټې دي، چې لړۍ يې دادى تر خپلې لمنې ((وياند مصطفى کاظمي)) پورې رارسيږي.
اېران او متحده جبهه، د کاظمي د مرګ ترشا :
مصطفى کاظمي د جهاد او له هغه راوروسته پېر کې له اېران سره خورا ښه اړيکي لرل. کله، چې د وحدت ګوند د يوې ډلې مشر ((استاداکبري)) د خپل ناچارتوب له امله له طالبانو سره يوځاى شو، د وحدت ګوند ټولې چارې د مصطفى کاظمي تر ولکې لاندې راغلې. هغه په تهران کې د يوې غونډې په ترڅ کې د اکبري د وحدت ګوند ډلې مشري پرغاړه واخسته او د ګوند ټولې اقتصادي او سوداګريزې چارې يې تر خپل کنټرول لاندې راوستې. ايرانيانو د اکبري له ملګرتيا نه چندان ګټه وانخسته، همدا لامل و، چې د زاړه اکبري پرځاى يې زلمى کاظمي په افغانستان کې د خپلو ستراتيژيکو ګټو د خونديتابه لپاره توګه وټاکه. اېرانيانو پر کاظمي ګڼې پانګونې وکړې. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اېران سپاه پاسداران ډلې د (( سپاه محمد)) د افغانستان د څانګې مشري ده ته وسپارله او د سرتېرو د جذب، اعاشې او عملياتو ټول صلاحيتونه دده په لاس کې وو. مصطفى کاظمي په تهران کې د امام حسين په پوهنتون ( د سپاه پاسداران ځانګړي حربي پوهنتون) کې ځانګړې روزنيزې دورې بشپړې کړې او د اېران له امکاناتو نه يې په ګټې اخستنې سره له بېلابېلو افغاني اړخونو سره اړيکي ټينګ کړل. په بن غونډه کې د اېران يوه جګپوړي پلاوي د محمد جواد ظريف په مشرۍ ګډون کړى و او کاظمي او انوري يې هم په غونډه کې ورګډ کړل. د اېراني پلاوي تر پردې شا چنې او ناندرۍ ګټورې وې، ځکه انوري او کاظمي دواړه د حامد کرزي په لومړنۍ کابينه کې ځاى کړاى شول. همدا، چې کاظمي له کابينې لرې او د ولسي جرګې غړى شو، د روسيې او اېران په مرسته متحده جبهه رامنځته شوه او ارواښاد کاظمي يې د يوه مهم غړي او وياند په توګه راڅرګند شو. د متحدې جبهې په بري کې تر ټولو ستر لاس د مصطفى کاظمي و. د هغه په پرلپسې هڅو سره د شاهي کورنۍ غړى ((مصطفى ظاهر)) د جبهې غړى شو او ډېره شونتيا وه، چې په راتلونکو ټاکنو کې د يادې شوې جبهې کانديد واوسي. مصطفى کاظمي د پاچا د لمسي تر ټولو ستر ملاتړى و. دغه ملاتړ يو پلو په متحده جبهه کې ((نظار شورا)) او ((جمعيت )) را وپارول، بل پلو کاظمي د ايران له سخت مخالفت سره مخ شو. نظار شورا او جمعيت د يوه پښتون او د شاهي نظام د پاتې شوني بيا واکمنېدل د ځان لپاره ګواښ ګڼي او په هيڅ توګه نه غواړي ،چې يوځل بيا د ((ولسمشرۍ)) څوکۍ د عادت او دود له مخې ((اکثريت)) ته ورسيږي. همدا لامل و، چې د مصطفى کاظمي او متحدې جبهې د غړو ترمنځ خبرې ترخې او د درزونو ښکار شول. ايران په سياسي لحاظ د (( شاهزي مصطفى ظاهر)) را مخکې کول د خپل اخوندي نظام په ګټه نه بولي، ځکه په تېر کې يې هم د شاهي کورنۍ د بيا واکمنېدا د هر بهير او پلان د ناکامۍ هڅه کړې ده. ايران د افغانستان په کورني سياست کې د لاس وهونکي اغيزناک او مهم اړخ په توګه د متحدې جبهې له دغو درزونو او مخالفتونو ګټه واخسته او د همدوى په لاس يې د شاهي کورنۍ دبيا واکمنېدا ستر ملاتړى له خپلې مخې لرې کړ. دا د سپاه پاسداران او نظار شورا يوه ګډه چلوټه وه، چې قرباني يې مصطفى کاظمي شو.
که له بلې زاويې د بغلان پېښې ته وګورو، دولت ته هم ګوته نيول کيږي، ځکه د بغلان والي او امنيه قوماندان د پېښې په ځاى کې نه وو. دا دواړه په معقولو دلايلو د جرګې له غړو سره مل نه وو. والي اسحاقزى د متحدې جبهې او ((دولت)) له جګپوړي غړي احمد ضياء مسعود سره بوخت و او امنيه قوماندان د دندې له مخې په کابل کې د پوليسو په ملي سيمينار کې ونډه اخستې وه. که دولت ته هم ګوته نيول کيږي، نو په سر کې به يې احمد ضياء مسعود وي ، ځکه هم د متحدې جبهې غړى دى او هم د دولت. ښايي دده چلوټه جوړاوى تر نورو ډېر کاري وي.